
ایکنانیوز راپور راکړی،د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي نن د نړئ د علمي المپیادونو میډال لرونکو او د لوبو د بیلابیلو څانګو د سلګونو اتلانو په ټول کې دا ویاړمن د ملی قدرت ځلا او د ودې مظهر وباله او ټينګار ئې وکړه؛ تاسو ثابته کړې ده د ملت د بیلګې په توګه ؛د ایران قدرمن هیله رامینځةکونکي ځوانان دا قدرت لری ، چې پر څوکو ودریږي او د نړئ ذهنونه او سترګې د ایران روښانه فضا ته متوجه کړي.
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي همداراز د امریکا د کرغیړن ولسمشر وروستیو ملنډو او چټیاتو او دړکو ته په اشارې سره ووئيل؛ دغه کس هڅه کړې ،د سیمې ، ایران او د ایران د ملت په باب په چټیاتو او دروغجن چلند سره صهیونیسټانو ته روحیه ورکړی او ځان پهلوان وبریښوي ، خو که توان لري، نو لاړ دې شي هغه میلیونونو کسان چې د امریکا په ټولو ایالتونو کې د هغه په ضد چغې پورته کوي،آرامه کړي.
دوي دغه راز دهغو قدرتمنو ځوانانو په ټول کې په شتون خوښي ښودلې چې په همت،زیار او هڅې او په علمي او سپورټي ډګرونو کې ئې دمیډالونو په ګټلو سره د ایران ملت خوشال کړی او ځوانان ئې هڅولي دي، ووئيل؛ستاسو میډالونه د نورو وختونو پر میډالونو دوه چنده امتیاز لری ، ځکه په داسې حالاتو کې مو دغه میډالونه ګټلي دي چې دښمن په نرم جنګ کې هڅه کوي، ملت نهیلی کړي او له خپلو توانمنیو ئې غافله او ناامیده کړي ، خو تاسو دملت د قدرت او توانمنیو په ظاهرولو سره ، دعمل په میدان کې هغو ته تر ټولو کلک او پياوړی ځواب ورکړ.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د هیواد د قدرمنو او ویاړمن و ځوانانو د ناامیدئ په باب ځیني وسوسې او ګونګوسې نه مطاله شوي خبرې وبللې او ټينګار ئې وکړ،زمونږ خوږ او عزیز ایران او قدرمن ځوانان ئې د ؛امید مظهر او سمبول ؛ دي او باید دا مهم واقعیّت درک کړو چې ایرانی ځوان د همت او زیار او ه څې په شرط څوکو ته د رسیدا توانمنئ او مهارت لري ، هماغه شان چې تاسو قدرمنو د عملی او سپورټي نړۍ پر څوکو تکیه ووهله ::
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي اسلامی انقلابه وروسته په ځينو برخو کې لور نیونکي پرمختګ ته په اشارې سره زیاته کړه ،یو مثال ئې همدغه ستاسو سږکال دبریالیتوبونو ټولګه ده، چې ممکنه ده د هیواد د سپورټس په تاریخ کې بې مخینې وي. دوي دغه راز دنړۍ علمی څوکو ته د وطن د غوه وړتیا لرونکو ځوانانو او زلمیانو د رسیدا په قدرونې او ستاینې سره ووئیل، د تاسو دغه کارونه د ایران د ملت په حساب کې غونډیږي او سترګې او نظرونه ، ایران ته متوجه کوي.
د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود دبریالیو لوبغاړو، بیرغ ته احترام ، سجده او دعا کول ، د ایران د ملت عظمت وباله او وې فرمائیل؛ دالمپیاد قدرمن ځوانان هم اوس یو ډول ځلانده ستوري دي ،البته لس کاله وروسته، د هڅې او زیار ددوام په شرط د یوه لمر په څير ځلیږي چې په دې زمینې کې د مسئولانو دنده مهمه ده .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته د ځوانانو لوبونکی رول یو دوامداره بهیر وباله او وې وئيل؛ په اته کلن تپلی جنګ کې دا ځوان نسل ؤ چې له ډیرو کمښتونو او خالی لاسونو سره ئې داسط پوځي نوښتونه راوپنځول چې ایران د هغه بشپړ سنبال دښمن په مقابل کې له هرپلوه ئې ملاتړ او تائيد کید، بریالي شول.