یکنا نیوز د الجزیره له قوله راپور راکوي،، په ټول هندوستان کې مسلمانې ښځې له دې واقعیت سره مخ دي چې د «ډیپ فېک» یا ژورې جعلي ټیکنالوژي د انلاین ځورونې او اسلام ضده کرکې د اوږده تاریخ تر ټولو نوې وسله ګرځېدلې ده، خو دا ځل توپیر دا دی چې جعلي شواهد خورا واقعي ښکاري.
کله چې سمرین ایوب د لومړي ځل لپاره یوه ویډیو ولیده، سخته حیرانه شوه. دغه ښځه چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر اوسېدونکې ده، تېر کال په خپل موبایل کې د ټولنیزو رسنیو کتنه کوله چې یوه ملګري ئې یوه ویډیو ورولېږله چې په اینسټاګرام کې خپرېده.
ویډیو داسې ښکارېده لکه د هغې د ژوند کیسه چې په نوي ډیلي کې ئې تېره کړې وي، له غږیز روایت، سرلیکونو او فرعي لیکنو سره، لکه د یوه ټيلیویژني راپور په څېر؛ خو په بشپړه توګه جعلي وه.
د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته جوړ شوی غږ په دروغو ادعا کوله چې نوموړې یوه مسلمانه ښځه ده چې ځان په هندو نارینهوو پلوري. همدارنګه په ویډیو کې موجود کسان هم په ناسم ډول معرفي شوي وو.
سمرین وویل:«ویډیو دومره رښتینې ښکارېده چې که هر چا، حتی زما مور او پلار، لیدلې وائ، باور به ئې کړی وای چې رښتیا ده.»
هغه په هغو څو مسلمانو ښځو کې شامله ده چې د څېړونکو په وینا له یوه مخ پر زیاتېدونکي بهیر سره مخ شوې دي؛ یعنې د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د جنسي بڼې لرونکو جعلي انځورونو او تبلیغاتو جوړول.
الجزیرې له څو هغو مسلمانو ښځو سره خبرې کړې چې د دې ډول بریدونو هدف ګرځېدلې دي، خو هغوی د شرم او د بیا زیانمنېدو له وېرې له حضوري مرکو ډډه وکړه.
د مسلمانو ښځو د انځورونو او ویډیوګانو د جعل دا بهیر په داسې حال کې پراخېږي چې هند د مصنوعي ځیرکتیا د نړیوالې ادارې او قانونمندۍ په اړه په نړیوالو بحثونو کې زیات ګډون کوي. د بېلګې په توګه، د مصنوعي ځیرکتیا د اغېزو په اړه لوړه کچه غونډه د همدې کال په پیل کې په نوي ډیلي کې ترسره شوه چې د نوښت او قانوني چوکاټونو پر موضوعاتو متمرکزه وه.
په واشنګټن ډي سي کې مېشت د منظمې کرکې د مطالعاتو مرکز (CSOH) یوې څېړنې ۱۳۲۶ د مصنوعي ځیرکتیا له لارې تولید شوي انځورونه او ویډیوګانې وڅېړلې چې د ۲۰۲۳ کال له مئ میاشتې څخه تر ۲۰۲۵ کال د مئ میاشتې پورې د ایکس، فېسبوک او اینسټاګرام له ۲۹۷ عامه اکاؤنټونو څخه ټولې شوې وې.
څېړونکو وموندله چې د مسلمانو ښځو جنسي او غیر اخلاقي جعلي انځورونه تر ټولو ډېر لیدل شوي وو او په ټولو پلیټ فورمونو کې یې له ۶.۷ میلیونو څخه زیاتې لیدنې ترلاسه کړې وې.
د CSOH په ټول شویو معلوماتو کې د مصنوعي ځیرکتیا له خوا جوړ شوي میمونه هم شامل وو چې مسلمانې ښځې یې په دیني جامو کې په جعلي غیر اخلاقي انځورونو کې ښودلې وې او خبریالان او مدني فعالان ئې هدف ګرځولي وو.
څېړونکي باور لري چې د تولیدي مصنوعي ځیرکتیا راڅرګندېدو د مسلمانو ښځو پر ضد د انلاین ځورونې کچه او چټکتیا په بېساري ډول لوړه کړې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4358611