د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب، حجت الاسلام والمسلمين، كاظم صديقی د ايران او امريكا د ولسمشرانو ټلفونی خبرو اترو ته په اشارې سره وويل چې د ايران اسلامی جمهوريت او د ايران خلك د امريكايی چارواكو د لهجې له بدلون وروسته، په كړچارونو، سياستونو او چلندونو كې په بدلون سره د هغوی د خبرو تاييد ته منتظر دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب همدارنګه په سپينه ماڼۍ كې په دې اړه چې بنديزونه د ايران او امريكاد خبرو اترو لامل شوی دی، د صهيونيسټ رژيم له لومړی وزير سره په كتنه كې د امريكا د ولسمشر، بارك اوباما څرګندونو په اړه د امريكا دولتی چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې د صهيونيسټ رژيم تر اغيزې لاندې دې نه ورځی، ځكه چې دغه رژيم، جعلی او كمزوری دی چې د مقاومت توان نه لری او خپل خيالی اقتدار یې په ۲۰۱۲ ميلادی كال كې په غزه كې د ۸ ورځنۍ جګړې په ماتې خوړلو كې له لاسه وركړی دی.
ښاغلی حجت الاسلام والمسلمين صديقی پردې په ټينګار سره چې د اسلام دين، د سولې او سوله ييز ژوند دين دی، ټينګار یې وكړ چې دايران اسلامی جمهوريت به د اسلام دين د دستورو او تعاليمو په استناد سره، د هیڅ جګړې او تېری پيلونكی ونه اوسی، خو د هر ډول تېری، زور غوښتنې او باج غوښتنې په مقابل كې به كلك ودرېږی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب هم دا رنګه د ايران ملت، پر منطق، عقلانيت او عاطفه ولاړ با فرهنګه ملت وباله او زياته یې كړه چې د ايران اسلامی جمهوريت نه يوازې د فلسطين له مظلومو خلكو، بلكې د نړۍ له ټولو مسلمانانو او مظلومانو دفاع وكړی.
مولانا حجت الاسلام والمسلمين صديقی د ايران د خلكو پرضد نا عادلانه دباونو او بنديزونو اعمالولو ته هم اشاره وكړه او ویې ويل چې دې بنديزونو، په هماغه كچه چې خلكو ته زيان ورساوه، اروپايی، امريكايی ملتونو ته یې هم زيان ورساوه او د سيمې خلك یې تر دباو لاندې راوستلی دی، نو ځكه له ايرانيانو ډېر، نور ملتونه د بنديزونو لغوه كولو ته اړ دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب هيله مندی څرګنده كړه چې د ايران ډيپلوماسی به د سياسی لارو چارو په وړاندې كولو سره، ددې بنديزونو لغوه كولو كې، نړيوال د نړۍ ټولو خلكو ته د خدمت په چوكاټ كې، تلپاتې او عادلانه سولې ته وبولی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب همدارنګه د سوله ييزې اټومی انرژۍ څخه په برخمنېدا كې د ايران د خلكو پر حق په بيا ځلی ټينګار او پر دې حق د ايران ددولت او ملت په ۳۴ كلن ټينګار سره، وويل چې ايران تل د اټومی وسلې د كارولو يو تر ټولو ډېر سخت مخالف دی.
1298001