د مائده سورې په دوهم مبارک آیت کې کې څو مهم اسلامي امرونه چې د نازل شوو وروستیو امرونو څخه دي او په رسول اعظم (ص) نازل شوي، بیان شوي دي چې ډير ئې د حج او د الله د کور له زیارت سره اړخ لري. په دې آيت کې ئې د ټولو شعائرو احترام واجب کړی او د هغوی بې احترامي ئې حرامه کړې ده او څو شعائر لکه حرام میاشتې، قرباني، په احرام کې د صید حرمت او د الله د کور حاجيانو خاص ذکر کړی دی: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُحِلُّوا شَعَائِرَ اللَّهِ» (المائدة: 2).
دا آيت په دوام کې ټینګار کوي، اوس چې مکه فتح شوې، تیرې دښمنۍ (لکه په شپږمې هجرۍ کې د مسلمانانو د حج کولو مخنیوی) نباید لامل شي چې مسلمانان تجاوز وکړي: «وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَنْ صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَنْ تَعْتَدُوا» (المائدة: 2). دا امر که څه هم د الله د کور زیارت په اړه نازل شوی، خو په حقیقت کې د یو عمومي قانون په توګه ترې ګټه اخیستل کېږي چې مسلمان باید کینه ونه لري او تیرې پېښې چې تیر وخت کې واقع شوې، په خپل فکر کې بېرته ژوندي نه کړي او انتقام ته ونه ګوري. ځکه چې په هرې ټولنې کې د نفاق او تفرقې یو لامل همدا مسله ده، د دې اسلامي امر اهمیت په مسلمانانو کې د نفاق اور د زیاتېدو د مخنیوي لپاره، په ځانګړې توګه د رسول الله بزرګوار (ص) د عمر پاي په درشل کې څرګندېږي.
د دې بحث بشپړولو لپاره په بل فراز کې فرمایي: تاسو پر ځای دې چې یو بل ته لاس ورکړئ چې له پخوانیو دښمنانو او نن ورځي ملګرو څخه انتقام واخلئ، باید د نیکۍ او تقوا په لاره کې د اتحاد لاس یو بل ته ورکړئ نه دا چې په ګناه او تجاوز کې همکاري وکړئ: «وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَ التَّقْوَى وَ لَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَ الْعُدْوَانِ»(المائدة: 2). د آيت په پای کې د تیرو احکامو د پیاوړتیا لپاره ټینګار کوي چې په الهی تقوا سره د خدای د امر له مخالفته ډډه وکړئ چې خدای سزا ډیره سخته ده: «وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ»(المائدة: 2).