ایکنانیوز د تیونس خبری آژانس له قوله راپور راکړی، دغه نندارتون له مینځنیوپيړیو څخه د اروپا په فلسفي ، دیني او کلتوري لیدتوګې کې د قرآن په اغیزو سره دبلدتیا په موخې سره پیل شوی او د اپریل تر دیرشمې نیټې پورې به دوام ولري.
په دغه نندارتون کې د تیونس په موسیسو او د نړۍ په نورو میوزیمونو کې له موجودو آثارو څخه د قرآن کریم څه دپاسه اتیا کم پیدا کیدونکي سندونه او خطي نسخې دعامو خلکو نندارې ته وړاندې شوي دي.
دغه نندارتون د فکری او کلتوري بحث په کړیو یا اکاډمیک مطالعاتو کې په اروپائي کړچارونو کې د قرآن مطالعو ته دمخه کولو دڅرنګوالي په با نوی لیدتوګه وړاندې کوي او دا وړاندې کونه ، په ایل اي ډي یا سمارټ مانیټورونو د نمایش پشمول له ماډرن ټیکنالوجیو سره او دغه راز په ډيجیټلي نقشو او ویډیوئي کلیپونو سره ترسره شوي دي چې له کتونکو سره به مرسته وکړي، خپلې بصري او تاریخي تجروبې زیاتې کړي.
د تیونس دملی کتابتون مدیر خالد کشیر له تیونس-افریقا خبری آژانس سره په خبرو کې وئیلي دي، چې دغه نندارتون داسې پیغام لري چې د لویدیځ او خ تیځ له دودویزو پولو څخه تیریږی او موخه ئې د اسلام او اروپا ترمینځ دکلتوري نیمګړتیاؤ د جبرانولو نمایش دی .
دغه نندارتون د عربی مغرب(د افریقا شمال لویدیځي او په شمال کې واقع پنځه هیوادونو) او اروپا ترمینځ د اسلامی خطي نسخو او قرآنونو د منتقلولو بهیر ښئ او تاریخي سندونه نندارې ته وړاندې کوي چې داسې بریښوي،قرآن کریم ؛ په اروپا، مینځنیو پیړیو او اوسمهال دور کې څرنګه د فکري بحثونو چورلیز دی.
د تیونس نندارتون یوازې تاریخي سندونو وړاندې کولو ته نه محدودیږی، بلکې په اروپائي کلتور کې دقرآن د ځائيګي او د اروپا په فکری او فلسفي بحرانونو په تیره بیا په نوي او ماډرن زمانې کې د قرآڼ دترجمو له پراخوالي وروسته دهغو د رول په باب د لاژورو پوښتنو په مطرح کولو پسې دی.
https://iqna.ir/fa/news/4266511