IQNA

په افغانستان کې دهلکانو او انجونو ښونځي په جلاجلامعلمانوسره پرانیستل کیږي

20:52 - October 07, 2021
د خبر لمبر: 3484754
تهران (ایکنا) ـ طالبان وائي ،د انجونو دښونځیو  لپاره  د اسلام د دین په اساس  او د سالم چاپیریال د رامینځةکولو لپاره د طالبانو له خوا  نوی پلان ډير زر بشپړ او وړاندې شي . 

ایکنا خبري آژانس  دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ په افغانستان کې د طالبانو د معارفو وزارت  سرپرست نور ا..منیر په یولړ څرګندونو کې ووئيل په افغانستان کې دهلکانو او انجونو ښونځي د جلاجلا معلمانو او د اسلامی ستر په رعایتولو سره پرانیستل  کیږي .

 هغه وئیلي دي،د انجونو په ټولګیو کې د ښځينه معلمانو او د هلکانو په ښونځیو کې د نارینه معلمانو شتون به لازم الاجرا وي او په دې باب د ملګروملتو د ماشومانو دملاتړ د بسپنې یونیسف اجرائي مرستیال عمرعبدي ته هم لازم توضیحات وړاندې شوي دي .

 د طالبانو د معارف وزارت سرپرست زیاته کړې ده طالبانو ډله هیڅکله هم د انجونو له زده کړې سره مخالفه نه ده او دا موضوع  له دې مخکې   هم په کرتو اعلان شوې ده . 

 د نور ا.... منیر په وینا ،ټاکل شوې ده ،د    انجونو دښونځیو  لپاره  د اسلام د دین په اساس او د سالم چاپیریال د رامینځةکولو لپاره د طالبانو له خوا  نوی پلان ډير زر بشپړ او وړاندې شي . 

 هغه له دې مخکې هم وئيلي وو،دزده کونکو لپاره د پوښښ د خاص ډول د اجباري کولو لپاره هڅه نه کیږي،خو د زده کونکو ستر یا حجاب باید  له شریعت او د افغانستان له فرهنګ سره سمون وخوري.طالبانو له همداراز له دې مخکې هم په یوې اعلامیې کې  د افغانستان  استاذانو محیلینو ، حکومتی او غیر حکومتي تعلیمي موسیسو  ته په خطاب کې وئيلي وو ،د میرمنو او سړیو  په تعلیمي فعالیتونو کې  دنفي بدلون  په باب هیڅ اندیښنه نشته او  او  دتعلیمي او اداري درست پرسنل  دې له کوم ځنډ  یا غفلت پرته   خپلې دندې  ترسره کړي .

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i106564

captcha