IQNA

په قرآن کریم کې د بنی اسرائيلو د آيتونو ډير دلیلونه

7:07 - June 06, 2024
د خبر لمبر: 3489329
ایکنا – د موسی او د اسلام په سرکینیو وختونو کې  د یهودیانو په باب د آیتونو ډيروالی داسې نغښتی حکمت لری، چې تر اوسمهاله دنیا پورې اوږدیدلی شي.

په ډيرو آیتونو کې  د حضرت موسی او د بنی اسرائيلو قوم د تیر وخت یا تاریخ  ،له هغه(ع) وروسته د یهودیانو حالاتو او د تاریخ په اوږدو کې او حتی په مدینې کې د قرآن د آیتونو د نازلیدا په وخت کې ددغه قوم چلندي ځانګړتیاوې بیان کړي دی.د یوې واحدې موضوع په باب د آیتونو دغه ډيروالی،باید ددې  موضوع په باب د مسلمانانو حساسیّت  راوپاروي، چې ولې خداوندمتعال  په قرآن کریم کې  له ټولو قومونو او امتونو څخه  لازیات د پنځونې  دعبرت او هدایت لپاره  د یهودو چلندي رودو او اوصافو ته اشاره کړې او دوي ئې خپل  مثال  ګرځولي دي.

 د یهود چلندي رودې اواوصاف  څرنګه ؤ چې دا ټول د هغو په باب تذکر ورکړل شوی دی؟ له ټولو لا مهمه د بني اسرائيلو د اعمالو او اوصافو باطني او اصلي منشا اوسر چینه  څه ده  او څه وه؟ آیا د یهود قوم په باب د قرآن کریم خطاب او دغو ټولو آیتونو بیانول  په مدینې کې د اسلام د سرکینو وختونو د یهودیانو پيژندګلوۍ ته ځانګړي شوي یا دا چې راتلونکي او اوسمهاله صهیونزم  ته  ئې اشاره ده؟

لومړی ټکی شاید دا وي چ ې د بنی اسرائيلو  قوم برخلیک  د مسلمانانو له برخلیک سره ډير شباهت  او ورته والی لري؛ لکه څنګه چې له رسول الله (ص) څخه نقل شوي دي؛زما امت دې د بین اسرائيلو سنت پيشه کړي او په هغه کې ګام پورته کړي او یا د هغو په پلهّ پَل کیږدي ،  دهغوي په شان چلند وکړي داسې چې که دوي کوم سوري ته وخویږي ، نو  دوي هم له هغوي سره  په هماغه سوري کې وخویږي.

دوهم ټکی  د اسلام په سرکینو وختونو کې د پیغمبراکرم(ص) او یهودیانو ترمینځ پيښو ته کتل د لیدو وړ دي . په قرآن کریم کې د ایماندارو، صالح عمل لرونکو او بدعهدو ډلو پښمول  د یهودو په باب دوه دریخ،نه  شته دي . د قرآڼ کریم د آیتونو په اساس،دوهمه ډله  دمسلمانانو په نسبت ترټولو دښمن انسانان دي؛ لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِلَّذِينَ آمَنُوا الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا» (مائده: 83). 

د پيغمبر اکرم (ص) وروسته د مسلمانانو په وړاندې د یهودیانو ددغې ډلې غلیمانه  او فتنه ګر چلند ،نه یوازې کم نه شو ، بلکې وار د واره زیات هم شو او هغه ډير تاوانونه او دسیسې چې د  اسلام دین او مسلمانانو ته ورسیدل، د یهودیانو له خوا وو.قرآن کریم په دې زمینې کې فرمائي؛  وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِنْهُمْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ طُغْيَانًا وَكُفْرًا» (مائده: 68).

په اوسمهاله دنیا کې هم، د صهیونزم د مشکل اهمیّت  هغه که د اسلام دین سره د ضدیّت له پلوه وي او که د فساد فحشاء او توکمپالنې له پلوه ، په مختلفو هیوادونو کې  او هم په مهمو هیوادونو کې د فیصله کونکو او اقتصادي مرکزونو  په ډله ایزو رسندویو د دوي سلطه ،ددغې خطرې له ګواښونو سره د مقابلې لارې چارې او او د دوي دځانګړنو د پيژڼدګلوۍ لپاره د مسلمانانو دنده نندارې ته وړاندې کوي.پردې اساس دا غوره ده چې دغه دښمن  له حیاتي او تعلیماتي سرچینو له نظره  وپيژندو. 

captcha