IQNA

په ۱۴۰۲لمریز کال کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د بیاناتو قرآني استنادات

12:46 - March 20, 2024
د خبر لمبر: 3488910
ایکنا- آل عمران سوره او د فتح سورې ۲۹ آیت  د پرله پسې دوهم کال لپاره ترټولو زیاته تکراریدونکي سوره او آیت غوره شو.

ایکنانیوز راپور راکوي،په ۱۴۰۲لمریز کال کې  داسلامی انقلاب د معظم لارښود په ویناؤ او پیغامونو کې د سورو او استنادي آیتونو ټولګه،په ترتیب سره ۵۱سورې او ۱۸۲آیتونه وه چې د تیر کال په څير  آل عمران سوره په شپاړس ځلونو سره او د فتح سورېئ ۲۹آیت  په ځلور ځله تکرار  سره له نورو سورو او آيتونو څخه زیاته د حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي له خوا پرې  استناد شوی دی.

په راپور کې وئيل شو يدي ، د اسلامی انقلاب معظم لارښود په ۱۴۰۲لمریز کال کې  د تیرو کلونو په شان  پخپلو ویناؤ کې د قرآن شریف پر ډيرو سورو او  آیتونواستناد کړی او خپل مطلبونه ئې  بیان کړي دي. ایکنا د قواعدو په اساس د ۱۴۰۲لمریز کال  په پاي کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود  د بیاناتو قرآني استناداتو  راپور خپروي  چې  اوس ئې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کوي.

د اسلامی انقلاب د ستر لارښود ترټولو زیات قرآني استناداتو کې د سورئې او آیت د شمیر له پلوه  په ترتیب سره د تیر میاشتې په ۲۱ نیټه  د درست هیواد دعلمیه حوزو  له مبلغینو او طلبه ؤ سره په کتنې کې په ۱۲ سورو سره  او د کب یا اسفند  دمیاشتې په دریمه نیټه د قرآن کریم په نړیوالو سیالیو کې له ګډون کونکو سره په کتنې کې له ۱۴ آیتونو استفاده  کړې ده.

 د استنادي سورو او آیتونو د شمیر ټولګه  هم په ترتیب سره ۵۱ سورې او ۱۸۲آیتونه وو چې په دې مینځو میان کې د ؛آل عمران ؛ سوره ۱۶ ځله او د فتح سورېئ ۲۹ آیت  څلور ځله  د استناد په توګه د دوي په ویناؤ کې ترټولو تکراریدونکي سوره او آیتونه وو.

د آل عمران سورې مضمون؛‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎

د آل عمران سورې اصلي محتوا  د اسلام د دښمنانو په وړاندې اتحاد او صبر ته د مومنانو د بلنې په باب ده . توحید، دخداوندمتعال صفتونه، معاد، جهاد ،امر باالمعروف او نهي از منګر او تولی،تبری او حج په دغې سورې سپړل شوي دي او  د حضرت آدم ،حضرت نوح ، حضرت ابراهیم ،حضرت موسی،حضرت عیسی علیهم السلام په شان د نبیانو  د تاریخ  او د حضرت مریم(س) دکیسې  او د احد او بدر د  غزاګانو  دعبرتونو  تاریخ هم پکې بیان شوی دی.

د فتح سورې د ۲۹ آیت  متن ،ژباړه او تفسیرشوي ټکي ؛

 د آیت متن ؛ مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ ۚ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ ۖ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا ۖ سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِمْ مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ ۚ ذَٰلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ ۚ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنْجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَىٰ عَلَىٰ سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ ۗ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا»

؛ ژباړه؛ محمد(ص)دخداي پیغمبر دی،او هغه کسان چې له هغه سره دي، پر کافرانو ډيرغضبناک او سخت او پخپلو کې سره ډير مهربان دي . دوي په رکوع او سجود کې  وینئ،د خداي فضل او خوشالي غواړي. د دوي(مشخصه)نښه د دوي پرټنډو او څيرو د سجدو له امله ښکاري.دا د دوي صفت دی او په تورات او دهغه په څير په انجیل کې د هغو مړاؤ په څير  دی  چې خپلې غوټئ(زخې) ئې راوباسلي او وده ورکوي څو ستر شي او پر خپلو ډونډو یا تنې ودریږي او  او په ډيرو میو یا غلو سره  کروندګر حک حیرانه کړي ،څو د دوي ډیر والی  کافران غوسه لالهانده کړي ، خداي  له دوي څخه هغو کسانو سره چې ایمان ئې راوړی دی او غوره کارونه ئې کړي دي ،د بخښنې او د لوي انعام او جایزې ورکولو ژمنه  ورکړې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4205277

captcha