IQNA

د سلواغې په ۲۹،د مصر د پورټ سعید قرآني نړیوالې سیالۍ پيلیږي

16:35 - February 05, 2022
د خبر لمبر: 3485368
تهران(ایکنا) – د مصر د پورټ سعید ولایت د قرآن د حفظ  او د دیني مداحۍد نړیوالو سیالیو پنځم پړاؤ   ددغه هیواد  لومړي وزیر مصطفی مدبولی په شتون سره د سلواغې په ۲۹په نیټه ترسره کیږي .

ایکناخبری آژانس د الدستور له قوله راپور راکړ ،د مصر د پورټ سعید ګورنر تورن جنرال عادل قضبان ددې خبرې په کولو سره چې د ولایت مسئولان ددغو نړیوالو سیالیو درستې سریزې پاي ته رسولي دي ، په دغو سیالیو کې د عربو، افریقائي ، اروپائي شپږ شپیته هیوادونه او هم امریکا او کینیډا ګډون کوي .

هغه ووئيل ددغو سیالیو په دوام کې به د دوو اغیزشیندونکو اسلامی شخصیّتونو څخه ،یعني د مصر د لوړپوړو علماؤ د شورا له یوه غړي احمد عمر هاشم  ، دقرآئت د استاد احمد نعینع  او  د مصر د قرآن کریم ریډیو مشر رضا عبدالسلام درنښت هم وشي .

 د سیالیو ددغه پړاؤ اجرائي مدیر  او بنسټګر عادل مصیلحي هم پخپل وار ووئيل،په ګډون کونکو کې به،د سړیو لپاره  دقرآن کریم دحفظ په څلورو څانګو کې  او دغه راز د میرمنو په یوې ځانګړي برخې کې او ددینی سرودونو  او دیني مداحیو په برخو کې سره سیالۍ وکړي .

ددغه پړاؤ قضاؤت مشري به  د مصر د قرآن کریم د ارزونې د کمیټې د مشرعبدالکریم صالح په مشرتوب سره د یوې نړیوالې کمیټې په غاړه وي . او ددغې کمیټې په نورو غړو کې ،د متحده عربی اماراتو، یمن ، لیبیا او مالی هیوادونو د غږیزو چارو کارپوه عبدالفتاح طاروطي ،طاها  عبدالوهاب قاري  ، الحان ، حسام صقر شامل وي .

ددغو سیالیو  پرانیستونکي دستورې  به د فرورۍ په اتلسمه نیټه د جمعې په مازدیګر  ترسره  او اټکل کیږی، چې د مصر د اوقافو ،د ځوانانو اوسپورټي چارو وزیران او لوړپوړي عالمان هم شتون ولري او دغه سیالۍ به د فرورۍ تر دووویشتمې نیټې پورې دوام ومومي .

https://iqna.ir/fa/news/4033784/29-%D8%A8

captcha