ایکنانیوز راپور راکوي،د روژې مبارکه میاشت یو فرصت دی ، د ټولنیزو پیوستون د رامینځةکیدا او د لوږې ، تندې اوعبادت په څير په ګډو تجروبو کې د شيئر کولو له لارې د انساني پیوندونو د پیاوړتیا لپاره.پر ټولنې د روژې یوه ترټولو مهمه اغیزه ، دمتقابل درک او یوه زړتوب د روحیې زیاتیدا ده . کله چې کسان په ټوله ورځ کې لوږه اوتنده تجروبه کوي، نو په لا ښه ډول د اړمندو او بې وځلو شرائط هم درک کولی شي. دغه مشترکه تجروبه لامل کیږي، چې وګړي لازیات له نورو سره د مرستې په فکر کې شي او د ټولنې د اړتیاؤ د پوره کیدا لپاره له خپلو امکاناتو استفاده وکړي.قرآن کریم د بقرې سورې په ۲۶۷ ایت کې فرمائي ؛ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَنفِقُوا مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّا أَخْرَجْنَا لَكُم مِّنَ الْأَرْضِ» ائ هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، له هغو پاکو شیانو څخه چې ترلاسه مو کړي دي او له هغه څه څخه چې دتاسو لپاره له مځکې راویستل شوي دي ، انفاق وکړئ؛::: دغه آیت په روښانه ډول د انفاق او له نورو سره د مرستې پر اهمیّت ټينګار کوي او ښئ چې روژه ساتل د یوړړتوب او د بخښنې دروحیې د زیاتیدا لپاره د یوه محرک په توګه عمل کولی شي.
پر دې سربیره ، روژه ساتل لامل کیږي، چې وګړي لا زیات دنورو په فکر کې شی او له ځان منامئ او شخصي ګټو څخه لیرې کیږي .د بدلون دغه فکر د یوې لا عادلانه او یوه زړتوب ټولنې له رامینځةکیدا سره مرسته کولی شي. قرآن کریم د آل عمران سورې په ۹۲ آيت کې فرمائي ؛ لَن تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّى تُنفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ» هیڅکله به نیکو کارونو ته ونه رسیږئ، مګر دا چې له هغه څه څخه چې ورسره لیوالتیا لرئ، انفاق وکړئ). دا آیت ښئ چې نیکۍ او تقوا ته رسیدا یوازې له نورو سره دمرستې او له هغو سره د یوزړتوب له لارې ممکنه ده.
په نتیجې کې د روژې په مبارکې میاشتې کې روژه ساتل نه یوازې یو شخصي عبادت دی ، بلکې په ټولنې کې د پیوستون د روحیې او داجتماعي پيوستون د پیاوړتیا لپاره یو قدرتمند آوزار حسابیږي.
https://iqna.ir/en/news/3492253