
ایکناخبری آژانس دپارس ټوډې له قوله رآپور راکړ، دافغانستان په کندهار ولایت کې دیوې خیریه ادارې مشرې وئيلي دي ، وسله وال طالبان د شپې په وخت دهغې کور ته داخل شول او د هغې د کورنۍ د غړو له وهلو ټکولو وروسته له هغه ځایه لاړل او دکورنۍ غړو ته ئې سخت ګواښونه هم کړي دي .
میرمن فهیمه رحمتي د طالب ډلې لخوا د عامې معافۍ وروستی فرمان یوه ملنډه او مسخره وبللی او وې ويل، دغې وسله والې ډلې هغې او د هغې د کورنۍ غړيو ته د مرګ دړکې ورکړې دي.
د بشري حقوقو ادارو د دغې پېښې د هر اړخيزې څېړنې غوښتنه کړې ده. همدارنګ د بشري حقوقو څارونکې ادارې له نړيوالې ټولنې او طالبانو وغړښتل چې د دغې پېښې او په کابل کښې په اميدوارې ښځې باندې د ډزو د واقعې دې تحقيق وکړي.
د طالبانو د کلتوري کمېشن غړي انعام الله سمنګاني هم په قندهار کښې د ښځو د حقوقو د فعالې په کورنۍ د حملې په اړه د تحقيق کولو وعده وکړه.