ایکنا نیوز راپور راکوي، د ایران د اسلامی جمهوریت د اهل سنت د مذهبی مدرسو د استاذانو او عالمو د ستاینې او احترام دستورې پرون چارشنبې ورځې د اهل سنت د پلانونې د شورا د سکرټریټ له خوا ترسره شوې.
په پوهنتونونو کې د رهبرۍ د ستر مقام د نمایندګۍ د کمیټې مشر حجةالاسلام مصطفی رستمي په دغودستورو کې پخپلې وینا کې ووئيل، د قرآن کریم د ګرانبیّه آیتونو له شتون سره د علم د اهمیّت او شان په بیانولو کې ژبې د بل څه د وئيلو جوګه نه دي . هغه لومړنی صفت چې خداوندمتعال له خلقت وروسته د انسان په باب بیانوي، علم دی .له پنځون سره په اړونده آیتونو کې هم هغه لومړنی نعمت چې خداوند متعال حضرت آدم علیه اسلام ته کرامت کوي، دا دی چې د آدم په باب امتحان اخلي ، نو خپلو فرښتو ته حکم ورکوي، چې د هغه په وړاندې سجده وکړي. البته دغه علم مسئولیّت هم لری. حضرت امام علی علیه السلام فرمائي؛ هغه تعهد چې خداي تعالی له عالمانو اخستی دا دی چې د م د وږو کسانو د لوږې او د د بې وځله کسانو په وړاندې دې بې پروا ونه ووسي. او چپتیا دې غوره نه کړي.
هغه ووئيل د مومنانو امیر په یوه بل ځاي کې فرمائي؛ خداي تعالی په پیل کې له عالمانو عهد اخستی چې باید د انسانانو لپاره دعلم په بیانولو پسې شی. دغه الهي اونبوي رسالت چې عالمانوته منتقل شوی دی ، هیرډول تفسیر شي، دټولنې د متفکرانو او عالمانو لوي مسئولیّت ورڅخه راپورته کیږي. پر دې اساس باید له خداوندمتعال څخه د تاسو لپاره د اجر دعا وشي.د ایران د اسلامی جمهوریت د اسلامی نظام یوه ویاړمنه حوزه علمي بدلون دی چې مونږ ئې د هیواد په سویه ګورو. په تیرو وختونو کې د مونږ عملی مضعیّت څه مناسب نه ؤ او حتی د هیواد په مرکز کې د ټولنې دعمومی اړتیاؤ د ختمولو لپاره له هندي او بنګله دیشي استاذانو او فارغ التحصیلانو استفاده کیدله .
رستمي په دوام کې ووئيل، نن سبا په یوه ویاړمن وضعیّت کې یوو او په دنیا کې مو دعلم بیرغ پورته کړی دی. د هیوادونو د عملی وضعیّت د ارزونې یوه ځانګړنه په باؤری نړیوالو نشریاتو کې د خپرو شوو مقالو اندازه ده . له اسلامی انقلابه مخکې د ایرانیانو په وسیله ددغو نړیوالو سندنوو او مدرکونو په زرو کې یوه برخه برابریدله ،خو تیر کال الحمد الله دغه اندازه دوه فیصده یعني په زرو کې شل برخو ته رسیدلې ده. یعني د علم په تولید کې د ایرانیو پوهاندو او متفکرانو ونډه شل برابره ده ،په داسې حال کې چې بندیزونو، د هیواد علمي برخه هم ټارګټ کړې ده.
په ایران کې داهل تسنن د جوماتونو شمیر؛
حجةالاسلام رستمي ددې خبرې په کولوسره چې له اسلامی انقلابه مخکې په ایران کې د اهل سنت دجوماتونو شمیر تر زروجوماتونو پورې ؤ،چې دغه شمیر اوس دولس زره جوماتونو ته رسیدلی دی،ووئيل، په درست ایران کې په پوهنتونونو کې د اهل تسنن څخه د علمي پلاؤ دغړو شمیر هم څه د پاسه یو زر څلورو وګړو ته رسیدلی او په ډیر ښه انداز سره فعالیتونه کوي. نن سبا د مونږ د محصیلینو شمیر هم په ځينو کلونو کې څلورو میلیونو کسانو ته هم رسیدلی دی . په داسی حال کې چې له اسلامي انقلابه ترمخکې پورې کابو یو لک اویا زره کسانو پورې ؤ . په کرونائي بحران کې ددې شاهد وو چې مونږ ته ډير تجهیزات او درمل نه راکول کیدل خو په دغه ډګر کې مونږ ډير زیات پرمختګ کړی دی او د مونږ په خپلو پوهنتونونو کې تربیت شوي پوهاندو په همت سره مو دا مسئله په ښه ډول مدیریّت کړه. مخه نیونې یا دفاعي فعالیتونه چې د مونږ لپاره په دفاعي حوزې کې ئې زیات ضرورت دی،هم دعمل د قدرت له امله ده. پر دې اساس باید دپوهنتونوالو او حوزویانو پشمول د هیواد د علمي بهیر لاسونه څپ کړو،یو بل ټکی له تفرقې ډډه کول او دددوست دښمن پيژندل او د فلسطین په تیره بیا د غزې تړانګې د مظلومو خلکو په ملاتړ کې د دیني عالمانو مسئولت دی.
