IQNA

  محمد بادپا وائي؛

د زین‌الاصوات سیالیو لیدلوری:د حفظ،مفاهیمو اونهج‌البلاغې د برخوزیاتول

13:30 - October 11, 2025
د خبر لمبر: 3491844
 ایکنا =  د زین‌الاصوات سیالیو د قضاوت کمېټې مسؤل د دغې  قرآني پیښې د پراختیا لپاره د راتلونکو پلانونو خبر ورکړ او وې ویل: د قران د حفظ، قرآني مفاهیمو او نهج‌البلاغې برخې به د نوو تعلیمي او څېړنیزو  رودو  سره سیالیو ته ور اضافه شي.  د زین‌الاصوات ملي سیالیو د لومړي پړاؤ وروستۍ مرحله د روان کال په اوږدو کې د آل‌البیت (ع) قرآني موسسې له خوا د قم په مقدس ښار کې ترسره شوه.

 ایکنانیوز  راپور راکوي،د زین‌الاصوات سیالیو د قضاوت کمېټې مسؤل د دغې  قرآني پیښې د پراختیا لپاره د راتلونکو پلانونو خبر ورکړ او وې ویل: د قران د حفظ، قرآني مفاهیمو او نهج‌البلاغې برخې به د نوو تعلیمي او څېړنیزو  رودو  سره سیالیو ته ور اضافه شي.  د زین‌الاصوات ملي سیالیو د لومړي پړاؤ وروستۍ مرحله د روان کال په اوږدو کې د آل‌البیت (ع) قرآني موسسې له خوا د قم په مقدس ښار کې ترسره شوه. دا پیښه، چې د قرآن کریم د تلاوت په برخې کې د ځوانو وړتیاؤ د موندنې او ودې په موخه ډیزاین شوې، د ایران  له ګوټ ګوټ څخه د سلګونو ځوانو اوزلمیو قاریانو او حافظانو کوربه وه. دا سیالۍ د قرآني نور او معنوي بوي  په فضا کې د آل‌البیت (ع) قرآن  او عترت موسسې په هڅو سره ترسره شوې. د دې موضوع په مناسبتد دې سیالیو د تخنیکي او قضاوت کمېټې له مسوول، د محمد بادپا،سره  د ایکنانیوز په مرکې کې د تخنیکي جوړښت د ډیزاین، د قضاوت پروسې، تعلیمي پروګرامونو او د دې پیښې د راتلونکي لیدلوري په اړه جزئيات وڅېړل شول.

د  ایکنانیوز خبریال ورڅخه پوښتنه وکړه ؛ د زین‌الاصوات قرآني سیالۍ د کومو موخو او په کوم ډول رامنځته شوې؟

نو هغه هم په ځواب کې ووئيل؛دا سیالۍ د  کابو یوه کال دوامداره پلان جوړونې پایله وه. د آل‌البیت (ع) موسسه د قرآني استعدادونو د راڅرګندېدو او د زلمیو او ځوانانو په مینځ کې د قرآني سیالۍ د فضا د بیا تعریفولو په موخې سره د دې پیښې د ترسره کولو پریکړه وکړه. له پیل څخه مو ټینګار دا ؤ چې «زین‌الاصوات» نومې سیالۍ یوازې یوه سیالي نه وه، بلکې د ودې او غوړېدو لپاره یو ښوونځی هم دی. له همدې امله، د تخنیکي اړخ ترڅنګ، تعلیمي، تربیتي او کلتوري اړخونو ته هم ځانګړې پاملرنه وشوه.  د آل‌البیت (ع) موسسه تل د قرآن او عترت د کلتور په پراختیا کې مخکښه وه او په دغو سیالیو کې مو هڅه وکړه چې یوه سالمه او له اخلاقو د  ډکې  سیالئ فضا رامنځته کړو، څو ګډونوال د سیالۍ ترڅنګ د ملګرتیا او همدردۍ روحیه هم تجربه کړي.

