د مصر د اوقافو د وزیر پخواني سلاکار او د الازهر د نامتو عالمانو سلامة عبدالقوي، د قرباتئ د نیکمرغه لوي اختر د رارسیدو په مناسبت ایکنا نیوز ته په یوه ویډیویي پیغام کې وویل: کله چې مونږ د غزې د خلکو وضعیت ته ګورو، دوي مونږ ته د الله جل جلاله په لاره کې د قربانۍ ترټولو قیمتي، ارزښتناکه او ښکلې بڼه ښئي. هغوی په بشپړ توکل او په الله باندې په باور سره، خپل ژوند، مال او اولادونه د قدس د آزادۍ لپاره قربان کړي، لکه څنګه چې په قرآن کریم کې راغلي: «په حقیقت کې الله له مؤمنانو څخه د دوی ژوند او مالونه د دې په بدل کې اخیستي چې جنت به د دوی وي» (توبه/۱۱۱).
د دې مصري عالم سلامة عبدالقوي د ویډیو پیغام تاسو په لاندینئ ویډیو کې لیدلی شئ چې وائي؛د قربانئ لوي اختر د اسلام له شعائرو څخه دی چې الله جل جلاله په دې کې د هغه چا لپاره ذبحه مقدسه کړې چې وس ئې لري، او ددغه سنت د رسول اکرم (ص) لخوا درناوی شوی. خو سږکال د قربانئ اختر د قحطۍ، لوږې او د اسلامي امت د زړه، د مسلمانانو د لومړۍ قبله (قدس)، د رسول اکرم (ص) د معراج ځای، بیت المقدس شریف او مسجد الاقصی په زړه کې د نه ختمیدونکو دردونو له درندې سیوري سره په یووخت راځي.
د دغه لوي ا و نیکمرغه اختر یو مهم درس د دغه امت یووالی، همغږي او همدردي ده. هو، اسلامي شعائر مونږ ټولو ته د یووالي او همغږۍ بلنه راکوي. دا پیښه الهي توجیه لري. د اسلام امت یو واحد امت دی، او د قربانۍ اختر د حج له فريضې وروسته راځي، او دا پیښه د حج د مناسکو په زړه کې د حاجیانو لپاره یولړ دستورې دي ، او د حج فریضه یو لړ ټولنیزې او ډله ایزې دستورې دی چې ټول مسلمان امت سره یوځای کوي، او د نړۍ له لیرې او نږدې ځایونو څخه مسلمانان، د رنګ، ژبې، مختلفو ملیتونو، مختلفو توکمونو او مختلفو لهجو سره سره، په یوه لبیک ویلو سره راټولیږي: «لبیک اللهم لبیک (اې خدايه! ستا بلنه منم). ستا بلنه منم او ستا هیڅ شریک نشته. یقینًا ستاینه او حمد یوازې ستا لپاره دي او رزق او واکمني هم ستا ده. ستا هیڅ شریک نشته».
مسلمانان ټول سره راټولیږي، یو واحد هدف او یو یوازینی او واحد خدای لري.د یوه کور په شکل دي او په عرفې او وقوف کې په یوه مخصوص ځاي کې وقوف کوي. دغه مناسک او شعائر یو رباني او الهی دلیل ااو توجیه لري ، دا چې اسلامی امت یو واحد امت دی،هماغه شان چې خداوند مونږ ته امرکړی؛ټول د خداي په رسئ منګولې ښخې کړئ او تیت پرک مه کیږئ(آل عمران-۱۰۳).
همداراز د قربانۍ لوئ اختر سږکال په داسې وخت کې راځي څو په یوه واحد امت کیدا او پر دې معنا او دلیل ټینګار وکړي او هم د ؛قربانئ ؛ په کلمې او تعبیر باندې ټینګار وکړي. زمونږ سرور او سردار ، حضرت ابراهیم (ع) د الله جل جلاله امر ته تسلیم شو چې خپل زوی د الله په لاره کې قرباني کړي، او حضرت ابراهیم د الله امر ومانه او ویې فرمایل: «اې زما زویه! ما په خوب کې ولیدل چې تا ذبحه کوم، نو وګوره ستا نظر څه دی؟» او زوي هم د خپل پلار غوښتنه ومنله او د الله سبحانه و تعالی امر ته تسلیم شو او وې ویل: «اې پلاره! هغه څه وکړه چې تاته امر شوی دی، ان شاء الله ما به د صابرانو په ډله کې ومومې» (صافات/۱۰۲).
او دا چې دوی په بشپړه توګه د الهي وعدې په اړه توکل او باور لري او د الهي اوامرو په وړاندې په بشپړه اطاعت کې دي او په الله باندې پوره عقیده لري. هغه پخپل پیغام کې دوام کې ووئيل؛ وروڼو! شاید دا مفهوم زمونږ لپاره روښانه شي کله چې د غزې د خلکو وضعیت ته وګورو، چې هغوی مونږ ته د الله جل جلاله په لاره کې د قربانۍ ترټولو قیمتي، ارزښتناکه او ښکلې بڼه ښيي. هغوی په بشپړ توکل او په الله باندې بشپړ باورلري، لکه څنګه چې په قرآن کریم کې فرمائي؛ په حقیقت کې الله له مؤمنانو څخه د دوی ژوند او مالونه د دې په بدل کې اخیستي چې جنت به د دوی وي» (توبه/۱۱۱).