په دغو دستورو کې همداراز د اهل تسنن ددینی مدرسو د پلانونې د شورا د سکرټریټ د زده کړې مرستیال حجةالاسلام غلامحسین توکلي هم پخپلې وینا کې ووئيل، باید دغه شان دستورو او دستاینې محفلونه په ټولو ولایتونو کې ترسره شي،ځکه ټول ولایتونه داسې بزرګان لری چې باید ستاینه اوقدرونه ئې وشي.د غوره کسانو دغه ټولګه یوه هغه لویه پشتوانه ده چې په ولسوالیو کې د زده کړې په مسئلو کې له مونږ سره ډیره مرسته کوی، مونږ دمګړئ په درست هیواد کې د اهل تسنن فعالې ۲۶۷مدرسې لرو. البته احصائې لازیاتې وې ، خو ځیني د طلبه ؤ د نه شتون په دلیل غیر فعالې شوي دي. پر دې اساس لازمه ده ،د سیمې عالمان همت څخه کار واخلی څو دغه مدرسې هم فعالې شی. کابو یو زر اوه سوه طلبه لرو او کابو دوه نیم زره استاذان . د اهل سنت ددینی علومو په نظام کې ځیني حجرې لرو چې په ځينو کې یو یا دوه طلبه دي.
د اهل سنت ددینی مدرسو د پلانونې د شورا د دارلاانشاء د ښونې مرستیال یادونه وکړه ، د زده کړې د شورا جوړښت هم ډير لوي همت دی . په دغې شورا کې تر تیر کال پورې اوه غړي وو، چې په ۱۴۰۲لمریز کال کې دغه شمیر څوارلسو ته ورسید ،نو ځکه دغه کسان باید هغه مسئلې چې په درست هیواد کې منعکس کیږی،راغونډې کړي او د اهل سنت د مدرسو د پلانونې شورا ته وړاندې شي.
په دغو دستورو کې همداراز د ایران د کردستان د اهل سنت د یوې دینی مدرسې استاد ماموستا ملامحمود مدرس همه پخپلو څرګندونو کې ووئيل ، په یوې داسې لسیزې کې یوو چې په مبارکو ممناسبتونو باندې ښکلې شوې ده او زمونږد ټاټوبی خلک ئې له پخوا راهسې په زړه او روح سره ترسره کوي. چې په هغو کې د کرامت لسیزه، د حضرت بی بی معصومه (ع) درنښت، د ابولاقاسم حکیم کلیزه او دغه راز د مامزاد ګانو او بقاع متبرکې درنښت او دستورې شاملې دی.
هغه ووئيل نن د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د علم او شریعت د خادمانو درنښت او قدرونه کیږی، ډیر خوشال وو چې خدای تعالی دغه لوي نعمت مونږ ته راکړی دی او د مختلفو ښارونو د لویو روحانیونو زیارت مو وکړ، په حقیقت کې په دغه شان اقداماتو سره یعني د شیعه او سني عالمانو یو ځای کیدا او د اهل سنت دلویو عالمانو درنښت دښمن خپه کوي او مملکت به آباد کړي ، تر هغه وخته چې چې دعلم په ډګر کې دغه شان اوڅاره او ګډ فعالیتونه او هڅې کیږي، نو هیڅکله به هم زمونږ دغه ټاټوبی دد ښمن د دسیسو له امله کوم تاوان ونه ویني او دښمن به پخپلو تولو دسیسو کې ناکامه او ناامیده شي.
دغه راز د مهاباد د اهل سنت د جمعې امام او د ایران د فرهنګ او اسلامی ارشاد دو زیر سلاکار ماموستا عبدالسلام امامي هم په دغو دستورو کې ووئيل، له نیکه مرغه نن سبا د اهل سنت د مدرسو تحصیلي مدرک ډير معتبر دی او ورته ډير ارزښت ورکول کیږي، نو باید د اهل سنت د مدرسو د پلانونې دشورا مننه او قدرونه وکړم چې دغه شان کار ئې ترسره کړی دی. همرااز د دایران داهل سنت د روحانیونو شهیدانو او د ټولو شهیدانو درنښت کوم . د اهل سنت روحانیون او دینی عالمان تل په اسلامی نړۍ کې د وحدت جارچیان او د مقاومت د جبهې دفاع کونکي دی.په داسې حال کې چې لویدیځي حکومتونه دغزې هیڅ ملاتړ نه کوي ،خو اوس د امریکا او اروپائی پوهنتونونو محصیلینو وجدانونه ویښ شوی دي او میدان ته راوتلی دی او دغزې د مظلومو خلکو ملاتړ کوي ،خو د غزې ګاونډي هیوادونه چې زیاتره ئې مسلمان هیوادونه هم دي ، د ددغو مظلومو او بې څوکه او بې وځله خلکو هیڅ ملاتړ او مرسته نه کوي ، چې ډيره د افسوس خبره ده او ځانونه هم مسلمان ګڼي.باید درست اسلام امت د غزې او فلسطین دمسلمانانو په ملاتړ کې راپورته شي او دخپلو خوئيندو وروڼو مرستې ته ودانګي ،خو دا یوازې ایران دی چې د خپلو فلسطنینو خوئيندو وروڼو په ډیر خلوص او جراءت سره مرسته کوي چې درست اهل سنت په دغه شجاعت او میړنتوب ویاړي.