ایکنانیوز راپور راکړ،د ایران د اسلامی شورا مشر محمدباقر قاليباف نن سهار د پارلمان په څرګندې غونډې کې په خپلې وينا کې د مقدسې دفاع اوونۍ د يادولو ترڅنګ وويل: په دغو شپو ورځو کې چې د ايران د ملت د تل پاتې حماسو يادونه کوي، مونږ ته دا رايادوي چې د اته کلنې مقدسې دفاع سرښیندنو د دغه الهي ټاټوبي د خلکو د انساني ظرفيتونو لوړه کچه نندارې ته وړاندې کړې او اسلامي نظام ئې د ايمان، ديني ولسواکۍ او ولايت فقيه پر بنسټ پیاوړی کړی دی.
هغه د اسلامی انقلاب د ستر لارښود د ويناوو په حواله زياته کړه؛ شهيدان د لارې مشالونه دي او د مجاهدت انعام شهادت دی. نن سبا هم د هغه وخت درسونه، لکه د خداي په لارې کې استقامت او د ولايت پر چورلیز اتحاد، له مونږ سره د نننيو آزموينو، لکه د صهيونيسټي جنایتکارانو د تيريو په وړاندې د ۱۲ ورځنئ مقدسې دفاع په برخې کې مرسته کوي او دا ښئي چې د حق او باطل ترمینځ په ولسي او الهي ارزښتونو ولاړې جګړې کې، حق تل بريالی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4307439