ایکنانیوز = د الهي دینونو تاریخ ښئي چې ښځې تل د سترو معنوي او ټولنیزو بدلونونو په مرکز کې شتون لرلی دی. د هغو تحریف شویو روایتونو برعکس چې د ښځو رول کم ارزښته ګڼي، قرآن کریم په ډېرو موردونو کې ښځې د ایمان، مقاومت او بدلون راوستنې د سترو بېلګو په توګه معرفي کوي.
د محرم دویم پیغام چې په «سکوی پرواز» نومې کتاب کې بیان شوی، پر همدې قرآني حقیقت ټینګار کوي او ښځې د «ترکیبي جګړې د ډګر بیرغوالې» بولي. د دې لیدلوري له مخې، د ارادو په جګړه او د پوهاوي یا ادراکي جګړې په ډګر کې د ښځو رول د ډېرو نورو ډګرونو په پرتله لا زیات برخلیک ټاکونکی دی.
د قرآن بېلګه د ټولو مؤمنانو لپاره
د دې پیغام بنسټ د تحریم سورې ۱۱ او ۱۲ آیتونه دي؛ هغه آیتونه چې خداي تعالی پکې د تاریخ دوې سترې مېرمنې د ټولو مؤمنانو لپاره بېلګې ګرځولي دي:
«وَ ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِلَّذِينَ آمَنُوا امْرَأَةَ فِرْعَوْنَ..
او
«وَ مَرْيَمَ ابْنَتَ عِمْرَانَ..
د پام وړ ټکی دا دی چې قرآن نه وائي دا دواړه ښځې یوازې د مؤمنو ښځو بېلګې دي، بلکې هغوی د ټولو مؤمنانو لپاره نمونې معرفي کوي. دا څرګندونه ښئي چې د قرآن په منطق کې د انسان ارزښت د جنسیت پر بنسټ نه، بلکې د ایمان، استقامت او حق ته د وفادارۍ پر بنسټ ټاکل کېږي.
آسیه؛ د فرعون په ماڼۍ کې ټینګ دریځ
د فرعون مېرمن آسیه په داسې حال کې د ایمان بېلګه معرفي کېږي چې د تاریخ د یوه تر ټولو ظالم او طاغوتي حکومت په مرکز کې ئې ژوند کاوه. هغې په داسې چاپېریال کې چې له ظلم، شرک او استکبار څخه ډک و، د حق لاره غوره کړه او د خپل ایمان د ساتنې لپاره ئې تر ټولو سختې شکنجې وزغملې.
دا بېلګه ښئي چې انسان آن په تر ټولو پېچلو فرهنګي او سیاسي شرایطو کې هم کولای شي پر خپل ایمان او الهي هویت ټینګ پاتې شي.
حضرت مریم (س)؛ د پاکۍ او استقامت نښه
دوهمه بېلګه چې قرآن ئې یادونه کوي، حضرت مریم (س) ده؛ هغه مېرمن چې د ټولنیزو دباؤنو، تورونو او ګڼو ستونزو سره سره ئې د خدای د بندګۍ لاره پرېنښوده.
د قرآن له نظره، مریم (س) د پاک لمنۍ، د الهي وعدې پر باور او د ټولنیزو دباونو پر وړاندې د مقاومت سمبول دی؛ هغه ځانګړنې چې هره مؤمنه ټولنه د خپل هویت د ساتنې لپاره ورته اړتیا لري.
عاشورا او د ښځو بېساری رول
د اسلام د تاریخ په پېښو کې ښايي د عاشورا په اندازه هېڅ یوې پېښې د ښځو برخلیک ټاکونکی رول نه وي څرګند کړی. که امام حسین (ع) د خپل شهادت په وینې سره غورځنګ ژوندی وساته، نو حضرت زینب بی بی (س) د حقایقو په بیان او په بیانونکي جهاد سره هغه غورځنګ تلپاتې کړ.
ډېری څېړونکي باور لري چې که په کوفه او شام کې د حضرت زینب (س) روښانوونکې ویناوې نه وای، د اموي حکومت پروپیګنډيز حکومت به توانېدلی ؤ چې خپله تحریف شوې کیسه پر خلکو وتپي.
له همدې امله، عاشورا وښودله چې ښځې نه یوازې د مبارزې په ډګر کې شتون لري، بلکې کله ناکله د یوه غورځنګ وروستی برخلیک هم د هغوی له رول سره تړلی وي.
د مسلمانې ښځې دریمه بېلګه
په دغه پیغام کې یو مهم مفهوم «د مسلمانې ښځې درېیمه بېلګه» ده. دا هغه بېلګه ده چې نه ښځه له ټولنې جلا او منزوي موجود ګڼي او نه ئې هم د مصرفپالنې د کلتور په چوپړ کې یو توکی ګرځوي.
په دې لیدلوري کې، مؤمنه ښځه د خپل عزت، کرامت او عفت په ساتلو سره د ټولنې په منځ کې فعاله ونډه لري، اغېزشیندونکی رول لوبوي، نسل روزي او په ټولنیزو بدلونونو کې مهمه ونډه اخلي.
نتیجه !
د محرم دویم پیغام، چې د تحریم سورې پر آیتونو ولاړ دی، دا حقیقت را یادوي چې د قرآن او اسلامي تاریخ له نظره ښځې د ډېرو سترو بدلونونو اصلي لوبغاړې پاتې شوې دي. له آسیه بی بی او حضرت مریم (س) څخه رانیولې تر حضرت زینب (س) پورې، ټولو دا ثابته کړې چې ایمان، استقامت او د حق د بیان جهاد کولای شي د یوې ټولنې برخلیک بدل کړي.
له همدې امله، ښځې د حق او باطل د مبارزې په ډګر کې په حاشیه کې نه، بلکې په متن کې ولاړې دي او د سترو الهي خوځښتونو او بدلونونو بیرغوالې کیدلی شي.
https://iqna.ir/fa/news/4356020