IQNA

د مولټيپل اسكلروز د ناروغانو د ژوند په څرنګوالی كښې د فاتحې او توحيد سورتونو د تلاوت اثر

10:29 - February 23, 2009
د خبر لمبر: 1747669
د تفكر ډله: د ځينو څیړاندو ليكلی شوی مقاله «دعا سره علاج (د فاتحې او د توحيد د سوره تلاوت) او د مولټيپل اسكلروز(ام.اس) د ناروغانو حالت»، د قران كريم په هكله د څیړنو په خصوصی ګڼه كښې خپره شوې ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش سره، قران كريم د مسلمانانو اسمانی كتاب دی چې د انسان ټول ضرورتونو ته یې پاملرنه كړې ده چې له ناروغۍ بچيدل په كښې يو له هغې ضرورتونو دی. مسلمانانو حكيمانو به د علاج لپاره د قران له ايتونو ګټه اخسته او د مسلمانانو په مذهبی او اعتقادی كتابونو كښې د فاتحې او د توحيد سورت په اثراتو باندې ډېر ټينګار شوی دی.
پر دې اساس د مولټيپل اسكلروز په دولسو ناروغانو باندې د دې د اثر مطالعه وشوه. دا مطالعه يوه مداخله ای مطالعه وه چې پكښې له علاجه وروسته او مخكښې حالت په خپلو كښې وتلل شو.
دا مقاله چې فرزانه مفتون، اكرم جهانگير، ژيلا صديقی، مژگان كاربخش، فرانك فرزدی او شهناز خدايی ليكلې ده د قران كريم د رسالۍ په خصوصی ګڼه كښې خپره شوې ده.
366696
captcha