 ایکنا =  د زین‌الاصوات سیالیو د قضاوت کمېټې مسؤل د دغې  قرآني پیښې د پراختیا لپاره د راتلونکو پلانونو خبر ورکړ او وې ویل: د قران د حفظ، قرآني مفاهیمو او نهج‌البلاغې برخې به د نوو تعلیمي او څېړنیزو  رودو  سره سیالیو ته ور اضافه شي.  د زین‌الاصوات ملي سیالیو د لومړي پړاؤ وروستۍ مرحله د روان کال په اوږدو کې د آل‌البیت (ع) قرآني موسسې له خوا د قم په مقدس ښار کې ترسره شوه.

 ایکنا =  د زین‌الاصوات سیالیو د قضاوت کمېټې مسؤل د دغې  قرآني پیښې د پراختیا لپاره د راتلونکو پلانونو خبر ورکړ او وې ویل: د قران د حفظ، قرآني مفاهیمو او نهج‌البلاغې برخې به د نوو تعلیمي او څېړنیزو  رودو  سره سیالیو ته ور اضافه شي.  د زین‌الاصوات ملي سیالیو د لومړي پړاؤ وروستۍ مرحله د روان کال په اوږدو کې د آل‌البیت (ع) قرآني موسسې له خوا د قم په مقدس ښار کې ترسره شوه.

د تخنیکي جوړښت ډیزاین او د نوې برخې معرفي کول

ایکنانیوز بیا ورڅخه پوښتنه وکړه؛ د «دوخواني»(منافسه خواني یا دوه کسیز تلاؤت   د نوې برخې رامینځته کول د دغو سیالیو له نوښتونو څخه وو. نو په دې اړه نور توضیحات ورکړئ.

 هغه هم په ځواب کې ووئيل؛له تخنیکي کمېټې سره د ملګرتیا له  بلنې وروسته، زمونږ لومړنی اقدام د سیالیو د اجرا او قضاوت لپاره د یوه  دستور العمل برابرول وو څو د کار په بهیر کې روڼتیا، عدالت او انسجام وساتل شي. د دوو پیژندل شویو برخو «قرائت تحقیق» او «قرائت تقلیدي» ترڅنګ، مونږ پریکړه وکړه چې د قاریانو لپاره د خلاقیت نوې فضا رامنځته کړو. له همدې امله، د یوې قرآني موسسې له بریالۍ تجربې په الهام اخیستنې سره مو ، ددوه کسیز تلاؤت یا  «دوخواني» یا «منافسه  په نوم یوه نوې برخه ډیزاین شوه.  په دې طریقې کې، دوه قاریان په زنجیره ي او نوبتي ډول د قرآن آیتونه تلاوت کوي؛ یو ئې یوه برخه لولي او بل ئې ادامه ورکوي. دغه سټایل په قاریانو کې ولوله ،ځوږ، تاندوالی  او تعامل رامینځته کوي او مهارتونه لکه  د غږ یووالی، دلهجې  همغږي، د تلاوت په ډیزاین کې خلاقیت او د ډله ایزې روحیې پیاوړتیا په ځوانو قاریانو کې وده  ورکوي. 

 په اخر کې د ایکنانیوز خبریال   ورڅخه وپوښتل ،د دغو سیالیو یوه ځانګړتیا د سیالۍ ترڅنګ تعلیم ته پاملرنه وه. دا چلند له کوم ځایه رامنځته شو؟

نو ښاغلی  محمد باد پا  په ځواب کې ووئیل؛ مونږ باور لرو چې له تعلیم  پرته سیالي بشپړه معنا نه لري. د سیالۍ موخه وده او پرمختګ دی، یوازې د رتبې ترلاسه کول نه دي. له همدې امله، د سیالیو د ترسره کولو ترڅنګ، مونږ ګڼ تعلیمي پروګرامونه هم ترتیب کړل چې ډير تود هرکلی ئې شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4309112

captcha