IQNA

       امام حسین (ع) په قرآن کریم کې (1)

د حضرت امام حسین (ع) مقام او ځائيګی په قرآن کې 

5:17 - July 02, 2025
د خبر لمبر: 3491345
ایکنا - د قرآن کریم ځینې آیتونه په مستقیم ډول د امام حسین (ع) ستر شخصیت ته اشاره کوي. همدارنګه، ځینې نور آیتونه هغه حقیقتونو ته اشاره کوي چې روښانه مصداق ئې امام حسین (ع) دی. 

د امام حسین (ع) قیام د یزید د حکومت پر وړاندې یوه ستره او حماسي پیښه وه چې نوم ئې د اسلام په تاریخ کې تلپاتې شو. امام حسین (ع)، د دغه عظیم قیام بنسټګر، هغه شخصیت دی چې د رسول الله (ص) په ژوند کې زیږیدلی او د رسول الله او د هغه د پلار، امیرالمؤمنین علی (ع) په غیږ کې لوي شوی دی. له همدې امله، که څه هم هغه په ماشومتوب کې و، خو د قرآن کریم د نزول په دوره کې د رسول الله (ص) تر څنګ موجود و. 

د قرآن کریم ځینې آیتونه په مستقیم ډول د امام حسین (ع) لوړ مقام ته اشاره کوي، او ځینې نور یې هغه مفاهیم او حقیقتونه بیانوي چې د هغوی روښانه مصداق په امام حسین (ع) کې موندل کیږي. یو له دې آیتونو څخه د مودت آیت دی چې خدای پکې فرمایي:

«قُلْ لا أَسْئَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْراً إِلاَّ الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبى‏»

«ووایه: زما د رسالت په بدل کې له تاسو څخه هیڅ اجر نه غواړم پرته له دې چې زما له کورنئ سره مینه وکړئ» (سوره شوری/۲۳). 

محدثینو لکه احمد بن حنبل، ابن منذر، ابن ابی‌حاتم، طبراني او ابن مردویه له ابن عباس څخه روایت کړی چې کله دا آیت نازل شو، اصحابو پوښتنه وکړه: ای د خدای رسوله! د «ذوی‌القربی» څخه مقصد هغه څوک دي چې د هغوی مینه پر مونږ واجبه شوې ده؟ رسول الله (ص) ځواب ورکړ: علی، فاطمه او د هغوی دوه زامن، حسن او حسین (ع). 

بل آیت چې د رسول الله د اهل بیت په شأن کې نازل شوی، د تطهیر آیت دی:

«إِنَّما يُريدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَ يُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيراً»

«خدای غواړي چې له تاسو اهل بیتو  هر ډول  ککړتیا  لیرې کړي او تاسو په بشپړه توګه پاک کړي» (سوره احزاب/۳۳). 

د  اهل تشیَع او اهل سنت په منابعو کې د ګڼو روایاتو له مخې، په دغه آیت کې د اهل بیتو مقصد فاطمه، علی، حسن او حسین (ع) دي. د بېلګې په توګه، د رسول الله ښځې، ام‌سلمه، روایت کړی چې رسول الله (ص) فاطمه (ع) ته وفرمایل: خپل خاوند او زامن راته راوله. کله چې ټول حاضر شول، رسول الله پر هغوی یوه څادر واچوؤ او د تطهیر آیت ئې پرې تلاوت کړ. 

د مباهلې آیت هم یو بل آیت دی چې د امام حسین (ع) لوړ مقام روښانوي. د مباهلې په پیښې کې، د نجران عیسویانو له رسول الله سره د عیسویت د حقیقت په اړه مناظره وکړه او په پای کې پریکړه وشوه چې دواړه خواوې خپلې کورنۍ راولي او یو بل نفرین کړي  څو خدای دروغجن رسوا کړي. قرآن کریم په دې اړه فرمایي:

«فَمَنْ حاجَّكَ فيهِ مِنْ بَعْدِ ما جاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعالَوْا نَدْعُ أَبْناءَنا وَ أَبْناءَكُمْ وَ نِساءَنا وَ نِساءَكُمْ وَ أَنْفُسَنا وَ أَنْفُسَكُمْ...» (سوره آل‌عمران/۶۱) 

د شیعه او اهل سنت له منابعو څخه د متواترو روایاتو پر بنسټ، رسول الله په دې پیښې کې یوازې علی، فاطمه، حسن او حسین (ع) له ځان سره بوتلل. له همدې امله، په دغه آیت کې د «ابناءنا» څخه مقصد حسن او حسین (ع) دي. 

https://iqna.ir/en/news/3493672  

captcha