IQNA

د تایلنډ د کلتور وزیرې له قرآني مرکز او نوې اسلامي میوزیم څخه کتنه کړې

10:45 - October 20, 2025
د خبر لمبر: 3491889
ایکنا - د تایلند د کلتوري چارو وزیره، زبیده تایسرت، د تلې یا میزان د میاشتې په  ۲۶  له دې چې دا ټولګه په رسمي  توګه پرانیستل کېږي، په یی‌نګو سیمې کې د اسلامي کلتوري میراث او قرآني تعلیم مرکز کتنه وکړه.

 ایکنانیوز له تایلینډه راپور  راکوي،چېد تایلند د کلتوري چارو  وزیرې زبیده تایسرت،  په دغې لیدنې کې، د کرهڼې له  مرستیالې وزیرې  امین مایوسو او ځایي استازو سره یوځای، د پرانیستونکو  مراسمو د چمتووالي د  څرنګوالي  په لیدو سریه ، د قرآنی زده کړې د کلاسونو او هالونو څخه  لیدنه وکړه او د  قرآني تعلیم څوکۍ  ئې هم وکتله  او  د اسلام پر ګران رسول (ص) باندې د صلوات په مراسمو کې ئې له  ځایي اوسېدونکو او د ښځو له مختلفو  ډلو سره یو ځاي  ګډون وکړ.

دا میوزیم   کابو  ۱۸۲ ملیون  په  مالی ملاتړ سره  او د جنوبي سرحدي ولایتونو د ادارې  د مرکز (SBPAC) او د ښکلا د  فنونو  د ادارې  په ملګرتیا سره  جوړ  شوې دی.

په دې میوزیم  کې  کابو  ۷۰ نادرې قرآني لاسلیکل شوي نسخې  هم ساتل کېږي چې ځینې ئې تر ۸۶۰ کلونو پخوانی وخت ته ورګرځي. لاسلیک شوي نسخې  له تایلنډ، ملایشیا، انډونیشیا، ترکيې او يمن څخه  ټولې کړائ شوې دي. د اسلامی میوزیم  او ګاونډي تعلیمي مرکز د جوړولو موخه د جنوبي تایلند د مسلمانانو د مذهبي او کلتوري میراث ساتنه او د کلتوري او مذهبي خبرو دودول بلل شوي دي،  دا ټولګه به په ناراتیوات کې په  یوه   مهم کلتوري او تعلیمي  ځاي  بدله شي.

بازدید وزیر فرهنگ تایلند از موزه جدید میراث اسلامی ناراتیوات

https://iqna.ir/fa/news/4311403    

captcha