IQNA

د ایکنا سره مرکه کې روښانه شو؛

تکفیریان څه رنګه اروپا ته داخل شو؟ / عربستان او قطر په سرمایه د تکفیر وده

7:11 - December 20, 2015
د خبر لمبر: 3467097
نړیواله ډله: د اروپا د حلال معاملاتو فتوای شورا مشر وویل: نن د اروپا حالات څه دارنګه دی چې تکفیری ډلې د عربستان او قطر مالی مرستو سره ډېره په آسانه مسلمانان او غیر مسلمانان د خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره یی ښکار کړی.


عبد الرحمان، د مجارستانی روحانی جې د اسلامی شریعت برخه کې یی زدکړی ترسره کړی او اوس د اروپا حلال معاملاتو فتوای شورا مشر دی د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کې د تکفیری بهر او د هغی اروپا ته داخلېدل او په غربی هیوادونو کې د هغی فعالیتونه او د نړۍ د دغه سیمو خلک جذب کول روښانه کړل.

هغه وویل: اروپا کې د تکفیریانو وده یوه لویه او حساسه ستونزه ده، د تېر میلادی قرن په ۶۰ لسیزه کې  د ازادی نه پس ډېر مسلمانان اروپا ته راغلل، د مسلمانانو دا ډله ډېر فعال کار کوونکې وه چې د اروپا څو ملتونو شرکتونو له اړخه اجیرېدل. دې په کار کولو او خپلو کورنو ته به یی پیسی استولی، د اروپا ولسی جرګی په ۸۰ لسیزه کې د کورنو راوستلو لپاره قانون جوړ کړو چی دا سبب جوړ شو چې په ۱۰ کالو کې د مسلمانانو شمېر له ۳ نه تر ۴ برابر زیات شی.

میحلفی وویل: دا نوې مهاجران چې له کورنو سره راغلل خپل دین پابند وو، بیا د دې نوی مهاجرانو دینی اړتیاوی لری کولو لپاره د خپلو ملکونو نه دینی عالمان اروپا ته راوستل، جوماتونه او اسلامی موسسه جوړی شوی ، خو ولی په مالی ستونزو باندې د څارنی نشتوالی وو،

مجارستانی ژبه کې د نهج البلاغه او د قرآن ژباړه کوونکې ادامه کې وویل: نو دارنګه د اسلام مختلفی فرقی او مذهبونه چې ډېر په کې د اروپا اتحایه څخه نه وو، او د اروپا اتحادیه هم له دارنګه مهاجرانو څارونکې نه وو.

هغه زیاته کړه: کله چې دې څوملیتی شرکتونو د خرچ کم کولو لپاره خپل فعالیتونه آسیا او منځنی ختېځ ته را بدل کړل چې د مزور خرچ کم شی نو د دغه هیوادونو مزدور یی په کار واخیستو. کډوالو خپل کار د لاسه ورکړو، په میلیونو کسان بی کار او کسب شو، چې د اروپا مسلمانانو د هغی یو برخه وو، نو دا سبب شو چې دینی، قومیتی او نژادې ستونزو لپاره لاری خلاصی کړی، هم په دې وخت کې د کډووالو یو نوی څپه سره د زیات کینی اروپا ته راغله، په دې کډووالو کې تکفیریان هم وو چې د هغوی پېژندګولی آسان کار نه وو.

اروپا بحران سره مخامخ دی

مبحلفی وویل: اروپا اوس هم یو بحران سره مخامخ ده، دا بحران مختلفه افتصادی، مالی او اخلاقی ابعاد لری، په دی بحران کې هیڅ څوک راضی نه دی، او سیاستوال هم له خپل مسؤولیت نه سترګی پټه وی او ځان له د آسانی لارې انتخاب کوی هغوی د رفاه او د اروپا د ارزښتونو خبری کوی په دی حالاتو کې تکفیری ډلی د ټولنی هغه ځوانان چې له فقر سره مخامخ دی، دهوکه کولی شی.

