IQNA

د ارن میسی؛ د قرآڼ له حفظ رانیولې د غزې ترملاتړ او د لمانځه د ادا کولوپه خاطرتر ویستلو پورې

15:48 - February 09, 2024
د خبر لمبر: 3488693
د ارن میسی؛ د قرآڼ له حفظ رانیولې د غزې ترملاتړ او د لمانځه د ادا کولوپه خاطرتر ویستلو پورې (تیتر) ایکنا- د فټ بال پلویان موسی التعمري د اردن مسي نوموي، خو په الصالحین جومات کې همغه شیخ موسی التعمري دی،له خپلې نامې سره مینه کوي او ورباندې ویاړي. له لوبې مخکې د قرآن تلاؤت کوي ، او تل د فټ ګراؤنډ ته له واریدیدا مخکې په بس کې یا د قالی د بدولو په کوټې کې له خداوندمتعال سره په مناجاتو بوخت وي.

ایکنا د عربیک پسټ له قوله راپ،ر راکړ د  اردن د فټ بال لوبغاړې موسی التعمري چې د قرآن کریم حافظ م  دی ،له فلسطین سره په پیوستون  او په اروپا کې ددیني شعایرو ته په پابندۍ کې   دخپلو دریځونو په خاطر  مشهور دی.
د اردن د فوټبال دملی ټيم ستوری موسی التعمري  د آسیائي ملتونو د جام په دغه روان پړاؤ کې  د لویديځي آسیا  د اوسیدونکو لپاره یوه ځانګړی څيره  وه چې په سیمې فاینل کې  د خپل هیواد د ملی ټیم د شتون زمینه جوړونکی شو څو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د آسیا د برلاسه څلورو ټيمونو برخه شي او بیا و رپسې فاینل لوبو ته لاره ومومي.
 التعمري چې د په پنځو باؤري اروپائي لیګونو کې  د اردن د فټبال لومړنی لژیونر  شمیرل کیږي،تر دې دمه بریالی شوی چې په دغه روان آسیالي ټورنمنټ کې د خپل هیواد د ملی ټیم لپاره دوه ګولونه وکړي،  او په حذفی مرحلو کې د اردن ګول  د چانش برابرونې کې  رول  ولوبوي.
 التعمري  له  لوبې مخکې د قرآن کریم په تلاؤت ډير تينګار کوي آو تل  ګراؤند ته له واردیدا مخکې  په بس کې یا د  قالیو دبدلولو په کوټې کې له خداي تعالی سره په مناجاتو بوختیږي هغه په زلمیتوب کې په  آمان په الصالحین جومات کې روزل شوی  او هلته ئې د خپلو استاذانو ترنظر لاندې  د قرآن کریم حفظ هم  پیل کړ.
 په اردن کې د فټپال پلویان هغه د اردن مسی نوموي،خو په الصالحیّن جومات کې هغه ته شیخ موسی التعمري غږ کوي او پخپله هغه  له خپلې دغې نامې سره مینه لری او ورباندې ویاړي. 
 هغه  دلارې په دوام کې فټبال  لوبه خوښه کړې او پکې ډير زیات فعالیتونه ئې کړي ان تر دې چې د ښه فعالیت په خاطر اروپا ته ئې لاره وموندله، خو هلته هم خپلو دیني ادابو ته ډير ژمن دی.موسی لومړنی اردنی دی چې د فرانسې د فټبال په لیګ کې او د مونپلیه
حامد  حسین پشتو: لپاره ئې لوبه وکړه اوپه هغه حده کې ؤ چې د ۲۰۲۳کال د ستمبر ددغه هیوادد میاتې دترټولوغوره لوبغاړي جایزه وګټله.
 هغه درې کاله مخکې  چې د بیلجیّم  په هیورلی لوون  کلب کې ئې لوبه کوله اعلان وکړ ددغه کلب کوچ ورته وئيلي دي،په دې چې د قالیو د بدلولو په کوټې کې ئې لمونځ ادا کړی ،سخت غوسه دی  اوپه همدې دلیل ئې هغه له ټيمه ګوښه کړی دی.
التعمري  په دې باب وائي ، د لومړي هاف ټایم په لووروستیو  کې وه چې د ټیم یوه مربی ته مو ووئيل، که ممکنه وي، غواړم د قالیو بدلولو کوټې ته لاړ شم ا  لمونځ  ادا کړم ،زه رزرؤ لوبغاړی وم او ررزؤ ناست وم ، مربی ووئيل، فرق نه کوي  ځه لاړ شه  البته بیا زر راځه.
 په ورپسې ورځې له سیالس چې  مونږ پکې ماته وخوړله ،د اکسرسایز په وخت د ټيم کوچ  ماپسې راغلو او وې وئيل، زه په دې چې  دوه منټه مخکې کوټې ته لاړې سخت غوسه یم  حق د نه درلود، د لمانځه لپاره له ګراؤنډ ائيریا څخه بهر لاړشې .  ما البته هغه ته ووئيل چې د ټیم یوه کوچ څخه مو تپوس وکړ،خو بیا ئې هم زه له ټیمه څنګة کړم. 
https://iqna.ir/fa/news/4198277

captcha