نیک اخلاق دهغو صفتونو ټولګې ته ويل کیږي چې که انسان ئې پخپلو اړیکو کې پټه وکاروي ، نو نه یوازې د هغه شان او ځائيګی نه کمیږي او واړوکی نه کیږی،بلکې په خلکو کې لامحبوب کیږي او په یوه اصطلاح دخلکو په سترګو ورځي.
ښه اخلاق (حسن خلق) د انسانانو په اړیکو کې او دغه راز له ټولنیز پلوه داسې ديرې ښې اغیزې لري چې نشي شمیرل کیدلی. د مثال په توګه ښه اخلاق د خلکو د پام او مینې د جلبولو سبب کیږي، د مینې او محبت جلبول د خلکو د اعتماد دجلبولو سبب کیږی او دغه راز وار د واره د خوش اخلاقه انسان لپاره برکتونه او ګټې رامینځةکیږي . له همدې امله خداوندمتعال په قرآن کریم کې پیغمبر ته په خطاب کې فرمائي، «فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ ؛ د خدای د رحمت په سبب ده چې ته له دوي سره دموره مهربان او خوش اخلاقه یاست ،که بداخلاقه اوسخت زړی وائ ،نوبیا به د تا له شاو خوا لیرې کیدلی (آل عمران: 159) .
ښه اخلاق له شخصي پلوه هم ډيرې زیاتې اغیزې لري. دمثال په توګه،هغه نفسیاتي آرامښت چې د خوش اخلاقۍ په سبب رامینځةکیږي، د انسان د عمر دزیاتوالي سبب کیږي،لکه څنګه چې نن سبا ډیری مرګونه وینوو چې دمړینې لامل کیږي، سټریس او هغه ته ورته عوامل ئې دی . له همدې امله حضرت امام جعفر صادق علیه السلام په یوه روایت کې چې د هغه بزرګوار د علم دژورتیا ښودنه کوي، فرمائي؛ نیک کار او ښه اخلاق ،کورونه آبادوي او عمرونه زیاتوي؛؛:
هغه لارې چې داخلاقو دعالمانوپه وسیله د ښو اخلاقو د ترلاسه کولو لپاره ئې سپارښتنه کیږي، ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوو.
دغه روده داس ده چې کله انسان پوهیږي ، چې د بخل په نامې سره یوه خوریدونکی اخلاقي ناروغي ده ، نو ددې په اپوټه عمل وکړي او خپل مال او دولت څوبرابره وبخښي
خداوندمتعال د اسلام ګران پیغمبر (ص) په ښو او غوره اخلاقو ستایلی دی «وَإِنَّكَ لَعَلَى خُلُقٍ عَظِيمٍ ؛ (ائ پیغمبر۰)ته ډير ښه او غوره اخلاق لرې؛... له دې امله آئمه معصومین علیهم السلام هغه ترټولو مهمې بیلګې دي چې انسان دهغوی د سیرت په لوستلو او ورباندې په عمل کولو سره په ځاان کې د ښو اخلاقو بنیادونه سسټماټيک کولی شي.