ایکنانیوز د الجمهور خبری سایت له قوله راپور راکړی،۳۶ کاله مخکې په داسې ورځ د ۱۹۸۸ کال دنومبر په دیرشمه نیټه د مکې په غږمشهور او د قرائت د طلائي حنجرې مَرئ خاوند شیخ عبدالباسط عبدالصمد له مونږ لاړ.مشهور او نوم لرونکی قاری چې د نړۍ له ګوټ ګوټه په میلیونونو خلک تر نن پورې دهغه تلاؤت ته غوږ ږدي او د هغه له په زړه پورې او ښه غږ سره مینه لري.
عبدالباسط د اسلامی نړۍ د تاریخ دقرآن یو ترټولو لوی قاري شمیرل کیږی چې پخپل ځانګړي او ملکوتي غږ سره ئې په تلاؤت کې یو ځانګړی مکتب تاسیس کړ او په درستې نړۍ کې د قران د عاشقانو د الهام سرچینه شو.
په قرآنی چاپيریال کې روزنه!
په ۱۹۲۷ کال کې د مصر د ؛قنا؛ ولایت په؛ ارمنت ؛ ښار کې په مراعزه کلي کې زیږیدلی او پهقرآني چاپیریال کې ئې تربیّت ولید.
د عبدالباسط پلار شیخ عبدالصمد او دهغه نیکه شیخ محمد عبدالصمد،د قرآن یو ترټولو غوره حافظ او قاری ؤ او د هغه مورنۍ نیکه شیخ ابوداؤدؤ، د خپلې زمانې یو عارف ؤ چې د مشهوره مقبره د مصر په ارمنت ښار کې ده.
عبدالباسط په شپږ کلنۍ کې مکتب خانې ته لاړ او په لس کلنۍ کې د ټول قرآن په حفظ کولو بریالی شو.هغه د شیخ محمد رفعت او شیخ ابوالعینین شعیشع په څير غوره قاریانو تلاؤتونه آوریدل او همدغه چاره سبب شوه چې د قرآن په تلاؤت کې د هغه وړتیاوې وده وکړي او له کم عمرئ سره سره ئې د قرآن کریم تلاؤت ته مخه کړه او په مصر کې په یوه مشهور قاری بدل شو.
عبدالباسط په ۱۹۵۰ کال کې له اهل بیت علیهم السلام سره اړونده مقبرو د زیارت لپاره قاهرې ته لاړ او د حضرت زینب سلام الله علیها د میلاد اونیکمرغه زوکړې په شپه ئې په ؛سیده زینب؛ جومات کې فرصت وموند چې د قرآن د ډيرو عاشقانو په وړاندې تلاؤت وړاندې کړي.هغه مهال چې د قرآن تلاؤت ئې وکړ،دهغه ملکوتي غږ حاضر کسان په وجد کې راوستل او هغه شپه په مصر له دغه هیواده په بهر کې دهغه د مشهورتیا پیل ؤ.
د مصر په ریډیو کې دعبدالباسط ځلیدا!
شیخ عبدالباسط په ۱۹۵۱کال کې د مصر د قرآن ریډیو په امتحان کې ګډون وکړ، او ممتازه رتبه ئې وګټله او سملاسي د ریډیو په یوه مشهور قاری بدل شو او د هغه مشهورتیا ورځ تر بلې لاپسې زیاته شوه او ریډیو هره اونۍ د هغه تلاؤت ته وخت مشخص کړ،د د شیخ د تلاؤتونو په مهربانۍ سره په مصر کې د ریډیو پير پلور له تاؤده هرکلی سره مخ شو اودهغه غږ د مصري ښاریزو د ورخې د ژوند په یوې برخې بدل شو.
د هیوادونو ډيری ولسمشر انو اوپاچایانو د عبدالباسط تلاؤت سره ډیره مینه درلوده.د مراکش یوپاچا ملک محمد خامس،د هغه د غږ یو لیواله ؤاو له عبدالباسط څخه ئې وغوښتل څو د تل لپاره په دغه هیواد کې هستوګن شي؛ خو هغه ونه منله او له هغه ئې په ادب سره بخښنه وغوښتله.
د استاد عبدالباسط تلاؤت؛ د یوه مسیحي عالم تیسس
د استاد عبدالباسط غږ ځان ته ډیری توجهات جلب کړلاو حتی یوه مسیحي عالما و متفکر د خپلې پی ایچ ډی پایان نامه یا تیسس ددغه مصری قاری د تلاؤتونو ځانګړي اغیزو او ملکوتي غږ ته بیل کړل.
د مصر په قرآن ریډیو کې د کلیزې لمانځل
د نومبر شلمه نیټه د مصر د قرآن ریډیو په اسلامی نړۍ کې دتلاؤت د اتل د رحلت د کلیزې په یاددښت سره، د خپلو پروګرامونو یوه برخه د مصر دغه لوي قاري ته بیله کړې اوپه مختلفو ساعتونو کې ئې د عبدالباسط استاد تلاؤتونه خپره کړي دي او له دغې رسندوئې څخه د خپرو شوو تلاؤتونو پّ لیسټ کې،د عبدالباسط نامه د مصر دنورو قاریانو ترڅنګ په کرتو تکرار شوې ده.
د مصر دغه غوره قاري د ۱۹۸۸کال د نومبر په ۳۰نیټه د هپاتیټ او شکرې د ناروغۍ په دلیل د قرآنکریم له کلونو کلونو خدمت وروسته په ۶۱کلنۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړې چې دهغه د تلاؤتونو تل پاتې میراث په یادګار پاتې دی.داسې میراث چې تراوسه پورې په درستې نړۍ کې د مسلمانانو احساسات راپارولي او ولوله اوانګیزه ورډالۍ کوي اود اسلامی امت او په درستې نړۍ کې دتلاؤت د مینه والو د ویاړ تومنه ده.
یاد او خاطره ئې تل ژوندئ::
https://iqna.ir/fa/news/4251303