یو هغه اخلاقی رذالت چې په قرآن کریم کې ورته اشاره شوې ده ، ؛تهمت؛ دی . پر پیغممبر اکرم د مشرکانو تهمتونه چې په کرتو دخدانوندمتعال له خوا پرې غبرګون ښودل شوی دی لکه دالانعام سورې په یویشتم ایت کې فرمائي ؛ وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا»(الانعام/21 ؛ او څوک دی له دې لا زیات ستم او ظلم کونکی چې پر خدای دروغ وتړي) او همداراز د النور سوري په یولسم او دولسم آیتونو کې هم فرمائي؛ افک «إِنَّ الَّذِینَ جَاءُوا بِالْإِفْک عُصْبَةٌ مِّنکمْ لَا تَحْسَبُوهُ شَرًّا لَّکم بَلْ هُوَ خَیرٌ لَّکمْ لِکلِّ امْرِئٍ مِّنْهُم مَّا اکتَسَبَ مِنَ الْإِثْمِ وَالَّذِی تَوَلَّى كِبْرَهُ مِنْهُمْ لَهُ عَذَابٌ عَظِیمٌ* لَّوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ ظَنَّ الْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بِأَنفُسِهِمْ خَیرًا وَقَالُوا هَذَا إِفْک مُّبِینٌ»(النور/11-12) په حقیقت کې هغه کسان چې د اِفک کیسه ئې رامینځةکړه،ستاسو یوه ډله وه. هغه(تهمت او دروغ تړل) ئې د ځان لپاره یو شر تصور کاوه،بلکې په هغه کې د تاسو لپاره یو مصلحت دی. له هغو د هر یوه کس لپاره ( په دغه کار کې ئې لاس درلود) هماغه ګناه ده چې ئې کړې ده، او له هغوی هغه کس چې زیاتره برخه ئې پخپل ګردن اخستې ده، لوي عذاب به ووینی(۱۱) کله هغه مهال چې هغه مو واورید،مومنو ښځو او سړیو نیک ګمان ونه کړ او نه ئې ووئيل؛ دا یو ښکاره تهمت او دروغ تړل دي ؛؟) چې د رسالت د پړاؤ پر ځينو پيښو ئې سپړنه کوي په هغو موردونو کې شمیرل کیږي چې په قرآن کریم کې اخلاق رذیله بلل شوي دي.
؛تهمت یا دروغ تړل؛د د ؛وهم ؛ ریښه ده او د هغه بد ګمانه څرګندونو په معنا ده چې د انسان زړه ئې لاره موندلې ده. هغه چلند دوه ډوله تفسیر لري؛ یعني ښه اخستون او بد اخستون. په انسان باندې په تهمت لګولو کې د چلند،ګفتار او یا د بل حالت په باب اخستون کیږي. دغه اخستون کله کله ځان ته بیرته راګرځي،په دې معنا چې پخپله یو ناخوښ او ناغیړی چلند ګڼل کیږي او کله هم له هغه چلند څخه ،ناخوښې ځانګړنې ارزول کیږي،بې له دې چې پخپله بد او ناخوښ چلنده وي؛ په همدې خاطر کله هم ؛تهمت؛ د یوه عمل او کار د ذات د ځيږوالي اوبدوالي په باب وي او کله هم عمل او چلند یو پل ګرځول کیږي، څو پر انسان ځیني باطني او داخلی بدوالي وتړل شي.
تهمت او دروغو تړل ، له بهتان او ناسم نیّت او خیال سره نزدیکت لري. کله هم څوک د نورو له چلند،ګفتار یا نورو حالاتو بد اخستون لري، خو دغه اخستون یوازې دهغه په باطن کې پاتیږي او ناوړه نیّت ،بدګمانۍ باندې ککړیږي.خو که ناخوښ اخستون رابرسیره کړي دهغه چلند ته ؛تهمت ؛ وئيل کیږي. البته له بهتاان سره د تهمت په توپير کې په ؛بهتان؛ کې انسان پوهیږي هغه څوک چې ورباندې ناروا تور لګوي ، ناسم کار ئې نه دی ترسره کړی، خو د هغې دښمنۍ په څير له نفساني غوښتې او غرض څخه چې کینه ،حسد ، یا ناخوښ چلند او بد رفتار ورپورې تړل کیږي. خو د انسان په تهمت کې له بل چلند څخه هغه خپل اخستون په نظر کې نیسي او پر هغه تور لګوي؛ په داسې حال کې چې نه وي خبر، دغه کار هغه نه دی کړی.
https://iqna.ir/en/news/3490195