ایکنانیوز دالیوم السابع له قوله راپور راکوي، ۳۶کاله مخکې د ۱۹۸۸کال د نومپر ۳۰ نیټه شیخ عبدالباسط عبدالصمد چې د قرآئت د طلائي حنجرې یا مرئ خاوند او د مکې په غږ مشهور ؤ وفات شو؛ مشهور قاري چې د نړۍ له ګوټ ګوټه ئې میلیونونو خلک تر اوسه پورې د هغه تلاؤت ته غوږ ږدي او د هغه په زړه پورې او ښه غږ سره اونس اخلي.
عبدالباسط د اسلامی نړۍ د تاریخ د قرآن یو ترټولو لوي قاري شمیرل کیږي چې په یوه ځانګړي او ملکوي آواز سره ئې په تلاؤت کې یو خاص مکتب راوپنځوه او په ټولې نړۍ کې د قرآن د عاشقانو د الهام سرچینه شوه.
هغه په ۱۹۲۷ کال کې د مصر د ؛قنا؛ ولایت په ارمنت ښار کې په مراغزه کلي کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې وې او په قرآنی چاپیریال کې وروزل شو.
دخدای بخښلي عبدالباسط عبدالصمد زوي طارق عبدالصمد د خپل پلار د رحلت د کلیزې په مناسبت په یوې ریډیو ئي مرکې کې دهغه خاطرې یاد کړې.
هغه ووئيل چې پلار ئې هغه لومړنی قاري ؤ چې په ۱۹۶۶کال کې د هرډول نمایندګۍ له شتونه مخکې جنوبی افریقا ته وارد شو او له دې وروسته په جنوبی افریقا کې د مصري قاریانو دشتون لپاره لاره پرانیستل شوه.
د مصر له ؛سهار په خیر؛ په عنوان سره له پروګرام سره په ټيلیفنوي مرکې کې ووئيل، په جنوبی افریقا کې د هغه د پلار دیوې نیمې میاشتې دیره کیدا په اوږدو کې دهغه په لاس سل کسانو اسلام قبول کړ او هغه په دغه کار ډير خوشال ؤ.له دې وورسته دلته د الازهر د قرآن د قرائت د زده کړې مرکزونه تاسیس شول.
د خدای بخښلي قاری عبدالباسط عبدالصمد زوي په دوام کې ووئیل، د ما پلار له مونږ سره ډير مهربانه ؤ او له مونږ سره د یوه دوست او ورور په څير ئې چلند کاوه.
هغه زیاته کړې ده،د شیخ عبدالباسط عبدالصمد دلوي قاري بچی شونه یو الهي موهبت او دمونږ لپاره هم یو لوي مسئولیّت دی ؛ تقوا ، له قرآن سره عشق او په هغه څه باندې عمل کول چې پکې ذکر شوي دي چې له عشق او د هغه داحترام له بوله د هغه لوی میراث دی. خلک د قران کریم په برکت تراوسه پورې هم مونږ سره مینه کوي او د ما دپلار یاد ژوندی دی او دوی ورسره لیواله دي هرهورځ دهغه په آواز تلاؤت واوري او ورڅخه خوند واخلي.دا یو لوي ویاړ دی
https://iqna.ir/fa/news/4251530