IQNA

آيا د بګرام هوائي اډې د بېرته ترلاسه کولو لپاره د امريکا هڅې، د واشنګټن د بهرنۍ تګلارې د ماتې نښه ده؟(مقاله)

14:53 - October 08, 2025
د خبر لمبر: 3491832
ایکنا – د افغانستان د بګرام د پوځي هوائي اډې د بېرته نيولو لپاره د امريکا هڅه، يوازې د واشنګټن د بهرنۍ تګلارې د ناکامۍ نښه نه ده، بلکې د دې هېواد د ځواک او برلاسۍ د زوال په وړاندې د لوېدیځ ضد ائتلاف د بریا یو بشپړ انځور دی.

په افغانستان کې د بګرام هوایي اډه د مات شویو قدرتونو تریخ میراث دی، چې يو ځل بيا د روان کال په سپتمبر کې د جيوپوليټيکي شخړو مرکز ګرځېدلې ده.

د پارس ټوډي د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ په تهدیدي لهجه له طالبانو غوښتي چې دا ستراتیژیکه اډه بېرته امریکا ته وسپاري.

دغه ادعا نه یوازې د طالبانو له خوا په کلکه رد شوې، بلکې د چین، روسيې او هند په څېر د سیمې د قدرتونو له پراخ مخالفت سره هم مخ شوې ده.

زموږ د پوښتنې ځواب روښانه دی: هو، دا هڅه د امریکا د ستراتیژیک کمزوري نښه ده؛ هغه کمزوري چې ریښې یې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه په بیړه وتل دي او اوس په یوه دیپلوماتیک او پوځي بحران بدل شوي دي.

بګرام نه یوازې یوه پوځي اډه ده، بلکې د مرکزي اسیا پر تسلط لپاره یوه کلیدي ټکی دی،  او د دې اډې له لاسه ورکول د امریکا د برلاسۍ لپاره یو نه جبرانېدونکی زیان ګڼل کیږي.

د بګرام اهمیت هیڅوک له پامه نه شي غورځولی.

دا اډه، چې د کابل په شمال کې ۴۰ کیلومتره واټن لري، د امریکا له خوا د افغانستان د اشغال پر مهال (۲۰۰۱-۲۰۲۱) د بې پیلوټه الوتکو عملیاتو، استخباراتي څارنې او پوځي لجستیک لپاره په یوه مرکز بدله شوې وه.

 بګرام د درنو بم غورځوونکو الوتکو د الوتنې، ځانګړو ځواکونو د ځای پر ځای کولو او حتی د چین او پاکستان پر پولو د څارنې امکانات برابروي.

د امریکا لپاره، بګرام د چین د نوې ورېښمو لارې په وړاندې یوه پل وه، چیرې چې واشنګټن کولای شو د پیکنګ نفوذ مهار کړي. خو په ۲۰۲۱ کال کې د جو بایډن د ادارې بې نظمه وتل، چې پرته له متحدینو سره له همغږۍ او د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د تجهیزاتو په پرېښودو او طالبانو ته په سپارلو سره ترسره شول، دا ګټه یې له منځه یووړه.

طالبانو نه يوازې بګرام ونیوه، بلکې دا يې د لوېديځ  د ستر، زورور خو ظالم او مغرور ځواک پر وړاندې د بریا نښه وګرځوله.

نن ورځ، چین د بګرام په شاوخوا کې د کانونو په پانګونو سره خپل اقتصادي نفوذ پراخوي او روسيې د مسکو د فرمټ له لارې د هر ډول بهرني حضور مخه نیولې ده. هند، د یوه سیمه‌ییز قدرت په توګه، هم د امریکا ضد ایتلاف سره یوځای شوی او د هر ډول بهرني پوځي زیربنا غندنه کړې، چې مستقیماً ټرمپ ته اشاره لري.

دا موضوع د نړيوالې سترې سيالۍ په چوکاټ کې خپله مانا لري. بګرام کولای شي د چين د نفوذ پر ضد د امريکا د حضور مرکز وي، خو اوس افغانستان د پردې تر شاه د پګن د نفوذو مرکز ګرځیدلی دی.

ټرمپ د بېرته نیولو په ټینګار سره هڅه کوي د امریکا له لاسه تللی اعتبار بېرته راولي او کورني رایه ورکوونکو ته ووايي چې هغه به بیا امریکا لویه کړي. خو دا یوه خوب ده چې د واشنګټن په ناتوانۍ کې ریښې لري.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې چین د بګرام په شاوخوا کې د کانونو او سوداګریزو تړونونو له لارې د نیابتي جګړې لپاره چمتو دی.

روسيه، د طالبانو په ملاتړ، بګرام د ناټو د کمزوري کولو لپاره یوه وسیله ګڼي او د سیمې هېوادونه د امریکا هر ډول مداخله د سیمه‌ییزې سولې لپاره ګواښ ګڼي.

له بلې خوا، طالبانو په کلکه ټينګار کړی: «موږ هېڅکله بګرام نه ورکوو.» که امريکا په دې ټينګار وکړي، دا کار ښايي نويو نيابتي جګړو ته لاره هواره کړي.

د بګرام د بېرته نه ترلاسه کولو ناکامي به د ټرمپ کورنی اعتبار هم زيانمن کړي، او چين ته به اجازه ورکړي چې مرکزي آسيا بې له سيالۍ ونيسي.

بګرام، چې يو وخت د چين د مهار وسيله ګڼل کېده، اوس د امريکا پر پښو دروند زنځير ګرځېدلی دی.

په پاى کې، دا بحران د امريکا د برلاسۍ د زوال څرګند نښه ده. واشنګټن د خپلو تيز رفتار او تهاجمي تګلارو له امله ستراتيژيکې فرصتونه له لاسه ورکړي، او اوس د لوېديځ ضد ائتلافونو پر وړاندې ګونډه کیش دی.

بګرام يوازې يوه اډه نه ده، بلکې د امريکا د تېروتنو يوه هینداره ده — تېروتنې چې پايلې يې له سيمه‌ييزې بې‌ثباتۍ نيولې تر د امريکا د نړيوال مقام د کمزورتيا پورې، کلونه کلونه دوام کولی شي.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i165628

captcha