IQNA

 د قزاقستان د قرآن کریم سیالۍ،د ایران استازی

څنګه مړه یا خالی وختونه د قرآن د حفظ کولو په فرصت بدلولی شو کړو(فیلم)

13:00 - October 11, 2025
د خبر لمبر: 3491843
ایکنا-  د قزاقستان د قرآنی سیالیو لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت د استازی په توګه لیږدونکي  سید علي حسیني، چې د قزاقستان د قرآنی سیالیو لپاره ئې د چمتووالي په موخه پروګرام درلود، وویل: د قرآن حفظ کول د انسان مړه  او ویده وختونه ژوندي کوي. هغه څوک چې د قرآن حفظولو ته مخه کوي، اړتیا نه لري ټول وخت د قرآن په  تلاؤت او تثبیتولو تېر کړي او له خپلو اصلي چارو پاتې شي.

ایکنانیوز  راپور راکوي، سید علي حسیني، چې د قزاقستان د قرآنی سیالیو لپاره ئې د چمتووالي په موخه  پروګرام درلود، وویل: د قرآن حفظ کول د انسان مړه  او ویده وختونه ژوندي کوي. هغه څوک چې د قرآن حفظولو ته مخه کوي، اړتیا نه لري ټول وخت د قرآن په  تلاؤت او تثبیتولو تېر کړي او له خپلو اصلي چارو پاتې شي. د  مثال په توګه، د تګ پر مهال، د لمانځه ترمینځ، د تګ راتګ په لارو کې، او حتی د نانوائئ په قطار کې، مړه وختونه  یا  خالی وختونه ژوندي کېدای شي او د قرآن آیتونو تکرارولو  او تثبیتولو  ته وخت ورکولای شي.  د قزاقستان د قرآن کریم  د نړیوالو سیالیو دویم پړاؤ  (د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۴  څخه تر ۱۷  پورې، د ۱۴۰۴ کال د میزان له ۲۲ څخه تر ۲۵ پورې) د مینځنۍ اسیا په کچه د نوي قرآني پیښو په توګه ترسره کېږي او د بيلابیلو هيوادونو غوره حافظان به پکې ګډون وکړي. دا سیالۍ یوازې د حفظ په برخې کې ترسره کيږي.  حجت‌الاسلام سید علي حسیني، چې د قم له ولایت څخه دی، د قاریانو د  بلنې او لیږد کمېټې د سکرټریت له خوا د اوقافو او خیریه چارو د ادارې د قرآني  امورو  د مرکز په ملګرتیا سره د ایران د اسلامي جمهوریت د استازي په توګه دغو سیالیو ته ټاکل شوی دی. ایکنا د ټول  قرآن   له دغه حافظ سره په یوه ځانګړې مرکې کې د هغه د مخینو  او د دغې نړیوالې سیالۍ لپاره د چمتووالي په اړه خبرې کړې دي، چې د متن ځیني برخې ئې  تاسو سره هم شریکې کوو.

  ایکنانیوز له ښاغلی حسینی څخه وپوښتل ، د قزاقستان د قرآن کریم د حفظ   دنړیوالو سیالیو دوهم پړاؤ  لپاره د ایران د استازي په توګه ستاسو د ټاکل کېدو مبارکي وایو. مهرباني وکړئ د خپلو قرآني  چارو د مخینې په اړه راته  ووائئ.

حسیني هم ددې پوښتنې په ځواب کې ووئيل؛ د قرآن زده‌کړه مې له اووه کلنۍ پیل کړه. زما مور او پلار زما اصلي هڅوونکي دي، چې د قرآن په وړاندې ئې ځانګړی پام درلود. له ما مخکې زما مشر ورور هم  دټول قرآن حافظ شوی و، چې دا کار زما د قرآن په لور  لا زیاته هڅونه رامنځته کړه.   هغه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې هم ووئيل؛ د قرآن حفظ کول د انسان مړه  یا بیکاره وختونه ژوندي کوي. هغه څوک چې د قرآن حفظ کولو ته مخه کوي، اړتیا نه لري ټول وخت د قرآن په  قرائت لوستلو  او تثبیتولو تېر کړي او له خپلو اصلي چارو پاتې شي. دا په وګړنیز  او شخصي مدیریت پورې اړه لري، خو د مثال په توګه، د تګ پر مهال، د لمانځه ترمینځ، د تګ راتګ په لارو کې، او حتی د نانوائئ په کتار کې، مړه  خالی وختونه ژوندي کېدای شي او د قرآن آیتونو تکرارولو  او تثبیت ته وخت ورکولای شي.  قرآن زما د ژوند په ټولو اړخونو، لکه تحصیلي، معنوي، او حتی د ژوند د لارې په ټاکلو کې بنسټیز ې اغيزې  کړی دی. د قرآن حفظ کول له کلام الله سره ژوره اړیکه رامنځته کړې، چې ډېرې برکتونه ئې په پایلې کې راغلي دي.  قرآن د حافظ لپاره یو ساتونکی او خوندي ځای دی. هغه څوک چې د قرآن په تعبیر «حَمَلَةُ القرآنِ» دی، لکه څنګه چې رسول اکرم (ص) فرمایلي: «کله چې فتنې ستاسو پر سر لکه د تورې شپې ټوټې راټولې شي، نو تاسو ته پکار ده چې قرآن ته پناه یوسئ.»

ایکنانیوز دغه راز  د قم ولایت څخه د حفظ کل په برخه کې د ۴۷ پړاؤ کې  دورې د قرآن کریم په سراسري سیالیو کې (د ۱۴۰۳ کال لیندۍ) د سید علي حسیني  د اجرا یو ویډیوئي کلیپ ستاسو خدمت ته وړاندې کوي،په دې هیله چې د استفادې وړ مو وګرځي.

https://iqna.ir/fa/news/4309505

captcha