IQNA

شخصي اخلاق/ د ژبې آفتونه ۱۳

ښکنځل یا بد رد وئيل

10:34 - October 24, 2024
د خبر لمبر: 3490052
ایکنا ښکنځل (کنځل)یا بدې خبرې کول داسې  سپک کار دی چې  له  چا څخه د کرکې او خپګان  په وخت پر هغه   تړل کیږي. دغه عمل په کلي توګه په شریعت کې رټل شوی دی.  ددغه عمل رټل تر دې حده دي چې حتی په قران کریم کې  مسلمانانو ته سپآرښتنه شوې ده چېد مشرکانو خدایانو ته هم کنځل مه کوئ  او مه ئې رټئ 

ښکنځل یا بدې ردې وئيل، یو داسې ځيږ او بد کار دی چې له چا د خپګان او کرکې په وخت پر هغه تړل کیږي. کنځل یا بد رد وئيل د وئيونکي د انګیرې له پلوه په څو برخو ويشل کیدلی شي، کنځل یا ښکنځل کله کله هم د نورو د رټلو او ښکنځلو لپاره  وئيل کیږي. په دغه حالت کې بد رد وئيل او ښکنځل په جدیّت سره ډيره بې احترامي کوي، کله هم بد رد وئيل د ټوکو ټکَلو په انګیزې سره او د خپه کولو له انګیزې پرته ترسره کیږي. پر دوي سربیره ،ځيني وختونو هم دغه ناخوښ صفت د یوه انسان عادت جوړیږی او له کومې خاصې انګیزې پرته د عادت له پلوه  چټیات وائي.

 د ښکنځلو یا رټلو له انګیزې چې ورتیر شو، دغه عمل په کلي توګه په شریعت کې رټل شوی دی.ددغه عمل رټل اوښکنځل تر دې حده دي چې حتی په قرآن کریم کې مسلمان ته سپارښتنه شوې ده چې د مشرکانو خدایانو ته هم کنځلې مه کوئ.لکه د انعام سورې په ۱۰۸آیت کې راغلي دي ؛ وَلَا تَسُبُّوا الَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ فَيَسُبُّوا اللَّهَ عَدْوًا بِغَيْرِ عِلْمٍ»(الانعام/108)«  او هغه کسان چې له خدای پرته د بل  چا عبادت کوي، ورته بدرد وه وائۍ چې هغوي به هم ددښمنۍ او نادانۍ له پلوه ،خداي ته بدرد ووائي: همداراز  له پیغمبراکرم(ص) څخه روایت شوي دي چې ؛الْفَحْشُ وَ الْتَفَحْشُ لَيْسَا مِنَ الْإِسْلَام فِي شَيْءٍ» بدرد وئيل او ښکنځل  او رټل د اسلام په یوه روایت کې هم نشته :

بدرد وئيل د نورو په زړونو کې ددښمنۍ تخم پاښي او دوي له ښکنځل کونکي او رټونکي څخه کرکه کوي،دغه شان کسان د دوستۍ په ځاي خپل دښمنان زیاتوي.د خداي رسول(ص) فرمائي؛ لَا تَسُبُّوا النَّاسَ فَتَكْسِبُوا الْعَدَاوَةَ لَهُمْ»؛ خلکو ته کنځل مه کوئ څو  هغوي د تاسو دښمنان نشي:د ښکنځلو او رټلو  یوه بله نتیجه، د رزق او روزۍ کمیدل او ددعا نه قبلیدل، له بهشته محرومیدل او جهنم ته واریدیدا  بلل شوې ده.د خدآي له رسوله(ص) روایت شوي د چې بهشت ته واریدیدا پر هر بدرد وئونکي باندې حرامه ده. له دغې اخلاقي ناروغۍ د ژغورنې لپاره  باید هڅه وشي څو ددغه چلند ریښې نابوې او سرکش شهوت او غضب  پيزواني  او فرمانبردار شي.د ښو خبروله کارولو هڅه او  د ښکنځلو د ناروغۍ د درملنې لپاره له عملی ښو خبرو څخه استفاده.په ښو خبرو عادت کول، د انسان له باطنه د بدو ردو ناخوښ عمل وباسي.

https://iqna.ir/en/news/3490334

  

captcha