ه کردستانه د ایکنانیوز د راپور له مخې د ایران د د کردستان خلکو په خبرګانو کې نماینده او د سنندج د جمعې امام، ماموستا فایق رستمي، د ۱۴۰۴ لمريز د میزان یا تلې دمیاشتې په ۲۶، په سنندج کې په فجر مجتمع کې د قرآن کریم د عمومی سیالیو د اته څلویښتم پړاؤ په پرانستونکو دستورو کې د قرآن کریم په لوړ مقام او عظمت ټینګار وکړ او وې و يل: د دې اسماني کتاب تکریم، په حقیقت کې د حکمت، شفا، رحمت څخه د ډکې سرچینې په وړاندې احترام او تعظیم دی چې د شخصي او ټولنیز پرمختګ او ودې لامل کېږي.
هغه زیاته کړه: د دغه الهي کلام عظمت دومره دی چې نه یوازې مسلمانان، بلکې ډېر غیر مسلمان مشهور متفکرین او پوهان هم ورباندې اعتراف کوی.
د ایران په خبرګانو شورا کې د کردستان د خلکو نماینده د یو بهرني عالم قوله ته اشاره وکړه او وييل: سره له دې چې زرګونه کتابونه په لاس کې لري، خو هیڅ یو ئې د قرآن په څېر مجذوب کړی نه دی دی په دې باؤر لری چې دا کتاب یعني قرآنی د بشر یا جناتو کلام نه دی، بلکې الهي دعوت دی چې د حرکت، عدالت، رحمت او د انسان ژوند د ښه کېدو لپاره دی.
هغه د رسول الله (ص) په دې حدیث باندې په استناد سره چې «زړونه د وسپنې په څېر زنگ نیسي او دا قرآن دی چې صفا کوي ئې او آرامښت ورکوي ، وييل: قرآن د بشر د هدایت چراغ دی چې د رڼا، برکت او معنوي ارامتیا لور انسان هدایتوي.
ماموستا رستمي د قرآني کلتور پراختیا، په ځانګړې توګه په هېواد او سنندج سیمې کې د زرګونو قاريانو شتون، د دغه مقدس کتاب په لور د خلکو د ژورې پاملرنې نښه وګڼله او دوام ئې ورکړ؛ قرآن له یوه دیني کتابه زیات، د انسان د لارښوونې لپاره کامل او جامع منشور دی چې د ژوند په ټولو برخو کې منجمله اقتصادي، کلتوري، سیاسي او ټولنیزو برخو کې د انسان لارښونه کوي.
کابو ۵۰ قرآني متخصصین او مخکښ قاريان به ددغو سیالیو په نارینه او ښځینه برخو کې ددغو سیالیو د قضاوت ا و ارزونې چاره ترسره کړي او د سیالۍ دغه پړاؤ به کابو تر ۱۰ ورځو پورې دوام وکړي ،د راتلونکی لړم یا عقرب د میاشتې په ۵، نیټه به د سیالیو د پای غونډې په ترسره کولو او د پایلو په اعلان سره پای ته ورسېږي.
https://kurdistan.iqna.ir/fa/news/4311361