قرائت

IQNA

بچوې
ایکنا- د حضرت ابوالفضل العباس(ع) د سپېڅلي حرم اړوند د قرآن کریم علمي ټولګې، د رسول اکرم(ص) د رحلت د کلیزې له رارسېدو سره هم‌مهاله، د دیوانیې په ولایت کې د دوو قرآني تمځایونو له لارې زائرانو ته قرآني خدمتونه پیل کړي دي.
د خبر لمبر: 3493177   خپرونې تاریخ : 2026/08/12

ایکنا- د حضرت امام علي(ع) د سپېڅلي حرم اړوند د قرآن کریم دارالقرآن، د ګډونوالو د مهارتونو د لوړولو او د قرآني مقاماتو په اړه د هغوي د پوهې د زیاتولو په موخه، د ۱۲۰   تنکیو زلمیانو په ګډون یوه تخصصي سیالي ترسره کړه.
د خبر لمبر: 3493174   خپرونې تاریخ : 2026/08/12

 د مسلمانوعالمانو نړیواله اتحادیه!
ایکنا-  د مسلمانو عالمانو د نړیوالې اتحادئې مشر علی قره داغي ،د لوی عالم او مجاهد شیخ محمد سعید کعباش د مړینې  په مناسبت د الجزایر ولس او  اسلامی امت ته تسیلیّت ووایه.
د خبر لمبر: 3493172   خپرونې تاریخ : 2026/08/11

ایکنا- محمود حسن اشرفي، د بنګله‌دېش یو ۱۸ کلن نابینا ځوان دی چې د سعودي عربستان د قرآن کریم د ۴۶  نړیوالې سیالۍ په وروستي پړاو کې په مکه مکرمه کې ګډون کوي.
د خبر لمبر: 3493170   خپرونې تاریخ : 2026/08/11

 ایکنا- ؛کردان او د قرآن ژبه» نومې مستند فلم د عراقي فلم جوړونکي او تهیه کوونکي «حیدر غني» نوې پروژه ده چې د عراق په کردستان کې فیلمبرداري شوې ده.
د خبر لمبر: 3493162   خپرونې تاریخ : 2026/08/10

ایکنا- د ترکیې په ختیځ اناتولیه کې د «ګوندوزبي» نومې د اوبو رسولو تأسیسات په داسې ځای بدل شوي چې هېڅکله پکې د قرآن کریم غږ نه خاموشېږي؛ دا یو داسې دود دی چې له څه باندې درې لسیزو راهیسې شپه او ورځ، پرته له وقفې، په کې دوام لري.
د خبر لمبر: 3493157   خپرونې تاریخ : 2026/08/09

ایکنا- د امام حسین(ع) د سپېڅلي حرم دارالقرآن، چې د نجف له علمي حوزې سره په همکارۍ ئې د امام حسین(ع) د اربعین په مناسبت د قرآني تمځایونو طرحه جوړه کړې وه، له ۸۰ زرو څخه زیاتو زائرینو ته د خدمت له وړاندې کولو وروسته دغه طرحه پای ته ورسوله.
د خبر لمبر: 3493156   خپرونې تاریخ : 2026/08/09

ایکنا- په قطر کې د  کتارا  فرهنګي بنسټ د یوې خبرتیا په خپرولو سره، د  کتارا جایزې  د قرآن کریم د تلاوت د نړیوالو ټيلیویژني سیالیو په لسم پړاو کې د ګډون لپاره د نوم‌لیکنې د فرصت تر څنګ، د دغو سیالیو نور جزئیات هم اعلان کړل.
د خبر لمبر: 3493149   خپرونې تاریخ : 2026/08/08

ایکنا- زینب، یوه عراقي ماشومې نجلۍ چې په لیسې کې زده‌کړې کوي، په یوه د ستاینې وړ اقدام کې وتوانېدله چې د قرآن کریم ټول حفظ یوازې په ۴۳ شپو ورځو کې بشپړ کړي.
د خبر لمبر: 3493145   خپرونې تاریخ : 2026/08/06

د وحی پیغام
 ایکنا -   د قرآن کریم د نحل سورې په ۸۹ آيت کې راغلي دي ؛ وَنَزَّلْنَا عَلَیْکَ الْکِتَابَ تِبْیَانًا لِکُلِّ شَیْءٍ
د خبر لمبر: 3493136   خپرونې تاریخ : 2026/08/04

