سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د كورنيو چارو وزير مصطفی محمد نجار نن شل منټ دپاسه اته بجې دټولو ايرانيانو په وړاندې په اعلان سره وويل چې دايران داسلامی جمهوريت دولسمشرۍ ديولسم پړاؤ دانتخاباتو په رايو په بشپړ شميرلو سره له شپږوكانديدانو حسن روحانی داتلس ميليون شپږلكه ديارلس زره ۳۲۹رايو په ګټلو سره نوی ولسمشر وټاكل شو .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، حجة لاسلام ډاكټر حسن روحانی د ايران درست ملت ته په مباركۍ ويلو سره وويل د ايران ملت يو ځل بيا د سياسی حماسې په پنځولو سره روښانه كړه چې هیڅكله هم دنورو په دوكو نه غولیږی او دخپل برخليك دټاكنې لپاره بشپړ هوډ لری او هیڅكله به هم دخپل برخليك په ټاكنې كې بل چا ته دلاسوهنې اجازه ورنكړی
د اسلامی ايران نوی غوره ولسمشر حجةالاسلام حسن روحانی د ۱۳۲۷لمريز كال د لړم د مياشتې په يويشتمه نیټه د ايران په سمنان كې زیږيدلی دی .
حجة لاسلام ډاكټر حسن روحانی اوس د ايران د خبرګانو دشورا غړی او د نظام د مصلحت پيژندونكی ټولنې د سټراټيجيكو څیړنو مشر دی او هم دا رار د ملی امنيت په لوړې شورا كې غړی هم دی .
حسن روحانی دغه راز له ۱۳۶۷لمريزكاله تر ۱۳۸۴لمريز كال پورې داسلامی ايران دملی امنيت دلوړې شورا عمومی منشی هم پاتې شوی دی
د ايكنا د پشتو خبريالان هم د ايران میړنی ملت ته د ولسمشرۍ په ټاكنو كې په ولولناكو ګډون او د نوی ولسمشر په غوره كولو مباركی وړاندې كویږ
1242980