IQNA

په بشري ټولنه کې د ښځو مسؤولانه ونډه، نقش او وړتيا«لومړۍ برخه»

15:43 - March 19, 2021
د خبر لمبر: 3484181
تهران (ایکنا) - په عامه توګه په شرقي ټولنه کې او په خاصه توګه په اسلامي ټولنه کې ښځه نقش لوبوي، خو خپل نقش شعار نه ګرځوي

د ښځو د حقونو په نامه مبارزه هم په تاریخي سیر کې او هم په اوسني دور کې له لویدیځه سرچینه اخلي، خو په همدغو لوېديځو هيوادونو کې کله هم د نارینه وو د حقوقو په نامه کوم عملي خوځښت یا شعار نه دی تر سترګو شوی

ځکه چې کله هم هلته ښځه د نارینه مساوي مقام ته نه ده رسېدلي، ترڅو نارینه د نارینه په نامه د يو مساوي اړخ په توګه د ښځو په وړاندې د خپلې دفاع په تياري بوخت شي

ښځه تر ډېره په لویديځه ټولنه کې، يوازې د يوې برخې ازادۍ لپاره د ناوړې وسیلې په توګه کارول شوې، چې هغه له اخلاقي چوکاټونو د وتلو ازادي ده

خو موږ هر ډول ازادۍ ته د غلامۍ يا حق تروړلو مقابله کلمه نه شو ويلای

د بېلګې په توګه که د هر ډول انسان هر ډول نفسي غوښتنه ازاده شي، نو بیا خو نه قاتل ته سزا شته اونه د انسانانو نور نفسي خواهشات کومې دایرې او قانون ته اړتيا لري، چې په حقیقت کۍ دا ډول سرغړونې ټولې په اخلاقي فساد کې راځي

بيا نو د ټولې دنیا قوانین بې ګټې ګڼلای شو او انسان به د ځنګلي ځناورو په څېر ازاد پريښودل کیږي!

د انتروپولوجي «انسان پوهنې» اکثر پوهان په دې متفق دي چې د بشري تاریخ له پیله د انسانانو د اخلاقي سرغړونو پېژندنه له اسماني دینونو سرچینه اخلي. او د دې سرغړونو سزاوې هم له اسماني دینونو سرچینه اخلي، بلکې د اکثرو غیر اسماني دینونو اخلاقي خبرې هم په نامستقیم ډول له اسماني دینونو نه اخیستل شوې

د دې بل عقلي دليل او فطري ثبوت دا هم دی، چې د کایناتو خالق د انسان لپاره د هغه له فطرت سره سم دهغه په ګټه لارښونې لري او له نورو مخلوقاتو نه د انسان عظمت او توپیر يې هم اخلاق ګڼلي

د وروستي، کامل او مکمل دین اسلام پیغمبرصلی الله علیه وسلمهم فرمايي چې زه د ښو اخلاقو د ښودلو لپاره مبعوث شوی يم

د نر او ښځې فطري توپېرونه
د نړۍ په تاریخ کې د ښځو اونارینه وو ترمنځ هغه مساوات چې له فطرت سره اړه لري، کله هم نه دی رامنځ ته شوی او نه به د دې نړۍ د بقا تر وروستۍ ورځې رامنځ ته شي

که دا د اداري او دفتري کارونو په برخه کې وي، که د سیاست په برخه کې وي اوکه د جګړې او سولې په برخه کې وي

تر اوسه په هغو هيوادونو کې چې تر ټولو زیات پکې د ښځو د حقوقو د دفاع شعار ورکول کيږي، لکه امریکا؛ نه یوازي دا چې هلته ښځه کله هم منتخبه ولسمشره نه ده راغلې، بلکې دفاع وزیره، د ملي امنیت مشره او يا هم د پارلمان مشره نه ده غوره شوې. هلته د حکومتونو د مهمو او کلیدي څوکیو او وزارتونو څلورمه برخه هم له ښځو سره نه وي او کله چې هم کومه څوکۍ ورکول شوې، نو تر ډېره يې واک يوازې تشریفاتي وي، اصلي واک له نورو واک لرونکو ادارو سره وي.

د درېمې نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې د لویديځو مالدارو هيوادونو د خوشحالولو لپاره او یا هم د هغوی د فشار له امله په پارلمان کې ښځو ته يو شمېر انتصابي څوکۍ ورکول کیږي، ځکه چې په ټولنه کې په انتخابي توګه ډیرې کمې میرمنې بری مومي، ولې چې اکثره ټولنې ښځو ته زیاته رايه نه ورکوي

البته حکومتونه، مشهور ګوندونه يا واکمنې ادارې، د پیسو په بدل، تبلیغاتو او يا په جعل کارۍ ځینې میرمني په ناطبعې  ډول په انتخابي څوکیو بريالۍ کوي. خو اکثره ټولنې په طبيعي او فطري توګه، کله هم د نارینه په وړاندې ښځې د واک او سیاست ډګر ته نه وړاندي کوي. دا د ښځې کمزوري نه ده، بلکې دا فطري وېش دی

که اسلام ته راشو نو په اسلام کې واکمن په ځمکه کې خلیفه دی او د خلافت کامل تصور او سرچينه انبياء علیهم السلام دي، چې ټول نارينه وو او یوه هم ښځه نه ده پکې تېره شوې، خو د اکثرو په ژوند کې میرمنو ځواکمن نقش لوبولی

