یکنانیوز راپور راکوي، د ؛زین الاصوات؛ ملی سیالیو د لومړنۍ مرحلې نهائي مرحله تیره اونۍ په قم المقدس ښار کې د آل البیت(ع) قرآنی موسیسې له خوا ترسره شوه. دغه پيښه چې د قرآن کریم د تلاؤت په ډګر کې د ځوانو وړتیاؤ د پيژندنې او روزنې په موخې سره پلان شوې ، له درست هیواده د ځوانو او زلمیو قاریانو کوربه وه. په همدې انګیزې سره ایکنانیوز د ایران د قرآني سیالیو د غږملونکې لوړې کمیټې څارونکي جاسم حسینی زاده سره خبرې کړې چې په هغو کې ددغې پيښې په مختلفو اړخونو ارزونې شوي دي.
حسینی زاده په دغو خبرو کې ددغې پيښې د ترسره کیدا لوړ کیفیّت ته په اشارې سره ووئيل، د زین الاصوات سیالۍ د اجرا او محتوا د سطحې له پلوه لږترلږه د ملی سیالیو په سوئې وې. له اولسو کلونو څخه په کم عمر لرونکو ډلې او دوهمه ډله هم له اولسو کلونو په زیات عمرلرونکو ځوانانو باندې مشتمله وه چې پخپله د پيښې اهمیّت او کیفیّت او انداز ښئ او حتی په دواړو برخو کې د سیالیو د منلو وړ بلکې تر ممتاز حده کیفیت ئې هم درلود او دا د قرآن په ډګر کې د ټولو عمرونو لرونکو فعالو ډلو د مسئولانو او چاروالو د ژورې توجه ښودنه کوي.
د ایران د قرآنی سیالیو د غږملونکې کمیټې څارونکي د دوه کسیز تلاؤت د څانګې ایجادول ددغه پړاؤ ممتازه ځانګړنې په یادولو سره چې د لومړي ځل لپاره د ال البیت (ع) موسیسې په وسیله د هیواد په سویه پلان او اجرا شوې ده ووئيل؛ دغه بدلون د هیواد د قرآني سیالیو په ډګر کې یو غوره بدلون رامینځةکیدونکی نوښت دی . دغه شان نوښتونه او ایجادونې دي چې د قرآڼی سیالیو په لاره کې بدلون رامینځةکولی او د ځوان نسل لپاره ئې جذابیّتونه زیاتیدلی شي.
حسینی زاده د ددغه شان سیالیو دترسره کیدا اوږدمهاله اغیزو په تحلیل سره ووئيل؛بې شکه د زین الاصوات په څير په ملی کیفیّت او سټندډرډونو سره د سیالیو شتون په ټولو پرګنو په تیره بیا زلمیانو او ځوانانو کې د قرآنی پوهې او مهارت سویه به لوړه کړي . دغه سیالۍ د قرآني ځلانده وړتیاؤ د پيژندګلوئ او د هغود ودې او لوړتیا د لارې د هوارولو لپاره مناسبه زمینه ده.
https://iqna.ir/fa/news/4309115