ایکنا- د شیخ راشد بن محمد بن راشد آل مکتوم په نوم د قرآن کریم د حفظ مرکز، د دوبۍ د اسلامي چارو او خیریه فعالیتونو د ادارې په ملګرتیا، د دغه ښار په القوز الاولی سیمې کې پرانیستل شو.
ایکنا خبري اژانس د «التواصل» په حواله راپور راکړی، چې د دوبۍ د اسلامي چارو او خیریه فعالیتونو ادارې، د دوبۍ د واکمن د مېرمنې شیخه هند بنت مکتوم بن جمعه آل مکتوم په ملاتړ، د «شیخ راشد بن محمد بن راشد آل مکتوم په نوم د قرآن کریم د حفظ مرکز د دغه ښار په القوز الاولی سیمې کې پرانیست.
دا اقدام د قرآني خدمتونو د پراختیا، ټولنې ته د دغو خدمتونو د لا نږدې کولو او د یوه داسې هراړخیز ښوونیز چاپېریال د برابرولو څرګندونه کوي، چې د نجونو زدهکوونکو له اړتیاوو او هیلو سره سم پلان شوی دی.
همداراز، د دغه مرکز د پرانیستلو موخه د اسلامي ارزښتونو بنسټیزول او له قرآن کریم سره د راتلونکو نسلونو د اړیکو پیاوړتیا ده.
د دوبۍ د اسلامي چارو او خیریه فعالیتونو ادارې د قرآني پوهې او حفظ مرکزونو د څانګې مشرې، شیخې سلطان المري په دې اړه وویل: د دغه مرکز پرانیستل د دوبۍ په ښار کې د قرآني خدمتونو په نظام کې یوه ارزښتناکه زیاتونه ده.
هغې زیاته کړه، چې دغه مرکز به د ښوونیزو لارو چارو د پراختیا او د ټولنې له اړتیاوو او غوښتنو سره سم قرآني خدمتونو ته د لاسرسي د پراخولو لپاره هڅې وکړي.
په القوز الاولی سیمې کې د شیخ راشد بن محمد بن راشد آل مکتوم د قرآن کریم د حفظ مرکز جوړېدل، په استوګنیزو سیمو کې د قرآني خدمتونو د پیاوړتیا لامل کېږي
دا اقدام د دوبۍ د اسلامي چارو او خیریه فعالیتونو ادارې د هغو پرلهپسې هڅو څرګندونه کوي، چې د باکیفیته ښوونیزو منځپانګو، انعطافمنونکي پروګرامجوړونې او د لاسرسي وړ خدمتونو د یوځای کولو له لارې د قرآني زدهکړو د نظام د پراختیا لپاره ترسره کېږي.
دغه ګام په خپل وار د ټولنې په خدمت کې د قرآن کریم د حفظ مرکزونو رول لا پیاوړی کوي او د هغو نسلونو په روزنې کې مرسته کوي، چې له قرآن کریم او د هغه له لوړو، زغممحورو او ارزښتناکو لارښوونو سره ژوره اړیکه ولري.
https://iqna.ir/fa/news/4386162