ایکنانیوز د الجزیرې په حواله راپور راکوي، دا ویډیو د فلسطینۍ نجلۍ د قرآن تلاوت صحنه ښئ چې د غزې په مرکز دیر البلح کې د الاقصی شهدا روغتون د سردخانې مخې ته ترسره شوې. دا صحنه د فلسطیینو ماشومانو د مقاومت او ایمان څرګندونه کوي چې په سختو شرایطو کې ژوند کوي. دا ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې په چټکۍ سره خپره شوې او د لیدونکو له ستاینې او تحسین سره مخ شوې ده. ځینو کاروونکو د فلسطینيو ماشومانو لپاره د روغتیا او خوندیتوب دعا کړې. یوه کاروونکي لیکلي: «ګرانه، خدای دې وساتي او د خپل پناه لاندې دې بریالی او خوندي کړي.»بل کاروونکي لیکلي: «د فلسطین ماشومان د خدای محبوب دي، د نړۍ اتلان... هیله ده چې د مهربان او رحیم خدای په پناه کې بریالي او خوندي اوسئ.»ځینو نورو د قرآن کریم تعلیمي او دیني رول ته اشاره کړې چې د غزې د ماشومانو زړونه یې له ځان سره تړلي دي. همدارنګه، هغه فلسطیني ماشومان چې په ډلهییزو غونډو کې قرآن حفظ او تلاوت کوي، د کاروونکو له ستاینې برخمن شوي او دا صحنې یې د غزې د نوي نسل د ارادې او صبر د انعکاس په توګه بللې دي، چې د کلابندئ او روانو جګړو په منځ کې ژوند کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4309608