سټریس غالبا د اوسنیو ټولنو په یوې ځانګړنې بدله شوې ده . د ژوند د سټایل پر مولفو او دهغو پر اغیزو په قرآن کریم کې په ډاګه بیان کړی دی. «سَنُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ بِمَا أَشْرَكُوا بِاللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا وَمَأْوَاهُمُ النَّارُ وَبِئْسَ مَثْوَى الظَّالِمِينَ؛ ډير زر به د کافرانو په زړنو کې په دې خاطر چې له کوم دلیل پرته ئې ځینی شیان له خداي سره شریک کړي دي ،وویروو او دهغوي ځای جهنم دی او څه بد ځائيګی دی د ستمکارانو ځاي (آل عمران سوره= ۱۵۱)
هغه دلیل چې خداوندمتعال ئې په دغه آیت کې د دوي په زړونو کې د ویرې او وحشت د رامینځةکیدا د علت په توګه بیانوي،دا دی چې ځیني شیان ئې له کوم دلیل پرته له خداوندمتعال سره شریک کړي وو (بما اشرکوا بالله ما لم ینزل به سلطانا).
خرافاتو ته مخه کول او او ددلیل او برهان څخه لیریوالی ، انسان د ژوند دمختلفو پيښو په وړاندې ډير ناتوانه کوي ،ځکه دغه شان کسان په آسانۍ سره له محاسبتي تیروتنو ته مخ کیږي او که یوه پيښه د دوي په ژوند کې رامینځة شي، نو دا موضوع د دوي په نظر :ې ډيره ستره بریښوي او له ویرې سره مخ کیږي ،هماغه شان چې په اوسنی دنیا کې هم قدرتمند خلک وینو چې له ډيرې واړې پيښې ویریږي،ځکه د ځان لپاره ئې په ژوند کې کوم مضبوط تیکه وهونکی ځاي نه دی ټاکلی.
یو مهم ټکی دا چې په تفسر نور کې لولوو؛ په احد کې د مسلمانانو له ناکامۍ وروسته ابوسفیان و دهغه لښکر چې تر دې دمه دمدینې له شاوخوا ډير لیرې شوی نه ؤ ، وې وئيل ، مسلمانانو نابود شول، او باقي پاتې ئې وتښتیدل ،ښه ده بیرته وګرځو او ریښه ئې وچه کړو. خو خ داوندمتعال دهغوي په زړونو کط داسې ویره او وحشت واچوه چې د ماته خوړلو په شان مکې ته بیرته ستنه شول ،ځکه دمسلمانانو د حملې په فکر کې وو.
د تفسیر نور په اساس ځيني پیغامات مونږ ته رازده کوي چې ،
«لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطاناً».
6 شرک،یو ډول ظلم دی ؛«بِئْسَ مَثْوَى الظَّالِمِينَ».