ایکنا د الجزیره له قوله راپور راکړ، د صوفیه پوهنتون استاد پروفیسر تزوتان تئوفانوف د بلغاریه په عربی مکتب کې ځانګړی ځاي لری.
تیوفانوف په 1952 کال کې په صوفیه کې زیږیدلی دی.هغه هغه مهال چې یو زلمی زده کونکی ؤ ،ناڅاپي دکتابونو په یوه پلورنځای کې دعربی ژبې یو کتاب ګوري . دعربی ټکو اوکلمو په لیدو سره له دغې ژبې یادونې سره لیواله کیږي. په همدې خاطر ورپسې کال ئې یعنی په 1972 کال کې د عربی ژبې په څانګکې د زده کړې لپاره دعراق بغداد پوهنتون ته لاړ.
د بغداد له پوهنتونه له ستنیدا روسته د صوفیه پوهنتون استاد شو ا د پخوانیواو ماډرن ادبیاتو ،فلسفې او دعربی تمدن په باب ئې مطالعې ته مخه کړه او یو شمیر آثار ئې له عربی په بلغاري ژبه وژباړل .تئوفانف د ماسکو دختیخي مطالعاتو له موسیسې پي ایچ ډي هم وکړه او په 1992 کال کې د صوفیه پوهنتون د د ختیځي کلتور او ژبو دمرکز مدیر شو . غه په 1998 کال کې هغه مهال چې په بلغاري ژبه د قرآن کریم په ژباړلو بوخت ؤ مسلمان شو او په هماغه کال کې د صوفیه د لوړې اسلامی موسیسې دډيپارټمنټ مشر وټاکل شو. هغه دمګړئ امریکا د ختیځ پیژاندو د ټولنې و دمینځني ختیځ دمطالعاتي بریتانوي ټولنې غړی دی.
تئوفانوف په بلغاریه کې د یوې خپرندوئې له خوا د قرآن کریم د ژباړې لپاره وبلل شو.د قرآن کریم دترجمه کولو وړاندیز په داسې حال کې مطرح شو چې د بلغاریه د مسلمانانو دیني فعالیتونه لامحدود شوي وو، خو د بلغاریه کمونیسټ ګوند د قرآن کریم د ترجمې کار یو دینی کار نه،بلکې یو قومي کار تعریف کړی ؤ. په دغو شرائطو سره د قرآن د ترجمې کار له 1987کال څخه پیل شو او تر درو کلونو پورې ئې وخت واخست ،البته هغه شخصتي او عمومی بدلونونو ته په پام سره ، دقرآن کریم ژباړه بیرته ترسره کړها و له دې لس کاله وروسته ئې د قرآن کریم په بلغاری ژبه لومړنی متن چې له عربی ترجمه شوی ؤوړاندې کړ.
د قرآن کریم په ترجمه کولو کې د تئو فانوف په وړاندې مشکلات،د اسلام له دین اوعربی ژبې سره اړونده د ځينو نامو ،کلمو، اصطلاحاتو او عبارتونو لپاره د ټکو او کلمو موندل او همداراز د قرآن کریم د ایتونو د سم مفهوم د منتقلولو لپاره په مختفو معنو کې د ترټولو ښو ټکي اوکلمې انتخاب ؤ.
هغه ژباړه چې تئوفانوف وکړه، په بلغاري ژبه دقرآن کریم لومړنۍ ترجمه وه او په 1944 کال کې د کمونیسټانو قدرت ته له رسیدا مخکې په بلغارستان کې د قرآن کریم د معنو لومړنۍ ترجمه خپره شوې وه چې له انګریزي متن څخه سطحي او زباتي ترجمه وه ، په همدې خاطرځیني کلمې او اصطلاحات غلط ترجمه شول.
تئوفانوف د قرآن کریم د ترجمې لپاره د روسیې، انګریزئ، فرانسیسۍ اوجرمني ژباړو ته توجه درلوده او د قرآن کریم له مفاهیمو سره نزدې ترجمه ئې وړاندې کړې ده . پر دې اساس دتئوفانوف ترجمه په بلغاري ژبه لومړنۍ اکاډمیک ژباړه او یوازینۍ ترجمه ده چې د بلغاریه د مسلمانانو دعموي دارالفتوا له خوا په رسمیّت پيژندل شوې ده.