IQNA

د حُسيني (ع) څلوېښتۍ پياده تګ، د آزادي غوښتنې او له مظلومانو څخه د دفاع په لړ کښې يوه غونډه

0:23 - October 20, 2019
د خبر لمبر: 3482453
نړیواله ډله: د ايران د ملي امنيت د عالي شورا سېکتر علي شمخاني د ايران د جنوب لويديځ د چذابې په پوله ايزه سيمه کښې د موکبونو د کتنې ترڅنګه د خبريالانو په ټول کښې د حسيني (ع) اربعين يا څلوېښتۍ پياده تګ د آزادي غوښتنې او د فلسطين له خلقو څخه د دفاع لپاره يو محور او د صهيونېسټ رژيم په خلاف يوه غونډه وبلله.
ایکنا راپور له مخې، د پښتو تهران راډیو ویبپاڼې نه په نقل، شمخاني په دغه کتنه کښې چې پرون ترسره شوه د دې خبرې په کولو سره زياته کړه، د سږ کال په اربعين کښې د ايران او نورو هېوادونو په ميلينونو زائرينو په ايران او عراق کښې په پوره امنيت لرلو سره د نړۍ په دغې ترټولو سترې غونډې کښې شرکت وکړ.
د اربعين يا څلوېښتۍ ستر لاريون او پياده تګ له معنوي ارزښتونو او ديني باورونو او په عين حال کښې له نړيوالو پېغامونو سره مل يو ديني رسم دے. د اربعين په لاريون کښې د يو بل په اړه د مومنانو د ايثار، قربانۍ او مېلمستيا کم مثاله جلوو په شان زياتره ځانګړي خصوصيتونه او سوچه ارزښتونه څرګند دي.
په داسې حالاتو کښې چې سيمه له حساسو سياسي بدلونو څخه د تېرېدو په حال کښې ده، اربعين له ظلم سره د دښمنۍ او د ظالمانو په مقابل کښې د ټينګ اودرېدنې په محوريت سره د عاشورې د قيام د مقاصدو د نړيوال کولو لپاره يو فرصت دے. د اربعين د زائرينو ترمېنځ د مسيحيانو او کليميانو په شمول د نورو دينونو د پېروکارو موجودګي د دې حقيقت ښودنه کوي چې د امام حسين (ع) آزادي غوښتونکې او انصاف لټونکې لاره او تفکر يوازې له سني، شيعه او مسلمانانو سره مختص نه دے.
هم هغه ډول چې اميرالبحر علي شمخاني تاکيد وکړ، حسيني (ع) اربعين او له دغه ډېر ستر حرکت څخه د خلقو هرکلے د دې ښودونکے دے چې د اربعين کلتوري فريضه يوازې په کربلای معلی او بين الحرمين کښې نه ده
د قم د علميه حوزې نامتو استاد آيت ا... محسن غرويان د اربعين د ستر لاريون د اهميت او مقام په اړه وائي: په نړيوالو انډولونو کښې د حسيني ويرجنو دغه عظميمه اجتماع ډېره د پام وړ ده او په نړيواله سطح کښې ډېر مهم پېغامونه لري، ځکه چې د نړۍ سياسي شناندي پوهيږي چې هر کله د حضرت امام حسين (ع) عشق دومره زيات خلق راغونډولې شي نو که چرته يوه پېښه رامنځته شي نو يو ځل بيا همدغه ګڼ شمېر خلق په ډګر کښې حاضرېدې او مادي انډولونه درهم برهم او ګډوډلې شي.
له دې نظره د اربعين لاريون له ديني او معنوي ارزښتونو نه علاوه له ژورو سياسي او اجتماعي اثراتو سره مل دے. دغه لاريون د يوې تاريخي ريښې په لرلو سره اوس د مسلمانانو ترمېنځ په يوه ګډه موضوع بدل شوے دے چې د مسلمانانو يوه اجتماعي پانګه او په حقيقت کښې د نرم او تبليغاتي قوت يوه تجلي ګڼل کيږي.
دغې عظمې غونډې اوس کړې شوی دي چې د وحدت او يووالي په لوړه سطح کښې خپل تاثير کول ثابت کړي او د نړۍ د مختلفو سيمو په ميلينونو اجتماع کښې ګډ تشخص څرګند او په ډاګه کړي. البته د دغو فرصتونو ترڅنګه يو لړ ګواښونه هم دغو سترو مراسمو ته متوجه شوي دي. ناامني، ترهه ګريز اقدامات او د اغيارو ډلو نفوذ هغه عناصر دي چې د دغه عظيم حرکت ناامنه کول غواړي چې د هغه د کمزوري کېدو سبب شي. خو دغه لاريون حتی د ګواښ او خطر په حالاتو کښې او د سختيو او کمښتونو باوجود د زائرينو په باطني او خپله رابرسېره شوي عشق او مينې سره په زياته شانداره طريقه او عظمت سره ترسره شوے دے.د دغه شانداره لاريون په جوړېدو کښې د سږ کال او وروستيو کلونو تجربه هم د دغو ارزشتونو د ودې او تکامل ښودونکې ده.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د امام حسين ( ع) نومې د پاسدارۍ د تربيت او افسرۍ د پوهنتون د محصلينو د فارغ التحصيلۍ په مراسمو کښې په يو لړ بياناتو کښې اربعين د اسلام په تاريخ کښې د هغه له وړومبنۍڅرګندېدنې څخه د عاشورې قوت لرونکې رسنه وبلله او د حسيني اربعين په لاريون کښې د معنويت، فکر او معرفت په زياتېدونکې پراختيا او ژورتيا باندې په تاکيد سره زياته کړه، د علم او حکمت خاوندان پکار دي په دې لړ کښې کار او کوشش وکړي.
https://parstoday.com/ps/news/world-i85333
captcha