IQNA

عربی نړۍ د بو عزیزی له ځان سوزولو نهه کاله وروسته

17:57 - December 18, 2019
د خبر لمبر: 3482595
نړیواله ډله: د تیونس ځوان محمد بوعزیزی چې سبزې یې خرڅوله د ۲۰۱۰ میلادی کال د دسمبر د میاشتې په اولسمه (۱۷) نیټه د پولیسو ځواکونو تاوتریخوالی ته په غبرګون کښې ځان ته اور واچاوه او دغه ځان سوزول د ولسی پاڅونونو او د عربو دیکتاتورانو د نسکوریدا زمینه برابره کړه .
ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پشتو ویبپاڼې نه په نقل، د محمد بوعزیزی د ځان له سوزولو نهه (۹) کاله وروسته اوس دغه پوښتنه مطرح ده چې عربی نړۍ په کوم ډول حالت کښې ده ؟د محمد بوعزیزې له ځان سوزولو وروسته  په تیونس کښې زین العابدین بن علی ، په مصر کښې حسنی مبارک ، په لیبیا کښې معمر قذافی او په یمن کښې علی عبدالله صالح یوبل پسې له واک څخه لیرې کړې شول .
په دغو څلورو(۴) کسانو کښې یوازې د مصر پخوانی دیکتاتور حسنی مبارک اوس هم ژوندی دی .
قذافی په ۲۰۱۱ میلادی کال کښې په کورنی جنګ ، عبدالله صالح په تیر میلادی کال کښې  په یوې ځان وژونکی حملې او بن علی هم د روان میلادی کال په سپتمبر میاشت کښې د ناروغۍ له کبله په عربستان کښې په  روغتون کښې مړ شو .
د مصر د خلکو انقلاب په ۲۰۱۳ میلادی کال کښې د پوځیانو په کودتا او په ۲۰۱۴ میلادی کال کښې واک ته د عبدالفتاح السیسی په رسیدا سره عملا ماتی وخوړله .
د لیبیا انقلاب هم په کورنیو جنګونو او د څو ګوڼه حکومتونو په بڼه خپلیدا سره له انحراف سره مخ شو .
د تیونس د خلکو انقلاب د عربو د ولسی انقلابونو  یوازنۍ بریالۍ بیلګه ده .
د یمن دخلکو انقلاب هم په ۲۰۱۵ میلادی کال کښې د دغه هیواد پرضد د سعودی عربستان د ائتلاف په جنګ سره متفاوتې لارې ته ورننوت خو دغه انقلاب له لارې نه دی غړیدلی .
په حقیقت کښې د یمن د دیکتاتور رژیم پرضد د خلکو د پاڅون له نهو (۹)‌کلونو وروسته یمن همدا اوس د څو مهمو بدلونونو کتونکی دی .
لومړنی بدلون دا دی چې انصار الله  غورځنګ او متحدانو یې په پلازمینې صنعا کښې د ملی ژغورنې  حکومت جوړ کړی دی او په یمن کښې  د ترټولو منظمې سیاسی ډلې په توګه مطرح دی او د انصار الله موقعیت د خارجی هیوادونو په تیره بیا د سعودی عربستان لخوا منل شوی دی .
دوهم (۲) بدلون دا دی چې د یمن پرضد د سعودی عربستان دائتلاف په حملې کښې د دغه هیواد ملی وحدت او کوټلتیا له مینځه ولاړه او یمن عملا له سیاسی پلوه د څوګوڼه حکومتونو او له جغرافیایی پلوه د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د له مینځه تلو کتونکی دی .
په دې سربیره عربی نړۍ په فارس خلیج سیمه کښې له اختلافاتو او تعرضونو سره مخامخ شوی ده .
د پوهنتون استاد «محمود سریع القلم »په دې هکله وایی عربی ملی پالنه (Nationalism) د دې پرځاې چې د ملګرتیاو د زیاتیدا سبب شی د عربو هیوادونو ترمینځ د سیالۍ او د تعارض د زیاتیدا سبب شوی ده .
د دغه سیالۍ او تعارض بیلګه د قطر او د عربستان د بحرین د متحده عربی او د مصر د څلورو (۴) عربو هیوادونو ترمینځ داخلی تاوتریخوالی دی او ددغه تاوتریخوالی بایلونکی هم د عربی نړۍ ادعا کونکی قدرت یعنی عربستان وو .
په دې هکله په اخری بدلون کښې په داسې حال کښې چې د عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز په رسمی ډول د قطر امیر شیخ تمیم ته د ریاض په غونډې کښې چې د دسمبر په لسمه (۱۰) نیټه وشوه د ګډون بلنه ورکړه خو دقطر امیر په نوموړی غونډې کښې له ګډون کولو ډډه وکړه او لومړی وزیر یې دغه غونډې ته واستوه .
دریمه (۳) مهمه موضوع دا ده چې د عربو هیوادونو د پاڅونو د پیلیدا له نهو (۹) کلونو وروسته په سیمه کښې د مقاومت د چورلیز موقعیت پیاوړی شوی په دې ډول چې د امریکا شناندی بریان کاټز وایی د مقاومت چورلیز نور  یو(۱) چورلیز نه دی بلکې  هغه یوه (۱) اتحاد ته  لوړ شوی او د دغه چورلیز دفاعی قدرت هم ډیر زیات شوی دی .
له دې موضوع سره په یووخت د سعودی عربستان موقعیت هم د عربی انقلابونو د خلاف او ضد مشر په توګه له لړزانتیا او کمزورتیا سره مخ شوی ځکه چې د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان جنګ غواړی او نورو عربو هیوادونو ته  له بره څخه  ښکته ته د کتلو سیاستونه د ریاض په مقابل کښې د دغو هیوادونو د مقاومت سبب شوی دی .
پر دې اساس ویلی شو د عربی پاڅون د پیلیدا له نهو (۹)کلونو تیریدا وروسته سعودی عربستان باید دخپل سیمه ییز مقام د ښه کولو او په سیمه کښې د ډیرو ماتیو د خوړلو د مخه دنیولو لپاره هڅه وکړی .
عربی نړۍ هم د اقتدار ګرو مشرانو دقدرت د ستنو د سست کیدا ، د ناامنۍ   او د سیاسی ګډوډۍ د زیاتیدا کتونکی ده  .
https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i86659
captcha