IQNA

د امریکا د ځائيګي د ځوړتیا په باب د اسلامی انقلاب د سترلارښود د پیغام پراخ نړیوال انعکاس

13:36 - May 28, 2026
د خبر لمبر: 3492835
ایکنا- د حج د مراسمو په مناسبت د اسلامي انقلاب د ستر لارښود  پیغام، چې پکې د ایران د ملت له  قدرتمند مقاومت وروسته په سیمې کې د امریکا د دریځ کمزوري کېدو او د صهیونیستي رژیم د کمزورتیاموضوع یاده شوې وه، په نړیوالو رسنیو کې ئې پراخ انعکاس درلود.

د ایکنا د راپور له مخې، د  ۱۴۰۵  حج  په مناسبت د  اسلامی انقلاب د ستر لارښو د حضرت آیت‌الله سید مجتبی خامنه‌ای،  پیغام، په ګڼو نړیوالو رسنیو کې خپور شوی دی.

د ترکیې   آناتولي» خبري آژانس راپور روکړی، د ایران ستر رهبر وایي چې د منځني ختیځ هېوادونه به نور د امریکائي اډو لپاره ډال  نه وي» تر سرلیک لاندې ولیکل: د ایران ستر رهبر د سېه شنبې په ورځ   حاجیانو ته په  خپل پیغام کې وویل چې واشنګټن به نور په سیمې کې خوندي ځای ونه لري.

د آناتولي په وینا، هغه له مسلمانو ملتونو او د سیمې له نورو هېوادونو وغوښتل چې د یوه نوي سیمه‌ییز  او نړیوال  نظم د جوړولو لپاره ګډې ګټې تعقیب کړي.

د ترکیې «ترکیه ټوډې» ورځپاڼې هم د اسلامی انقلاب د ستر رهبر دغه څرګندونې خپرې کړې او د هغه له قوله ئې ولیکل: وخت بېرته نه راګرځي او د سیمې ملتونه او ټاټوبی  به نور د امریکائي اډو لپاره  ډ ال نشي . امریکا به نور په سیمې کې د شرارت او پوځي اډو د جوړولو لپاره خوندي ځای ونه لري.

د «کوریا ټایمز» ورځپاڼې ولیکل: د ایران ستر رهبر د سه شنبې په ورځې  په داسې حال کې چې تهران او واشنګټن د هغه جنګ پای ته د رسېدو لپاره د یوه چوکاټ په اړه خبرې کوي چې نږدې درې میاشتې ئې دوام کړی، په خپل ټیلیګرام چینل کې اعلان وکړ چې د خلیج فارس هېوادونه به نور د امریکا د اډو لپاره ډال  نه وي او امریکا به نور په سیمې کې خوندي ځای ونه لري.

«پاکستان آبزرور» ورځپاڼې هم د هغه پیغام ته پام کړی او لیکلي یې دي: آیت‌الله مجتبی خامنه‌ای ویلي چې ایران امریکا ته پیاوړی او کلک  ځواب ورکړی او واشنګټن به نور په سیمې کې د پوځي شتون، لاسوهنې او اډو جوړولو لپاره خوندي ځای ونه لري.

«بلومبرګ» خبري آژانس هم د لوي رهبر د خبرو د یوې برخې په خپرولو سره، چې پکې د ایران د ملت له مقاومت وروسته د لوېدیځې اسیا د وضعیت   بېرته نه راګرځېدونکي بدلون او دا چې امریکا به نور په سیمې کې د شرارت او پوځي اډو جوړولو لپاره خوندي ځای ونه لري، ولیکل: دا څرګندونې د ایران هغه لیدلوری څرګندوي چې دغه جګړې د تیلو بډایه  فارس خلیج  سیمې کې د قدرت انډول  کې بنسټیز بدلون راوستی، امریکا ئې کمزورې کړې او داسې بازدارندګي ئې رامنځته کړې چې د خلیج عربي هېوادونه د ایران له ګډ ژوند کولو ته اړ باسي

فرانس پرس خبري آژانس هم د اسلامی انقلاب د ستر لارښود  دپروني  پیغام سیمه‌ییز اړخونه خپاره کړي او د هغه له قوله یې لیکلي: څرګنده ده چې د وخت ستَنې به بېرته شا ته ونه ګرځي او د سیمې ملتونه او خاورې به نور د امریکايي اډو لپاره ډال  نه وي.

صهیونیستي ورځپاڼې «اسرائیل هیوم» هم د امریکا د دریځ په اړه د هغه څرګندونو ترڅنګ، د صهیونیستي رژیم د وضعیت په اړه د رهبر د خبرو یوه برخه خپره کړې او د هغه له قوله یې لیکلي: کمزوری صهیونیستي رژیم او د اسرائیلو سرطاني غده د خپل ناوړه عمر وروستیو پړاوونو ته نږدې شوې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4354588

captcha