IQNA

د پیغمبر(ص)له عترته مستضفین، د مځکې مخکښان او وارثان

13:55 - February 27, 2024
د خبر لمبر: 3488793
ایکنا-  د قرآن کریم د قصص سورې په ۵آیت کې راغلي دي ، چې مستضعفین پر مځکې مخکښان او وارثان ګرځوو چې  روایتونو ته په پآم سره ،د پیغمبر اکرم(ص) له عترت څخه دي او حضرت عیسی  پر هغه اقتدا کوي.

د قران کریم د قصص سورې سریزه د  بنی اسرائيلو تاریخ او د حضرت موسی (ع)د زیږیدا او ودې کیسه ده. سره له دې چې په دغوټولو آیتونو کې افعال د تیر وخت په بڼه کې کارول شوي دي ، خو د قصص سورې په ۵ او ۶ آیتون وکې ، د راتلونکي په بڼه د ۵ فعلونو څخه په استفادې سره  فرمائي ؛ وَنُرِيدُ أَنْ نَمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ * وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِي الْأَرْضِ؛مونږ غواړو پر مځکې مستضعفین ونازوو او دوي پر مځکې مخکښان او وارثان وګرځوو او ددوي حکومت پر مځکه  تل پاتې کړو::(قصص: -65).

؛مستضعف؛  په قرآني مفهوم کې د د کمزوري، بې پروګرامه او بې هدفه  عنصر په معنا نه  دی ، بلکې هغه څوک دی چې   د پشپړتیا ، اقتدار او پرتم لپاره  لازم ځواک لري، خو  د ظالم واکمن  له خوا ورباندې ډير زیات دباؤ دی . هغه  په هماغه کمزورتیا حالت کې د عدالت  او پتمنۍ او تقوا په فکر کې دی . آئمه  دهغو پیښوایانو په معنا دي  چې باید  نورپه هغو پسې اقتدا  او تابعیّت وکړي. د هغه جماعت امام پّ شان چې مامومین  پسې اقتدا کوي.

؛منت؛  د لوي او درنده نعمت د بخښنې په معنا دی .په دغه آیت کې  امامت لویه الهي نازونه او دخداوندمتعال  له خوا ټاکل دي ،ځکه چې فرمائي ؛ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً».

همداراز حتمی الهی اراده د ؛ مستضعفین؛ په عنوان وارده شوې ده او د بین اسرائيلو د مستضعفین کید اپه باب نه ده . هغه روایتونه چې په دغه آیت کې  ددغه الهی سنت پر عمومیّت دلالت کوي، پر دې اساس که څه هم  د آیت سیاق دبنی اسرائيلو له قوم سره اړونده دي ، چې دمځکې پرمخ مستضعف شوي دی، خو د آیت ظاهر  پر الهی قانون او ارادې دلالت ښئ چې  د خاصو شرائطو په اساس ، ځینی مستضعفین  د عالم پر مستکبرانو اوظالمانو بریالي کړی او  ددغه مشیّت  دتحقق یو لوړه بیلګه  د ژغورونکي له ظهور سره ده.

دغه آیت په اوسمهال کې د  «يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِنْهُمْ؛ جُملې لپاره  ده چې یوه ډله  د ضعف او ناتوانۍ په لور کاږي، (قصص: 4) دی .ګواکې  فرماي ، مونږ پر هغو کسانو چې کمزوري شمیرل شوي دي، برکت نازلوو او  هماغه کسان  امام ګرځوو. همداراز دوي  د د جابرانو د  حکومت وارثان کوو .  هغه روایت ته په پآم سره چې  په مسلم اوبخاري  کې د پیغمبر اکرم (ص) څخه نقل  شوي دي؛  هغه وخت څه کوئ  چې عیسی ابن مریم نازل شي او  له تاسو دتاسو امام شي(1) مشخص شي  چې هغه مستصعف قوم  چې په راتلونکي کې پر  مځکې دحکومت میراث ورته ورسیږي، له مسلمانانو څخه دی.

په یوه هغه روایت کې چې مسلم نقل کړی دی، هم دوې ځانګړنې ذکر شوي دي،  پیغمبر اکرم(ص) فرمائي؛ زما له امته تل یوه پرګنه ترقیامت پورې د حق په لاره کې جنګ کوي، نو بیا عیسی بن مریم نازلیږي ،بیا  دهغې پرګنې امیر هغه ته وائي ،راشه دمونږ لپاره لمونځ قایم کړه ، عیسی ورته په ځواب کې وائي ؛نه ! ستاسو ځینې په نورو باندې مشران دي.....(2)

له دغه روایته اخستون  کیږي چې اولا دغه پرګنه تل د حق په لاره کې په جنګ بوخته ده . ثانیا، ددغې پرګنې امیر دومره لوي مقام  او کرامت لري، چې الوالعزم پیغمبر  ورپسې اقتدا کوي . اوس دا پوښتنه په ذهن کې راګرځي چې دغه امام څوک دی؟. د اهل تسنن څه دپاسه پنځوسو سرچینو  دغه روایت ذکر کړی دی چې پیغمبر اکرم(ص) فرمائيلي دي، ؛ زما له عترته مهدي ، د فاطمةالزهرا سلام الله علیها یو زوی دی(3)  

البته  ابن حجر هیثمي او متقي هندي  چې  کنزالعمال کتاب لیکونکی دي، هم دغه حدیث راوړی دی او اشاره کوي چې دغه حدیث په مسلم کتاب کې دی.(4)  سیوطي د رسول الله بزرګوار(ص) روایت داسې نقل کوي؛ عیسی نازیلیږي ، بیا د هغه امیر ؛مهدي ؛ وائي ،راشئ دمونږ لپاره  لمونځ وکړئ....(5)  آلوسي هم پخپل تفسیر کې وائي؛  په دغه روایت کې امام هماغه  مهدي دی (6).

 

captcha