IQNA

د ټرمپ له احکامو د سعودي پېروي او د سياسي سپکاوي منل

22:24 - October 06, 2018
د خبر لمبر: 3481586
نړیواله ډله: د سعودي وليعهد محمد بن سلمان له بلومبرګ خبري آژانس سره په مرکه کښې د دې په بيانولو سره چې د ټرمپ تيلي غوښتنې مو پوره کړې وويل د امريکې له ولسمشر سره د ملګرتيا عاشق يم.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، له سعودي عرب سره د امريکې د تعلقاتو ماهيت ځانګړتيا لري، ځکه چې سعودي واکمنان د امريکې له حکومت سره زياته وابستګي لري او د دغې وابستګۍ لپاره زيات لګښتونه ادا کوي، خو واشنګټن رياض ته له سپکاوي نه په ډکه سترګه ګوري.د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستيو کښې په مي سي سي پي ايالت کښې په يوه انتخاباتي غونډه کښې د څويم ځل لپاره د ډېپلومېټکو آدابو له خيال ساتلو نه بغېر وويل، د سعودي باچا ته مو وويل، د امريکې له ملاتړ نه بغېر تر دوو هفتو پورې هم دوام نه شئ پېدا کولې.
د ډونالډ ټرمپ دغه څرګندونې په ډېپلومېټکو ټولنو کښې له مختلفو ردعملونو سره مخامخې شوې چې ټول ردعملونه په دې اړه وو چې ټرمپ په ډاګه او سرکاري توګه د سعودي سپکاوے کوي. خو د سعودي وليعهد بن سلمان په هغه مرکه کښې چې تېره ورځ يې له بلومبرګ خبري آژانس سره کوله د امريکې د ولسمشر د څرګندونو په ردعمل کښې وويل: «پکار دي ومنوو چې هر دوست به ستاسو په اړه هم ښه خبره کوي او هم بده خبره.» هغه تاکيد وکړ چې له ټرمپ سره د ملګرتيا عاشق يم.»
د محمد بن سلمان دغه نظر څرګندونه له يوې خوا په مينځني ختيځ کښې په کمزوري دريځ کښې د سعودي راتلل دي او له بلې خوا د امريکې د ولسمشر لخوا د سياسي سپکاوي د منلو په معنا ده.
يو بل ټکے دا دے چې محمد بن سلمان له بلومبرګ خبري آژانس سره په مرکه کښې وويل چې د ډونالډ ټرمپ تيلي غوښتنې يې هم پوره کړې دي. هغه په دې اړه وويل: امريکې په عملي توګه له سعودي او د اوپېک له نورو غړيو غوښتي دي چې ورته دې اطمينان ورکړي چې د ايران لخوا د تېلو د توليد د کمښت تلافي دې وکړي او همداسې هم وشوه.»
که څه هم د بن سلمان دغه څرګندونې د ايران له اسلامي جمهوريت سره د سعودي حکومت د دښمنۍ او کينې ښودنه کوي، خو د دغو څرګندونو په باطن کښې يو مهم پېغام موجود دے، په دې اړه چې سعودي منلې ده چې له ايران سره سيمه ايزه سيالي يې په تهران بائېللې ده او اوس په سيمه کښې د ايران د اسلامي جمهوريت له نفوذ څخه د محور  د ګواښ مطلب اخېستنه لري. دغې مطلب اخېستنې ته په پام سره سعودي حکومت د ايران له اسلامي جمهوريت سره  د موازنې د پېدا کولو لپاره د امريکې په مقابل کښې سياسي سپکاوے منلے دے چې د امريکې له سياستونو څخه په پېروۍ سره د تهران په خلاف له واشنګټن څخه مرسته واخلي. د نړيوالو تعلقات نظريه پرداز سټيفن والټ چې د ګواښ د موازنې نظريه يې مطرح کړې ده په دې باوري دے چې له يو برتر قوت څخه پېروي په داسې حالاتو کښې ده چې يو حکومت د زيان مننې او يا د قوت نه لرلو په دليل د ګواښ کونکي قوت په وړاندې د توازن توانمني نه ده لرلې او او د وجود د اتحاد امکان نه لري او د پېروۍ پاليسي غوره کولو ته مجبور دے. په حقيقت، کمزوري حکومتونه د پېروۍ کولو پاليسي غوره کوي.
د سعودي حکومت لخوا له امريکې څخه د پېروۍ د پالېسۍ غوره کول په داسې حالاتو کښې دي چې د ايران اسلامي جمهوريت تل د سعودي په شمول له خپلو ګاونډيانو سره د منثبتو تعلقاتو په لازموالي تاکيد کړے او هيڅکله يې له يو بهرني قوت سره د خپل يو ګاونډي په خلاف ائتلاف نه دے کړے. په همدې لړ کښې د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير محمد جواد ظريف د سعودي په خلاف د ډونالډ ټرمپ له سپکاوي نه د ډک نظر له څرګندولو وروسته په يو ټوئيټ کښې وليکل« ولسمشر ټرمپ په ځلونو ځلونو د سعودي توهين کړے دے او وائي چې د هغه له ملاتړ نه بغېر تر دوو هفتو پورې هم دوام نه شي روړلې. دا يو توهم دے چې امنيت له بهر څخه ټينګېدې شي. مونږ د خپلو ګاونډيانو لوري ته لاسونه غزوو او وايوو چې راځي يوه مضبوطه سيمه جوړه کړوو او دغه استکباري غرور ختم کړوو.»
http://parstoday.com/ps/news/iran-i77064
captcha