IQNA

د معظم لارښود د لمانځه۳۲ ملي غونډې ته پيغام

د لمانځه زده کړه،دودیدا او ورته پابندي،د دیني تبليغ د ادارو یوه حتمی دنده ده

13:16 - October 09, 2025
د خبر لمبر: 3491839
ایکنا -د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی دسی علی خامنه اي،د  لمانځه  ۳۲ ملي عمومی غونډې ته په یوه پیغام کې، په دنیا او آخرت کې د انسان په برخلیک  کې د لمانځه   له  معنا ډکې فریضې او حیات بخښونکي رول ته په اشاررې سره ټینګار وکړ،  د لمانځه زده کړه او دودیدا، د  لمانځه د باطني ظرافتونو  او  هغو ته د پابندئ  بیانول ،  د دیني تبليغي ادارو،  د ټولو دیني  متدئنو مشرانو او  او شخصیتونو   حتمی دنده ده  چې په دې برخه کې باید له  نوو او ماډرنو  آوزارونو  وسیلو څخه  استفاده وشي.

 ایکنانیوز  د معظم رهبر  د اثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر  د اطلاع رسونې  د برخې د ویب پاڼې  له قوله راپور راکړ، د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  د لمانځه   ۳۲  ملي  عمومي  غونډې ته د پیغام بشپړ متن  ستاسو خدمت ته وړانډې کوو.

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

وَصَلَّى اللَّهُ عَلَىٰ مُحَمَّدٍ وَآلِهِ الطَّاهِرِينَ

 د لمانځه غونډه د هېواد یوه ترټولو  ګټه وره غونډه ده، او هغه ورځ چې  دا غونډه پکې جوړېږي،  د کال  یوه مبارکه ورځ ده، او دا په اسلامي فرائضو کې  یوه حیات بخښونکې  او له معنا ډکې فریضې  او  تشخص په خاطر ده. 

لمونځ هغه وخت چې له خپلو آدابو سره لکه خشوع او د معبود ته د ځان  په سپارلو  سره ترسره کېږي، زړه اراموي، اراده پیاوړې کړي، ایمان  توانمن کوي او   او امید ژوندی کړي، او په دنیا او آخرت کې د انسان  برخلیک د  داسې زړه، د داسې ارادې، د داسې ایمان اود داسې امید پورې تړلی دی. همدا ځکه د قرآن کریم او نورو دیني متونو کې د نماز سپارښتنه له نورو سپارښتنو څخه زیاته ده او همدا ځکه  چې په قرآن او نورو دینی متنونو او نورو سپارښتونو کې  د لمانځه سپارښتنه  لا زیاته ده او داسې ده چې  د لمانځه په آذان  کې دا له ټولو کارونو  لاښه  اعلانوي.

 مور او پلار، بیا ښوونکي استاذان  او ملګري، او وروسته د ژوند مقررات او عادات چې له  نماز سره تړلي دي، د دې په خپرولو  کې او  ورته په پابندئ کې  رول لري.

د دیني تبليغ  ادارې، دیني مشران او بیا ټول متدینان، دا  خپله حتمی فریضه ګڼي او په لمانځه له معنا ډک ظرافتونو د بیانولو او د د لمانځه د زده کړې او دودولو لپاره له ماډرنو آوزارونو او هڅونو څخه  او بلاخره  لمانځه ته د هر مسلمان ددنیوي   او اخروي  اړتیاؤ څخه  استفاده  وکړي.

لازمه ده  چې له ښاغلي  قرائتي څخه چې د دغه میوه داره وَنه ئې  لږَولې ده او تر دې حده ئې لویه کړې ده ، د زړه له کومې مننه  وکړم.

والسّلام علیکم و رحمةالله

سیّدعلی خامنه‌ای    

۱۴۰۴/۷/۱۵

https://iqna.ir/fa/news/4309714

captcha