د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له«PRWeb»، اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا ډيجیټل قران داسې جوړ شوی دی چې په ګاړی كښې د قران اواز د ماچس له ځايه د ریډيو په وسيله خپروی.
د دې قران يو ښه والی دا دی چې سی ډی، كيسټ، يا بل څه ته اړتيا نه لری بلكه ډېر ښه كيفيت سره هر وخت ښه په اسانۍ قران اوريدی شی.
د دې ډيجیټل قران د امريكې د كميونيكيشن فډرل بورډ «اف سی سی» هم تاييد كړی دی. چې په عربۍ او انګريزۍ ژبه قران لولی.
481363