قران کریم شهادت لوړ مقام ګڼي،داسې چې د شهیدانو لپاره ئې ډير زیات فضایل بیان کړي دي. د شهیدانو یوه ځانګړنه دا ده چې د خپل پروردګار له فضل او کرمه برخمن کیږي او له دې پلوه ډير خوښ او تاند دي. فَرِحينَ بِما آتاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَ يَسْتَبْشِرُونَ بِالَّذينَ لَمْ يَلْحَقُوا بِهِمْ مِنْ خَلْفِهِمْ أَلاَّ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَ لا هُمْ يَحْزَنُونَ» (آلعمران/170). ددغه آیت په اساس، شهیدان حقیقتا ژوندي دي .ځکه چې په بشپړ ډول په دنیا کې اغیز شیندونکي دی اوله خپلو مومنو وروڼو سره مرسته کولی شي. شهیدان خپلو مجاهدو وروڼو ته ځيری ورکوي، چې هیڅ ویره،اندیښنه او ترهه دې ونه لري.ددې چارې دلیل دا دی چې شهیداان په هغې دنیا کې د خپلو وروڼو ځائیګی او جایزط ویني او له دې امله دوي ته ئې ځيری ورکوی.
د رسول اکرم (ص) په روایتونو کې هم د شهادت لوړمقام او دهغوي نیک انجان ډير انعکاس درلودلی دی . د خدای رسول(ص) د شهادت د مقام دعظمت او لويوالي په بیانولو کې فرمائي؛ فوق کلّ بِرّ بِرٌّ حتى یقتل الرجل فى سبیل الله، فاذا قُتل فى سبیل الله فلیس فوقه برّ» ؛ له هرې یوې نیکئ لا لوړه ،هغه نیکي ده،تر دې چې انسان د خدای په لاره کې ووژل شي.نو ځکه لکه څنګه چې د خدای په لاره کې څوک ووژل شي، نو له دې لا لوړه بله نیکي نشته.::
همداراز د خداي ګران پیغمبر(ص) فرمائي؛ دې ډلې دي چې د قیامت په ورځ به شفاعت کوي او خدای تعالی د هغوي شفاعت مني . پیغمبران، ورپسې عالمان او بیا هم شهیدان.
حضرت امام علی علیه السلام د پیغمبر اکرم د یوه صادق صحابي په توګه د شهادت په باب اعتقاد لري؛ په هغه چا قسم چې د ابی طالب د زوي ژوند ئې په لاس کې دی، په بسترې کې له مرګه د ما لپاره د تورې زر ګوزارونه لا آسان دي.
هغه کسان چې دخداي په لاره کې وژل کیږي، پر دې سربیره چې د هغوي په نصیب بهشت کیږي، متعال خداي په دنیا کې دهغوي هڅې او عملونه نه مینځه نه وړي او په همدې دنیا کې د هغوي وینه نتیجه ورکوي. دا په قرآن کریم کې دخدای تعالی وعده ده چې فرمائي ؛ وَ الَّذينَ قُتِلُوا في سَبيلِ اللَّهِ فَلَنْ يُضِلَّ أَعْمالَهُمْ. سَيَهْديهِمْ وَ يُصْلِحُ بالَهُمْ. وَ يُدْخِلُهُمُ الْجَنَّةَ عَرَّفَها لَهُمْ» (محمد/4-6).
https://iqna.ir/en/news/3490667