یکنانیوز د «صدی البلد»له قوله راپور راکړ، خدای بخښلی شیخ اسماعیل حلمی حجاب د ۱۹۴۵ کال د جون په ۱۵مه د مصر د قلیوبیه ولایت د خانکه ولسوالۍ په قلج کلي کې زېږېدلی و او د قرآن کریم د خدمت یوه اوږده او ویاړمنه مخینه ئې په مصر او له هېواده بهر پرېښې ده
شیخ اسماعیل حلمي حجاب په یوې متوسطې کورنۍ کې لوي شو. هغه د قرآن کریم حفظ له کوچنیوالي څخه د استاد محمود عامر په لارښوونې سره پیل کړ او په نهه کلنۍ کې ئې د شیخ عبدالحمید سلطان تر څارنې لاندې حفظ بشپړ کړ.
نوموړي د تجوید او د قرآن د بېلابېلو قرائتونو علوم له استاد توفیق السروجي څخه زده کړل. د هغه نیکه د قرآن د حفظ په برخې کې د ملاتړ او هڅونې مهم رول درلود.
د دې مصري قاري د تلاوت استعداد په کوچنیوالي کې څرګند شو او وروسته له دې چې د شبرا د قرائت له مرکز څخه ئې د تجوید سند ترلاسه کړ، شهرت ئې په خپل کلي او شاوخوا سیمو کې خپور شو.
هغه د خپل خوږ غږ او ماهرانه تلاوت له امله د قرآن د انس په محفلونو او د دیني مناسبتونو په مراسمو کې ګډون کاوه، چې همدې چارې ژر مشهور کړ.
اسماعیل حلمي حجاب د هغو تبلیغي او قرآني سفرونو برخه هم و چې د مصر د اوقافو وزارت د روژې مبارکې میاشتې د مبارکو شپو د احیا لپاره په عربي، اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو کې تنظیمول.
هغه په امریکا، ډنمارک، فنلنډ، هسپانیا، هالنډ، نایجریا، زامبیا او نورو هېوادونو کې د قرآن کریم تلاوت وکړ. همدارنګه نوموړی له لومړنیو قاریانو څخه و چې په ایسلنډ کې یې د قرآن تلاوت ترسره کړ، چې له امله ئې د غیر عربي ژبو ویونکو خلکو ته د قرآني تلاوت ښکلا ور وپېژندل شوه.
نوموړی د خپلې تواضع، قناعت او د قرآن کریم په خدمت کې د اخلاص له امله مشهور و. د قاریانو او د قرآن د مینهوالو ترمنځ هغه د «قانع او راضي قاري» په نوم پېژندل کېده، چې دا یې د زهد او د الهي ارادې پر وړاندې د رضایت څرګندونه وه.
شیخ اسماعیل حلمي حجاب په ۱۹۸۷ کال کې په رسمي ډول د مصر په راډیو او ټیلوېژن کې د قاري په توګه وټاکل شو او تلاوتونه ئې د نورو مشهورو قاریانو ترڅنګ ثبت شول، چې د مصر راډیو او ټلوېزیون یې په خپلو خشوع لرونکو تلاوتونو بډایه کړ.
دغه مصري قاري د ۲۰۰۶ کال د سپټمبر په دریمه نېټه، د خدای د کتاب د خدمت له یوه برکتي ژوند وروسته، له دې نړۍ سترګې پټې کړې. هغه د خوږو تلاوتونو یو ارزښتناک میراث او د قرآن د مینهوالو ترمنځ یو نیک نوم پرېښود. یا د او خاطره ئې تل ژوندئ
https://iqna.ir/fa/news/4358643