IQNA

د روسيې نړیوالو قرآني مسابقاتو نیټه اعلان شوه

14:32 - October 07, 2025
د خبر لمبر: 3491825
ایکنا - د روسيې  د قرآن درویشتمې نړیوالې مرحلې سیالۍ  داکتوبر له۱۵ تر ۱۸ پورې  په ماسکو کې ترسره کیږي.

د ایکنانیوز د  راپور له مخې، د روسيې  د قرآن  د نړیوالو سیالیو د درویشتم پړاؤ سیالۍ  د منی  فصل (پاییز) یعني د اکتوبر له  ۱۵ تر ۱۸  پورې یا  ( د لړم یا عقرب د میاشتې  له   ۲۳ تر ۲۶  نیټې پورې ) په مسکو کې ترسره کیږي.

له قم ولایت څخه ممتاز قاري او د حضرت معصومه (س) مقدس حرم او د جمکران مسجد قاري او مؤذن، اسحاق عبدالهي،   او د قاریانو د بلنې   او د  لیږلو د  کمېټې لخوا په  دغې  نړیوالې سیالۍ کې د ګډون لپاره غوره شوی دی.

هغه تېر کال د  مداحئ په برخې کې د  اوقاف او خیریه چارو د ادارې  څخه  د قرآن کریم څوارلسمې او اوومې مرحلې  په عمومي سیالیو کې   ( د لړم یا عقرب ۱۴۰۳/تبریز) د نارینه ؤ  د تحقیق قرائت په څانګې کې پنځم   مقام ترلاسه کړی ؤ.

اسحاق عبدالهي  د قرآن معلم دی او د بسیج او  د سرې میاشتې د ټولنې په   ملي  سیالیو کې ئې لومړی مقام ګټلی  او هغه د حضرت بی بی  معصومه (س) مقدس آستان استازي په توګه د قرآن کریم د کربلا دجایزې د  حفظ او قرائت نړیوالې سیالۍ  په دریم پړاؤ  کې د تحقیق قرائت په څانګې  کې څلورم مقام  ترلاسه کړی دی.

په دې کال پيښې  کې ایران یوازې د قرآن کریم  د قرائت په څانګې  کې  کسان لیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4308981

captcha