ایکنا- د حسینی اربعین د زائرانو پر لاره د «قرآني تمځایونو» پروګرام، چې د قرآني فرهنګ د دودیدا، د زائرانو د قرائت د اصلاح، د اربعین له فرصت څخه د قرآني ارزښتونو د بنسټیز کولو، او زائرانو ته د وړیا قرآني خدمتونو د وړاندې کولو په موخه جوړ شوی، د لیدونکو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3493133   خپرونې تاریخ : 2026/08/04

ایکنا – د دوبئ د ۲۰۲۷  کال  د قرآن  د نړیوالې جایزې د ۲۹  نړیوالې سیالۍ لپاره د نوم‌لیکنې بهیر د نړۍ د ۱۲۰ هېوادونو له بې‌ساري هرکلي سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3493132   خپرونې تاریخ : 2026/08/04

ایکنا- د حسیني سپېڅلي آستان د عامه اړیکو څانګې د دویم پرله‌پسې کال لپاره د اربعین بهرنیو زائرانو ته د لارښوونې او خدمت‌رسانۍ جامع پلان د څو ځانګړو  ژبو مرکزونو له لارې پلې کړی دی. دا طرحه د دې لپاره جوړه شوې چې د غیر عراقي زائرانو ګډون په اربعیني مراسمو کې اسانه کړي او هغوی ته د ژباړې، دیني او فرهنګي لارښوونو خدمتونه د دغه میلیوني  او ولولناک لاریون  او زیارت د نړیوال ماهیت له مخې وړاندې کړي.
د خبر لمبر: 3493126   خپرونې تاریخ : 2026/08/03

ایکا- په ټولنیزو  چینلونو کې فعالانو د غزې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ اغېزشیندونکي ویډیو خپره کړې، چې د مور له شهادت او د یوازیتوب له سختو شېبو وروسته، قرآن کریم د هغې د مات زړه پناه ګرځېدلی دی.
د خبر لمبر: 3493110   خپرونې تاریخ : 2026/08/01

ایکنا-  د ایران د اسلامی جمهوریت  نړیوال قاری  او تکړه قرانی فعال محمد جواد پناهي  د حضرت امام رضا علیه السلام په مقدس حرم کې  د توبې مبارکې سورې  له ۱۱۱ آیت څخه تر ۱۱۲ پورې د آیتونو په زړه پورې تلاؤت وکړ.
د خبر لمبر: 3493106   خپرونې تاریخ : 2026/07/30

ایکنا - د کربلا ولایت مسئولانو د اعلان له مخې، دغه ولایت به د حسینی اربعین د زائرینو د مناسب هرکلي او خدمت لپاره له چهارشنبې څخه تر دوشنبې پورې په رسمي توګه رخصت وي.
د خبر لمبر: 3493105   خپرونې تاریخ : 2026/07/30

ایکنا- د قطر د اوقافو او اسلامي چارو د وزارت د دعوت او ارشاد څانګې د هېواد په ۱۲ جوماتونو کې د قرآن کریم د اوړي د زده‌کړې ګډ پروګرام پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3493102   خپرونې تاریخ : 2026/07/30

ایکنا- د عمان د   قرآن ریډیو مشر د دې راډیو د شلمې کلیزې په مناسبت په یولړ دستورو کې وویل چې دغه راډیو، د حفص او قالون په روایتونو د قرآن کریم د نسخو د چمتو کولو ترڅنګ، د عماني قاریانو د تلاوتونو ثبت ته هم ځانګړې پاملرنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3493101   خپرونې تاریخ : 2026/07/30

ایکنا-  د ایران د یوه نړیوال قاری او تکړه قرآنی فعال محمد جواد کاشقی  د حضرت امام رضا علیه السلام په سپيڅلي حرم کې  د شوری سورې  له ۱۷ تر ۲۲ پورې د آیتونو او دغه را زد عصر سورې  په زړه پورې تلاؤت کړی دی.
د خبر لمبر: 3493093   خپرونې تاریخ : 2026/07/28

ایکنا- د قطر د اوقافو او اسلامي چارو وزارت د یکشنبې په ورځ، د زمري په ۴مه، د «تر ټولو  غوره» په نوم د  قرآن کریم  د نړیوالو سیالیو  د دریمې مرحلې مقدماتي پړاو پیل کړ.
د خبر لمبر: 3493090   خپرونې تاریخ : 2026/07/28