IQNA

د مراکشي پرکوَټ هنرمند خلاقیت،د بزې پر پوستکي د قران کریم د آيتونو لیکل

10:25 - May 17, 2025
د خبر لمبر: 3491123
ایکنا - عمر،یو ۶۰ کلن مراکشي خطاط، چې له ماشومتوب راهیسې له حرکتي معلولیت یا پرکوَټوالی سره مخ دی، د قران کریم د لیکلو لپاره د خپلې غوره لیوالتیا په دلیل، په بې ساري خلاقیت سره  ئې د بزې پر پوستکي یو مصحف ولیکه.

 ایکنا نیوز د الجزیره ویب پاڼې له قوله راپور راکړ،د یوه مراکشي پرکوَټ او معلول هنرمند د بزې  پر پوستکي د قران کریم  د لیکلو په اړه راپور خپور کړی دی.په دې راپور کې ددغه پرکوټ هنرمند هنر داسې بیان شوی دی:

هغه په خپل ښي لاس سره هویه نیولې وه، په داسې حال کې چې د بدن نورو غړو ئې د حرکت توان نه درلود. د هغه مخ د شوق او جوش څخه ځلېده، په داسې حال کې چې په سختۍ سره ئې د سورة الفلق ایتونه د بزې په پوستکي باندې لیکل او هڅه یې کوله چې کلمې په سمه توګه په پوست باندې  ولیکي او د دقیقو قوانینو او تناسباتو په اساس ئې په منظمو کرښو کې تنظیم کړي.

عمر الهادي په خپل کوچني او ساده کور کې، چې د هغه هنري ګالري هم ده، په قنیطره ښار کې، چې د مراکش د پلازمېنې رباط  ښآر په شمال کې موقعیت لري، په ویلچر ناست دی او لا هم په دقت او عاجزئ سره د قران کریم د ایتونو لیکلو ته دوام ورکوي، په داسې حال کې چې ټول فکر او ذکر ئې همدا کار دی او شاوخوا ئې د مختلفو اندازو قلمونه او اوزارونه  پراته دي.

خلاقیت هنرمند معلول مراکشی در کتابت قرآن بر روی پوست بز

عمر،  ۶۰ کلن خطاط، چې له ماشومتوب راهیسې له حرکتي معلولیت سره مخ دی، تسلیم   شوی نه دی  او د قران کریم د لیکلو لپاره ئې زبردستې لیوالتیا هغه دې کار ته وهڅاوه. هغه له  الجزیرې  چینل سره په خبرو کې وویل چې د ۲۰۱۵ کال د یوې جمعې سهار، د دې ورځې د تقدس په خاطر چې د مسلمانانو لپاره سپیڅلې ده، د خپلو لیکلو د پیل لپاره غوره کړه او د قران لیکلو کار درې کاله وخت واخست.

عمر په دې باور دی چې دا لومړی ځل دی چې قران کریم په هویه سره  د بزې په پوستکي باندې لیکل کیږي او دا یوه نوې تجربه ده چې د هغه په باور تر اوسه چا نه ده کړې، نو ځکه هغه دا کار یوه لاسته راوړنه ګڼي .

خلاقیت هنرمند معلول مراکشی در کتابت قرآن بر روی پوست بز

د دې مصحف کیسه

د عمر د ډول ډ،ل آثارو په مینځ کې، د هغه د لومړي مصحف پاڼې د خوشخطۍ او سینګار په ښکلا کې بې ساري دي او د هر خطاط د اوږدې مودې ارمان د پوره کولو ژمنه کوي. په ورته وخت کې، څلور نجونې شاګردانې، چې له عمر څخه یې قران حفظ کړی دی، د خپل استاد لیکنې څیړي او بیاکتنه پرې کوي  څو ډاډ ترلاسه کړي چې په دې کې هیڅ تېروتنه نشته.

عمر د خپلې قراني خطي نسخې د بشپړولو په وجه ډیر خوشحاله وو. دا مصحف، چې کابو۱۰۰ کیلوګرامه وزن لري،د بزې د پوستکي په ۵۶۵  باندې لیکل شوی دی، چې د هرې پاڼې اوږدوالی ۵۵ سانتي متره او عرض ئې ۳۶ سانتي متره دی.

دا آثار د هغه نادره  وړتیا ښئي چې په مهارت سره یې لرګی، چرم او مس کارولی او په زړه پورې ښکلا سره ئې په هنري شاهکارونو بدل کړي دي.

عمر وايي چې هغه ته د قران کریم د لیکلو تر ټولو مهم هڅوونکی عامل د هغه د ملګرو دوامدارې هڅونې وې، چې تل ئې هغه ته وهڅاوه څو د خپلې خوشخطۍ استعداد په قران لیکلو کې وکاروي.

خلاقیت هنرمند معلول مراکشی در کتابت قرآن بر روی پوست بز

که څه هم هغه د خپل وروستي اثر د برخلیک په اړه معلومات نه لري،خو د قران کریم د بلې نسخې لیکل ئې پیل کړي، چې هیله لري په مکه مکرمه کې د مسجد الحرام دننه وکارول شي.

دا خطاط، له خپل جسماني معلولیت سره سره،په نه ستړي کیدونکي ډول خپلې خطاطۍ ته دوام ورکوي او د خپل ژوند په اړه، چې هغه یې "د ناهموارو لارو ډک" بولي، خپله مینه څرګندوي او داسې خلاقیت ښئي چې د هغه پر معلولیت بریالی شوی دی

https://iqna.ir/fa/news/4281888

captcha