IQNA

انګلیس کې د اسلامی مرکزونو مشرانو او د روحانی شخصیتونو کلیزواله غونډه پیل شوه

10:51 - October 14, 2015
د خبر لمبر: 3385375
خارجی څانګه: د روحانی شخصیتونو ۲۱ کلیزواله غونډه، د جومات امامانو، تبلیغ کوونکو او د اسلامی مرکزونو مشرانو په شتون سره د محرم الحرام په درشل کې د انګلیس اسلامی مرکز کې پیل شو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ic-el.com ویبپاڼې نه په نقل، د ملایانو ۲۱ کلیزواله غونډه، د «تر ټولو زیات جذب کول او تر ټولو لږ شړل ، د روحانی کسانو دنده او د هغې نه د غفلت پایله» موضوع سره د جومات امامانو، تبلیغ کوونکو او د اسلامی مرکزونو مشرانو په شتون د محرم الحرام په درشل کې د لندن ښار انګلیس اسلامی مرکز کې پیل شو

د اسلامی نړیواله غونډی مشر حجت‌الاسلام والمسلمین علی عالمی، د منا پېښی او همدارنګه د محرم الحرام میاشته را تللو باندې خواخوږی څرګندولو سره وویل: په قرآن کې او تبلیغی روایتونو کې په څو صورته ذکر شوی دی، اول «تبلیغ» لفظ او یا «ابلاغ» سره چې د واجب عینی په عنوان ذکر شوی لکه څه رنګه چې د سوره احزاب آیت کې راغلی: «الَّذِینَ یُبَلِّغُونَ رِسَالَاتِ اللَّهِ وَیَخْشَوْنَهُ وَلَا یَخْشَوْنَ أَحَدًا إِلَّا اللَّهَ وَکَفَى بِاللَّهِ حَسِیبًا؛ ( داد الله کړنلاره ده دهغو خلکو لپاره ) چې دالله پېغامونه رسوی او له هماغه څخه وېرېږی ، اوله یوه خدایه پرته له بل هېچاڅخه نه وېرېږی ، او دمحاسبې لپاره همدا الله کافی دى»

او کله هم د «دعوت» لفظ نه په قرآن کې استفاده شوی چې مثال یی د سوره نحل په ۱۲۵ آیت کې لوستلې شو: اى پیغمبره صلى الله علیه واله وسلم ، د خپل رب د لارې لوری ته په حکمت او غوره نصیحت سره بلنه ورکړه ، او له خلکو سره په داسې ډول مباحثه وکړه چې ډېره غوره وی.

د اسلامی نړیواله غونډې مشر د تبلیغ اهمیت ته اشارې سره وویل: د حدیث په رڼا کې باید هر کس ته دوه حدیثه یاد وې چې بل ته یی ښوونه کوی او پخپله ترې خپل ژوند کې استفاده کوی نو ثواب یی د۷۰ کالو عبادت نه زیات دی.

هغه څرګنده کړه: په اسلام کې د ځان نه لری کول او شړل وجود نه لری او هغه چې ورته برائت یا تبری ویلې شی هغه د کافرانو او مشرکو لارې نه کرکه ده نه دا چې د هغې شړل یا هغې د دعوت له بحث نه خارج کول.

حجت الاسلام عالمی دې تاکید سره چې باید د تبلیغ دنده د اهلبیت علیهم السلام په طریقه پیل شی وویل: امامانو ټولو علمونو باندې اشراف لرلو، پیغمبر اکرم صلی الله علیه و اله دومره زړه خوږې او ښکلې اخلاق لرل چې د خلکو په دعوت کې ستونزې تحمل کولو سره د هغوی لپاره بخښنه غوښتلو هغې به یی بخښل او مسلمانانو ته ارزښت ورکولو لپاره به یی هغوی سره مشورې کولې او هغوی به یی خپلو فیصلو کې شریکول.

هغه دې بیا سره چې لکه څرنګه شیعه مسلمانان اهلبیتو علیهم السلام سره مینه کوی هم دارنګه اهلبیت علیهم السلام هم خپلو شیعیانو سره مینه کوی، هغه تاکید وکړو: تبلیغ کوونکې نه باید منبر باندې د اهلبیت علیهم السلام لاری نه باید ورغړی.

همدارنګه په دې مراسمو کې د ولی فقیه غړی او انګلیس د اسلامی مرکز مشر حجت‌الاسلام والمسلمین محمدعلی شمالی وویل: مونږ کې هر کس دا وظیفه لرو چې خلک نور ته دعوت کړو او د دې خبرې مطلب دا نه دې چې اوس ضروری ده چې ټول غیر مسلمانان، مسلمانان کړو بلکې هر څومره چی له نور سره پېژندلی کولې شو باید وکړو.

هغه دې ته اشارې سره چې تقریباْ په انګلیس کې ۱۵۰ شیعه روحانى شخصیتونه ژوند کوې وویل: که دا کسان خلک اسلام ته جلب نکړی او یا دې لپاره کار ؤ نکړی نو د حیرانتیا خبره ده.

انګلیس کې د اسلامی مرکز مشر محبت، عشق، مهربانی او ښه اخلاق د دینی مشرانو په تبلیغ کې دنده وټاکله او وې ویل: د یو معصوم علیه السلام د فرمان په رڼا کې باید د خلکو لپاره د بې ازغو یوه پاڼه اوسه.

حجت الاسلام شمالی وویل: شیعیان باید ټول یو وې، او ټول باید د روڼو او خوندو غوندې نږدې وې. باید پام وکړو چې د شیعیانو ترمنځه هیڅ څیز فاصله او ډله ډلبندی پیدا نکړی او له ټوله مهم دا چې زمونږ شخصیت د نورو خلکو زړونه زمونږ د دین نه زړه توره نکړی.

http://iqna.ir/fa/inter/News/3384187

captcha