د الازهر دغه دیني عالم پخپل دغه پیغام کې زیاته کړې ده ؛همدارنګه د دغې ورځې (د قرباني اختر) یو بل درس، چې نن سبا د مسلمانې کورنۍ له خوا ورته پام نه کیږي، د نیکۍ مفهوم دی. د اولادونو نیکي د مور او پلار سره او د اولادونو روزنه د سمو اسلامی عقایدو او له الله سره د مینې پر بنسټ. کله چې د حضرت اسماعیل د خپل پلار حضرت ابراهیم ځواب ته غور کوو چې وې ویل: «اې پلاره! هغه څه وکړه چې تاته امر شوی دی»، پلار نه وايي چې الله ماته امر کړی، بلکې وايي: «ما په خوب کې ولیدل»، او زوی په ځواب کې وايي: هغه څه وکړه چې تاته امر شوی دی.
دا مور ده چې روزنه ورکوي او تربیه کوي. دا هغه ابراهیمي مسلمه کورنۍ ده. له همدې امله الله د ابراهیم او د هغه د کورنۍ مرتبه په دواړو جهانونو کې لوړه کړې. مونږ په هر لمانځه کې چې پر پیغمبر او د هغه پر کورنۍ سلام او درود لیږو، د الله پر پیغمبر حضرت ابراهیم او د هغه پر کورنۍ هم سلام او درود لیږو. د حج مناسک او الهي فریضه له خپلو ټولو دستورو سره له حضرت ابراهیم (ع) سره تړاو لري: کعبه، د صفا او مروې سعی، عرفه، مزدلفه، منا او دا ټول الهي شعائر په مستقیم ډول د حضرت ابراهیم او د هغه د کورنۍ سره تړاو لري.
اې پروردګاره! زمونږ پر سیر او سردار ، حضرت محمد او د هغه پر کورنۍ سلام او درود ولېږه، لکه څنګه چې تا زمونږ پر سرور، حضرت ابراهیم او د هغه پر کورنۍ په دواړو جهانونو کې سلام او درود ولېږه. یقینًا ته ستایل شوی او لوی یې. له دې امله مونږ یو درس زده کوو چې یوه مسلمه کورنۍ څنګه الهي اطاعت ته تسلیم ده او څنګه د الله د اطاعت پر بنسټ روزل کیږي او څنګه خپل اولادونه داسې روزي چې له الله سره مینه ولري او د ایمان صداقت ولري او د خپل دین لپاره رښتینې عقیده ولري. دا د حضرت ابراهیم کورنۍ ده چې مونږ ته د مسلمانی او تسلیم کیدو معنی راښيي.
د الازهر دغه دیني عالم د خپل پیغام په پاي کې روښانه کړه،د هیڅ تعجب او حیرانتیا خبره نه ده چې نن سبا مونږ د قربانۍ او تسلیم کیدو معنی د مسلمان امت په مینځ کې وینو، حتی اوس دا مفاهیم په خوږې غزه کې مجسم شوي او په هر هغه چا کې چې له خپل ژوند او مال څخه تیریږي. له همدې امله سږکال د قربانئ اختر زمونږ لپاره یوازې د تفریح او خوشحالۍ ورځې نه دي. نه! دا ورځې د الهي شعائرو لپاره یو فرصت دی چې زمونږ د دین له اصل او زمونږ له رښتینې عقیدې سره تړاو لري. لکه څنګه چې دا د اسلامي امت د اوسني وضعیت او د هغې د دردونو او رنځونو سره هم تړاو لري. نو هیڅکله او هیڅکله باید ددې اختر په شپو ورځو کې د غزې له حال او د هغې له درد او رنځ څخه غافل نشو او د قدس، د مسلمانانو د قبلې او بیت المقدس درد هیر نکړو.
اې پروردګاره، د دواړو جهانونو خالقه! اې تر ټولو مهربانه! له تا غواړو چې په دې مبارکو شپو ورځو کې مونږ ته د مسجد الاقصی په صحن کې د لمانځه ادا کولو توفیق راکړې، په داسې حال کې چې قدس مو فتح کړی او تکبیر وایو... ځکه چې زموږ لوی اختر به د قدس او بیت المقدس د آزادۍ ورځ او د ټولو نیول شوو ټاټوبو د طاغوت او مستبدینو له سپيرو منګولوڅخه د آزادۍ ورځ وي.
اې پروردګاره! زموږ پر سرور، محمد او د هغه پر کورنۍ او اصحابو او یارانو سلام او درود ولېږه، لکه څنګه چې تا زموږ پر سرور، حضرت ابراهیم او د هغه پر کورنۍ په دواړو جهانونو کې سلام او درود ولېږه. یقینًا ته ستایل شوی او لوی یې. الله تر ټولو لوی دی، هیڅ خدای نشته مګر الله او حمد او ستاینه یوازې د الله لپاره ده.
https://iqna.ir/fa/news/4286765