د قران پيشكوسوت استاد «عبدالرسول عبايی»
د قران پيشكوسوت استاد «عبدالرسول عبايی» د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د مصطفی اسماعيل د تلاوت انداز ته په پام سره وويل: خدای هغه ته دا توان وركړی و چې لحن د قران په معنو كښې كیږدی هغه به داسې تلاوت كاوه چې اوريدوونكی به د بيلا بيلو تصويرونو تصور كاوۀ
بې شكه چې مصطفی اسماعيل په مصر كښې د فنی او هنری مخې له لويو قاريانو څخه و او خپله طريقه یې د له الهاماتو سره بې له دې چې له وړاندې قاريانو تقليد وكړی جوړه كړې وه او د اسلامی نړۍ ډېر قاريان د هغه شاګردان ګڼل كیږی.
هغه زياته كړه: مصطفی اسماعيل د يو مدرسې او يو روش څښتن و چې هغه روش او طريقه مون د قران د قرائت لپاره يو بنسټ ګنلی شو. «مصطفی اسماعيل» په لحن كښې يو داسې مكتب جوړ كړ چې اكثر قاريان له هغه تقليد كوی
هغه وويل: دې قاری به داسې تلاوت كاوۀ چې اوريدونكی به دا فكر كاؤه چې هغه ناست دی او دا ټولی خبرې د يو فلم په شان وينی.
374344