د جنایې او بې لارې غیر مسلمانانو جذب کول

هغه زیاته کړه: تکفیری ډلې په دارنګه حالاتو کې ډېر په آسانۍ سره هغه مسلمانان چې کار نه لری او هم هغه جنایې او بې لاری غیر مسلمانان ځان ته جذب کوی، د عربستان او د قطر مالی مرستی له وجهی دا تکفیری ډلې مالی سرچینی زیاتی لری نو ډېر په اسانه دا کارونه کوی او خپل فعالیتونه ترسره کوی.

میحلفی همدارنګه وویل: د ترهګرو ډلو لکه داعش اقدامات د اروپا مسلمانانو ژوند باندې ډېر اثر لری، د دې اساسی مشکل دا دی چې د اروپا هیوادونو خلک فکر کوی هغه څه چې داعش کوی هم هغه اسلام دی. هغوی اسلامی جامه اچه وی او د الله اکبر نعرې وهی خو ولی د شیطان مریدان دی.

هغه ادامه کې وویل: دغه ډلې د امریکا یا د اسرائیل مخالفی نه دې، بلکه د مسلمانانو مخالف دی، دا کوم اسلام دی چې د شیعه، سنی او نورو مسلمانانو سره مخالف دی؟ د هغې آیین زیات د کابالیستی یهودیانو(د یهودیانو یوه افراطی ډله) سره یو دی، د هغې هدف د اسلام نه ناوړه انځور نړۍ ته وړاندې کول، د ترس ایجاد کول، د کلتور ویجاړول، بشرپالنه او هر هغه څه سره چې علم او تفکر سره اړیکه لری ویجاړول دی.

دې مسلمان شوی مجارستانی تاکید وکړو: که نورې ټولنې اسلام په دی شکل سره وپېژندی نو په دغه ټولنو کې له مسلمانانو لپاره بیا ځای نشته.

اروپا کې 45 میلیونه مسلمانان ژوند کوی

هغه ادامه ورکړه: مجارستان کې د مسلمانانو شمېر تقریبا ۱۵ زره کسان دی او اتریش کې نیم میلیون کسان ژوند کوی، په ټوله اروپا کې تقریبا د مسلمانانو شمېر ۴۵ میلیونه کسان دی. چې په دی کې ۳۰ میلیون غرب کې او نور په روس کې ژوند کوی.

هغه وویل: که فکر کول او د عقیدی څرګندولو باندې بندیز وی نو آیا اسلام په وجود لرلو؟ اسلام د سولې، مینې، رحمت او تفکر په بنسټ ولاړ دی، اسلام د سولی دین دی خو ولی هغی وایئ: اسلام د جنګ دین دی ... دا شیطانی کار دی، په ټولو دینونو کې هغه څه چې د الله له اړخه راغلی عشق او سوله ده، هر هغه کس چې له نفرت او ویجاړتوب عقیده لری له اسلام سره او له بل یو دین سره هیڅ اړیکه نه لری.

میحلفی ادامه کې د قرآن سوره رعد ۱۱ آیت إِنَّ اللّهَ لاَ یُغَیِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى یُغَیِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ: حقیقت دا دى چې الله د هېڅ قوم حالت نه بدلوی تر څو پورې چې هغوى خپل اوصاف نه وی بدل کړی. ته اشاری سره وویل: له دی حالاتو نه وتل په دی آیت باندې عمل سره ممکن دی.

هغه په اخیره کې وویل: د بشریت د نجات چابی رحمت کې پټه ده، که مونږ لټون وکړو نو الله به خپل رحمت را باندې کوی، نن د بیدارۍ وخت دی نن د فکر د بدلون وخت دی، مونږ باید فرقه، جدایی او اختلافاتو نه را لری شو او د حقیقی اسلام مننونکې شو چی دا کار د علم او عقل سره کېږی.

http://iqna.ir/fa/News/3464025

captcha