دا د فطرت له دو پايو نه جوړ نظام دی، چې هر لور ته پايه يې خپله خپله فطرې اړتيا پوره کوي، که دا پايې يوه د بلې پر  ځای وکارول شي نو د فطرت نظام ته زیان اړوي

موږ د موضوع د روښانولو لپاره په ساده ډول په مخلوق کې د موټرانو جوړلو ديوې کمپنۍ د ډيزاینر يا مالک مثال راوړو

کله چې دا کمپنۍ دوه ډوله ارزښتمن موټران جوړوي، يو ډول سترې او بار وړونکې لارۍ جوړوي، تر څو له ناهموارو سیمو او د غرونو له لمنو او يا ځنګلونو نه درانه بارونه ولېږدوي او بل ډول ټيټ، نرم او نسبتا نازک موټران جوړوي تر څو په پخو سړکونو او د ښارونو په کوڅو کې خلګ پکې سورلۍ وکړي. کمپنۍ له دواړو سره په لیکلې ډول لارښوونکې پاڼې درکوي، چې ورکې د هر يوه د کارولو ځای او توان په ګوته شوی وي. اوس که د يوه او بل پر ځای کارول کیږي، نو دا د کمپنۍ د موخې او لارښونې خلاف کار دی، چې دواړو ډوله موټرانو او مالکانو ته يې د ګټې پر ځای زیان دی!

د انسان خالق دوه جنسه یو له بله متفاوت خلق کړي او د هر يوه فطري وړتیا، دندې اوځانکړنې يو له بله توپير لري، نو همدا فطري توپيرونه دي، چې دندې او وړتياوې سره جلا کوي

د بیلګې په توګه په اکثره شرقي او ټوله اسلامي ټولنه کې میرمنې ځینې تر شپږو کم ماشومان زیږوي او ځینې يې تر شپږو زیات زیږوي، خو که اوسط شپږ ونیسو، نو هره میرمنه چې شپږ اولاده وزیږوي، هربچی يې ۹میاشتې په ګيډه کې وي او دوه کاله د مور شیدو ته اړتيا لري. نو هره ښځه په خپل هر ماشوم ۳۳ میاشتې د يوه نورمال انسان په توګه ټولنیزي چاري پرمخ نه شي وړلی. دې ته چې په شپږو کې ضرب ورکړو، نو هره شرقي میرمن شپاړس نیم کاله د دفتري او سیاسي کارونو لپاره د نارینه وو په پرتله  نورمال او فعال ژوند نلري

همداراز په شرقي ټولنه کې په عمومي توګه زیاتې ښځې له اتلس کلنۍ نه تر ۲۸ کلني پورې ودونه کوي. که موږيې منځنی حد درویشت کاله واخلو نو له درویشت کالو سره چې شپاړس نيم جمع شي، شپږ میاشتې کم ۴۰  کاله کیږي. معنا دا چې ښځه تر۴۰ کلنۍ پوري د ټولې ځوانۍ د انرژۍ په دوره کې د نارینه وو په پرتله د دفتري او سیاسي کارونو لپاره غیر نورماله وي!

اوس نو که کومه ښځه واده نه کوي، یا اولاد نه راوړي يايې نه کیږي، یا کومه ښځه د نارینه په څېر ځینې فطري او فزیکي وړتیاوي او مشابهتونه لري او يا د ځینو هيوادونو حکومتونه د اولاد زیږولو په برخه کې ځانکړي قوانين لري، نو دا بيا استثنائي ارقام دي، چې په عمومیاتو کې نه راځي

دا د فطري توپیر د څيړلو په موخه تش یواسانه مثال و

نو که د ښځو د حقوقو په لړ کې پر هغو برخو تمرکز کیږي چې د فطري مساوات په لوري هڅه وي، دا ناسم تصور او ناممکنه اصلاح ده. بلکې د ښځو هغه حقوق چې په فطري ډول يې ښځه مستحقه ده باید رعایت شي، چې په هغو کې ښځه د يوه حقدار انسان په توګه له هر ډول جبر نه ازاده او د انساني ژوند يوه اړینه برخه ده؛ د نارینه په مقابل کې حقیراو ټيټ ګڼل یې ظلم اوجرم دی؛ هغه د خپل خاوند لپاره مملوکه، اجیره او يا غلامه نه ده، بلکې د کورنۍ برابره شریکه ده؛ له جنسي بي وفايي نيولې تر نورو جرمونو پورې، د ژوند دواړه شریکان پر يوه او بل مساوي نیوکه کولای شي او قاضي ته تللای شي

بل لور ته په اسلام کې اولاد هغه ماتحت انسانان دي، چې په يوه وخت کې دوه امیران لري او د دواړو يو ډول احترام ورباندي لازم دی، چې يوه يې مور او بل يې پلار دی

دواړه مور او پلار د خپلې، خپلې فطري وړتيا سره سم د اولاد په روزنه او لارښوونه کې مکلفیت لري. چې دلته هم ښځه بې برخې او ټیټه نه شي ګڼل کیدای

استاخپلواک

nunn.asia

captcha